د محمد ابراهيم سپېڅلى ليکنه
ټول ژبپوهان يوه خوله دي، چې ژبه او د هغې ژبې ويونکي سره تړلي دي. دا په دې مانا، چې که د يوه قوم ژبه خواره اوپه نابودۍ حساب وه، ويونکي به يې هم د نړۍ پر مخ ځپلي او خوار خلک وي.
همدا دليل دى، چې د هرې ژبې پوهان او له ادبياتو سره تړلي خلک ډېره هڅه کوي، چې خپله ژبه له نورو پرمختللو ژبو سره سياله کړي.
له نن څخه څلور سوه کاله مخکې د پښتو ژبې ستر شاعر حضرت خوشحال دغه ټکى درک کړى او پښتنو ته به يې د شعر په پسته او اغېزناکه ژبه ويل، چې:
بله ژبه زده کول، که لوى کمال دى
خپله ژبه هېرول بې کمالي ده