افغانستان يا لرغونى ار يانا  د نړۍ د بيلابيلو تمدنونو او اديانو د ر وزنې زانګو وه.  ،له همدې زانګو ګڼو تمدنونو سرونه راپورته کړي او بيا د نړۍ نورو سيمو ته  خواره شوي دي .
 خو دا نظريه چې يواځې ستراتيژيک موقعيت او اقليم دغه هېواد د تمدنونو  د پالنې په مرکز بدل کړى و ، نيمګړى دى . ځکه او س هم دغه هېواد هماغه اقليم او موقعيت لري خو نن ترې نړۍ ته د تهذيب او تمدن پر ځاى ترهګر ي او نشه يي توکي صادرېږي .
 د تمدنونو د پالنې لپاره ډاډه امنيت او د ولسونو تر منځ دوستانه اړيکو ته اړتيا ده او په لرغونې زمانه کې افغانستان ددغو ښيګڼو لرونکى و .
 خو په خواشينۍ سره چې ځينو زبرځواکونو دغه خاوره د خپلو شومو موخو لپاره وکاروله او کاروي يې  ، همدغو شومو اهدافو اوس افغانانو ته ټول بهرنيان دښمنان معرفي کړي دي  او د باور حس يې ورته له منځه وړى دى .
افغان ولس له نورې نړي سره بې ارتباطه پاتې شو، خپله تمدن پالنه ترې هېره شوه ، چې له همدې کبله دغه تمدن خيزه خاوره د ترهګري او ورانکاريو په سيمه بدله شوې  او نړۍ يې له ګواښ سره مخ کړې ده .
تاريخ شاهد دى ، هغه وخت چې شوم لاسونه دې خاورې ته نه و رسېدلي ، ددې خاورې خلک او دا خاوره د نړې په ګټه وه ، نه يواځې داچې د تمدنونو دصدور غوره لاره وه ، بلکې غوره اقتصادي لاره هم وه .
وګورئ ! 
 آريايي قبيلې به ، چې جنوب ته راوکوچيدې لومړی دمه ځای يې د افغانستان د بلخ  سېمه وه چې وروسته د ډېرو مدنيتونو زانګو شوه.  بلخ امو سيند ته د نږديوالي له امله له يوې خوا او د خپلو ورشوګانو او کرنيز ماحول له امله له بلې خوا د هستوګنې په زړه پورې ځای وو.
د کشمېر پوهنتون د منځنۍ آسيا د څېړنو د مرکز په موزيم کې داسې نقشې شته چې د افغانستان د بلخ ولايت  د وريښمو د لويې لارې د څلورو څانګو د تقاطع سيمه ښيي  او د سلګونو کلونو  پخوا مدني مرکز بلل کېږي.
هغه مهال د نړۍ د يوې سترې برخې د اقتصادي  شريان همدغه د وريښمو لار وه چې له جاپان، کوريا  او چين څخه يې لومړۍ څانګې را خوځيدی له چين، مغولستان او د هند له شمال څخه يې بېلا بېلې څانګې سره يو ځای کېدې او د يوې لويې لارې په توګه کشمير ته را ننوتله، له دې ځايه په درې لويو لارو :  تبت، منځنۍ آسيا او قفقاز، بله د پامير له لوري د افغانستان شمال او درېيمه جنوب ته تر پښتونخوا، خيبر درې، ننګرهار، کابل او بلاخره هندوکش او بلخ پورې رسيده.
د وريښمو لار په بلخ کې  د يما پاچا د پاچاهي ته څېرمه، چې په بالا حصار کې يې موقعيت درلود تېريده ، چې اوس هم د بالا حصار ديوالونه يې ولاړ دي.
 په دې توګه ددې درې واړو لارو لړۍ بلخ ته له شمال، ختيځ او جنوب څخه راتلې او بېرته لويديځ ته بيا تر هرات، مروې او زاړه پارس پورې رسيدلې، چې د څلور لارې د تقاطع نقطه يې همدغه بلخ و.
د تاريخ تجربه ده؛ هر هغه ښار، چې له سوداګريز، کرنيز او اقتصادي پلوه معمور او آباد وي، نو له علمي، کولتوري او مدني پلوه هم پرمختګ کوي او تاريخ شاهد دی چې بلخ له همداسې بختورو ښارونو څخه و، نه يوازې دا چې د بودايي مدنيت نښې ورته له ختيځه او  د يوناني مدنيت نښې  له لويديځه راغلې بلکې پخپله د زردشتي  مذهب او مدنيت زانګو شو او پر څېرمه سيمو يې اغيز وکړ.
خسانتوس Xantus تر هېرودت مخکې تېرشوی مورخ دی، هغه ليکي چې زردشت ۶۰۰کاله مخکې تردې چې هخامنشي خشايارشا پر يونان وبلوسي په بلخ کې ظهور وکړ. په دې حساب د زردښت د موجوديت تاريخ تر ميلاد (۱۰۸۰) کاله پخوا ګڼل کېږي که څه هم هېڅکله د زردشت د زوکړې يا ظهور دقيق تاريخ نه دی ښکاره شوی مګر دا ثابته ده چې زردښت د بلخ و  .
په هر صورت زردشت له بلخه، بودايي دين له ختيځه، وروسته د يوناني مدنيت نښې له لويديځه ددې لامل شوې چې بلخ د مدنيتونو د تقاطع مرکز وګرځوي او وروسته د اسلام د سپيڅلي دين تر رارسيدو يې په ام البلاد، قبة الاسلام، دارالفقها، او نورو القابو ووياړي.
 پروفيسور جي . ويشال ،چې پر وريښمو لار يې په زړه پورې او ژورې څېړنې کړي په خپله هغه مقاله کې چې « د وريښمو لار او د منځنۍ آسيا زوړ مدنيت نوميږي» ليکي : د بودايي مثلث يوه ليکه شمال ته تر بلخه غځيدلې وه، يوه څوکه يې هډې ( د ننگرهار يوه سيمه )  او پر شاپوره ( ننني پېښور) او بله يې تر باميان پورې رسيده او جنوب ته تر نننۍ پکتيا پورې يې هم لار درلوده.
 د بلخ د مدني حوزې له بېلا بېلو سيمو څخه دمتفاوتو فرهنګونو د نښو ترلاسه کېدل دا ښيي چې د تجارتي لارو له برکته ګڼ مدنيتونه په دغه ښار کې تللي راغلي وو.
له دې بحث څخه زموږ هدف دادی چې آن له ډېرې لرغونې دورې څخه د قومونو ګډون او پراخ حضور په ټوله افغاني خاوره کې يو تاريخي واقعيت و او دی.
او دغه ګډون تصادفي يا سياسي دليل نه درلوده بلکې د خلکو اقتصادي ګټې، تجارتي تګ راتګ اود لويو ترانزيتي لارو د مسيرونو له امله رامنځ ته شوی و.
د وريښمو لاري  هغه وخت وده او پراختيا وکړه ، چي د دي لاري پر سر پراته هيوادونه او د هغه وخت امپراتوريو د دي لاري د امنيت او ساتني چاروته پام وکړ .
دا لاره ، چي دهند او چين څخه پيل کيده او بيا د لرغوني افغانستان د مهمو ستراتيژيکو او سياسي مرکزونو څخه تيريده او تر روم پوري رسيدله ، د خپل وخت دري لويې امپراتورۍ په ختيځ کي د چيني هونانو امپراتوري، په منځني اسياکي د کوشانيانو امپراتوري او په لويديځ کي د روم امپراتوري يې يو له بله سره پيوندکړي وې . 
پوښتنه داده چې نن ولې دا  خاوره د ځمکي پر سر د خپلو خلکو لپاره  دوزخ ګرځيدلى ؟ بهرني لا څه ،چې  خپل وګړي يې هم په کې په ارامه تګ راتګ نه شي کولاى ، له بيلابيلو ګواښونو سره مخ دي ،يرغمل کېږي او ان تر دې چې مرى يې په تارونو پرې کېږي.
زه غواړم د يو تريخ واقعيت په توګه دداسې ولس پر سر لوبو کولو ته اشاره  وکړم ،چې يو وخت  د تمدونونو او تاريخي ارزښتونو خاوند و.
ډير وړاندي نه ځو ، تاسو ته د افغانانو له خوا د وخت د شوروي اتحاد  په وړاندې جهاد او مبارزه در يادوم ،د هغه وخت  د ځينو تيروتنو له امله اوس نه يوازې افغانان بلکى نړۍ له لويو ستونزو سره مخ ده او له ټولو ،له دې ستونزو څخه د وتو لار ورکه ده.
زموږ ګاونډيو او ځينو نورو هېوادو په داسې حال کې د افغانانو د جهاد ملاتړ وکړ ،چې ډېرو افغانانو  د تمدونونو ، کولتورونو ، دينونو او مذهبونو په اړه خو لا څه ،چې  د خپل کلي پرته يې خپله شاو  او خوا د اوسيدو سيمې هم نه وې ليدلى او ډېرو عامو افغانانو ته  د جهاد کولو موخې او لارې هم نه وې معلومې .
عامو افغانانو يواځې د اسلام کلمه زده وه خو د جهاد د فلسفي په اړه يې هيڅ معلومات نه درلودل ، په داسې حال کې ،چې رسول الله (ص) لومړۍ صحابه  وروزل، د اسلام په اصولو يې پوه کړل  او د  جهاد کولو ټول احکام يې وروښودل.
نړيوالو او په ځانګړي ډول اسلامي نړۍ د افغان مجاهدينو د روزنې او نړۍ سره د هغوى  پېژندګلوى لپاره هيڅ ونه کړل ، ددې لپاره ،چې  د سره پوځ د پرمختګ مخه ونيسي ، يوازې جنګي وسايل يې د هغوى په واک کې ورکړل.
خو دې ته يې پام نه وو،  چې داسې وخت به راشي چې دوى به دغه  وسله  د خپل ځان  او نورې  نړې په خلاف وکاروي ، چې تر ډېره حده همداسي وشول.
نن هم OIC  افغانستان هير کړى ، اسلامي هېوادونه  له افغانستان سره ليوالتيا نه لري ، په يو شکل يې د غرب لوبو ته پريښئ ، چې له  همدې امله عام  افغانان  هره ورځ  له  نړۍ سره کينه پيدا کوى .
اوس هم ځيني  افغانان داسي ساتل شوى ،چې هره وسيله په کار ورشي ، د بشريت خلاف به يي وکاروي.
 ايا دا د اسلامي نړۍ مسئوليت نه جوړېږي ، چې ددوى  روزنې  ته پاملرنه وکړي ، د واقعي او ريښتني اسلام څخه يې خبر کړي ، هغه اسلام ، چې د سولې ، امن، پرمختګ  او د بشريت د هوساينى دين دى ، داسې دين دى ،چې خپلو پيروانو ته د نړي د نورو اوسيدونکيو سره د ژوند او معاملي کولو په سلګونه مثالونه لر ي  او خپلو پيروانو ته توصيه او لارښونه کوي ،چې څه ډول له نورو اديانو سره ژوند وکړي.
افغاني  ټولنه له بېلابېلو کولتورونو، مذهبونو او اقليتونو څخه جوړه شوې ده، په دغه ټولنه کې  د زغم  کولتور ته  وده ورکول  د سولې اوثبات ضامن دى  او د چټک اقتصادي پرمختګ لپاره ښه اغېزه لري .
 لکه لمر روښانه ده، په کومه ټولنه کې ، چې خپل منځي پوهاوي نه وي ، هلته سوله نه وي او چې سوله نه وي  ،هلته ډيموکراسي وده نه کوي او پرمختګ نه شي راتلاى .
له خپل منځي پوهاوي او زغم  څخه پرته د دينونو او کولتورونو تر منځ  همکاري  هيڅ  امکان نه لري .
د خلکو تر منځ  هغه وخت همکاري زياتېږي، چې  د هغوى تر منځ داسې خبرې اترې وشي ، چې هغه يو بل ته په احترام ولاړې وي او د يو بل  په اړه  پوره معلومات ولري .
په افغانستان کې  هم ځينو ډلو له اسلام څخه ناوړه ګټه پورته کړې او دين يې  يرغمل کړی دى ،دوی د خلکو د پوهې له  لږوالي  تل ګټه پورته کړې ،ځکه افغانستان تل دداسې پاڅونونو ښکار شوی، چې په ډېره ګرانه مهار شوي دي .
که غواړئ خپله ټولنه له خطره وژغورئ ،د خپلو خلکو ترڅنګ  د افغانانو علمي  کچه لوړه کړئ ، تر څو نور يې  له احساساتو غلطه ګټه پورته نه کړي او د هېواد او دين پر خلاف يې ونه کاروي.  
دا هېواد د هغو خلکو له خوا چې د خپلو ګټو لپاره يې په بېلابېلو نومونو خلک وژل او د يو بل په اړه د نه پوهاوي  له امله يې افغانستان له  ناورين سره مخ کړى  و  اوس يې هم  له يو بل ناورين سره مخ کوي  .
  ځينې کړۍ هڅې کوي ، چې دا قومونه د مذهب ، قوم ،سمت او ژبې په نومونو  راوپاروي او يو ځل بيا زموږ له  خلکو ژوند واخلي .
 خو په ياد ولرۍ که په افغانستان کې ددې ډول کړنو مخه ونه نيول شي ،دا پديده به يواځي  تر افغانستان پورې  محدوده پاتي نه شي او په تدريجي بڼه به ګاونډيو هېوادونو او نورې نړۍ ته مخه وکړي.
اسلامي نړي ، په ځانګړي ډول OIC دروند مسئوليت لري چې افغانانو ته په دې نازک حالت کې لاس ورکړي او دا د دوى  دنده ده، چې خلک له واقعيتونو خبر کړي ،ځانمرګي بريدونه ، د خلکو برمته کول  او تښتونه، چې د افغانستان  تاريخ يې هيخ بېلګه نه درلوده   ، اوس يې زموږ ټولنې ته لاره موندلې ده.
دغه راز د اسلامي نړۍ  دنده ده ،چې د يادو شويو ستونزو د لري کولو ترڅنګ هڅې وکړي ،چې نور  د افغان وژنې مخه ونيول شي ، افغانستان د نړيوالو جګړه ييزو لوبو ډګر نه وي  او دا هېواد يو ځل بيا د تمدونونو زانګو او  وريښمو لاره يې  د سوداګريزو چارو لپاره له امنه ډکه لاره شي.
(داليکنه د پژواک خبري اژانس  مشر  دانش کړوخېل د اذربايجان د باکو په ښار کې د اسلامی  نړيوال کنفرانس د څلويښتمې کليزي  لپاره کړې ده.)