ډاکتر محمد نواب ويساند
څرګنده ده، چې کور، کالي او ډوډۍ له اړتياوو څخه ګڼل کېږي، خو تل خواړه د لومړنيو ضرورياتو په سر کې ځاي لري. زموږ د هېواد بې وزله وګړي د دې توکيو د پيرلو له ستونزو سره تل لاس او ګرېوان دي.
نېکمرغه سړي به هغه څوک وي، چې نن سبا يې په کور کې اړين خواړه ( اوړه، غوړي، بوره او هم چاي) چې زموږ په هېواد کې يوه مهمه ستونزه وه او لا هم ده، شتون ولري.
سره له دې چې افغانستان يو کرنيز هېواد دي او ډېري وګړي يې په کرنه بوخت دي، خو زيات شمېر د اړتيا وړ خوراکي توکي يې له نورو هېوادونو واردېږي.