د اندېښمن ځاځي لينکه
اتڼ د افغانانو يوه ډيره لرغونه او پخوانۍ عنعنه ده او که په بل ډول ووايو اتڼ يو ملي دود دى چې د هيواد په بيلابيلو برخو کې د اتڼ دا ملي دود تر سره کيږي  او په خاص ډول په هغو سيمو کې چې د افغانستان لوى قوم (پښتانه )  پکې استوګنه لري . اتن يو پپژندل شوى دود دى او ټول پښتا نه يې د نوم په اوريدو سره په خپل ذهن کې انځورولى شي چې اتڼ څه ته وايي او له اتڼ څخه موخه څه ده، خو دا بايد وويل شي لکه څنګه چې په پښتنو کې د سيمو د بيل والي له امله ځينې دودونه توپير لري همداسې دا ملي ګډا يا ملي اتڼ هم په ځينو سيمو کې يو ډول او په ځينو نورو سيمو کې بل ډول تر سره کيږي په دې مانا چې ملي اتڼ هم په بيلا بيلو ډولونو تر سره کيږي او په بيلابيلو وختونو کې تر سره کيږي . د ډولونو په اړه يې بايد ووايم چې دا دودويزه ګډا په ډيرو ډولونو کې تر سره کيږي د پکتيا، پکتيکا او خوست خلک يې په ډير خوند جوش او مستۍ سره تر سره کوي، چې بيا همدا ګډا يا ملي اتڼ په نوموړو  سيمو کې څو ډوله لري او هر ډول ګډا يې بيلې بيلې ځانګړتياوې لرې . په وردګو کې هم همدا ډول اټن په څو ډولونو دى  خو د پورتنيو سيمو له اتڼ څڅه توپير کوي د کندهار ، هلمند او شاو خوا خلک يا پښتا نه هم اتڼ کوي خو د نوموړو اتڼ هم ځانګړي ډولونه لري همداسې ننګر هار ،کونړ او لغمان  د هيواد په ډيرو نورو سيمو کې دا ملي دود په خوند او جوش سره تر سره کيږي ،خو توپير به ضرور سره لري . لکه څنګه چې مې وړاندې وويل په هغو سيمو کې چې  پښتانه پکې استوګنه کوي ملي اتڼ تر سره کيږي او ان تر دې چې اتڼ يا د پښتنو دا خاصه ګډا يو ملي ارزښت منل شوى دى او په ټول هيواد کې د هرې سيمې اوسيدونکي او دهرې ژبې ويونکي افغانان  ملي اتڼ پيژني . په هر ډول راځم اصل خبرې ته هغه دا چې زه غواړم يواځې په پکتيا کې د اتڼ د ځينو دودونو په اړه يو څو خبرې وکړم ، په پکتيا ، پکتيکا او خوست ولايتونو کې استوګڼ پښتانه په خپلو ټولو خوشحاليو او خاصو ورځو کې دا ملي ارزښت يا ملي دود په ډيرشاندار ډول نمانځې او خپلې خوشحالۍ او خپلې خاصې ورځې پرې ښکلې او رنګينې کوي ، د ملي اتڼ په برخه کې د ځوانانو تر څنګ د کليو او باڼډو سپين .ږيري هم برخه اخلي او ددې دود په تر سره کولو کې ځان شرکوي . لکه څنګه چې مو وړاندې هم وويل په نوموړو يانې غرنيو سيمو کې اتڼ په خاصو ورځوکې تر سره کيږي نو ضرور ده په دې هم وپوهيږو چې د کلي ځوانان او نور اوسيدونکې دا موقع کوم وخت تر لاسه کوي ، چې اتن وکړي په پکتيا ،پکتيکا او خوست ولايتونو کې د ملي اتڼ د تر سره کولو لپاره خا ص وختونه شته چې د کليو او باڼدو مست او څڼور ځوانان پکې اتڼ ته را دانګي  او په خپلو مستو او رنکينو اداګانو سره سپيڅلې ښکلا زيږوي.   لومړى د معمول په ډول په کليو او باڼدو کې د ودونو او نورو خوشحاليو لکه د چا د زوى پيدا کيدل او کوژده کول او دې ته ورته نورې ټولې ورځې چې  ونمانځل شي  د ځوانانو د اتڼ تنده ماتوي ، دويم ملي اتڼ په خاصو ورځو کې هم تر سره کيږي لکه د اختر ورځ ،د نوي کال ورځ او همدا ډول د جشنونو ورځې چې په هغو سيمو کې يې نمانځنه په همدې اتڼ تر سره کيږي او درېيم په کليو او باڼدو کې د قومي جګړو د مينځګړ توب پر مهال هم له همدې ملي دود يانې ملي اتڼ څخه کار اخيستل کيږي په دې برخه به يې يو څه رڼا واچو، تر څو سم پوه شو چې په جګړو کې نو ولې ملي اتڼ تر سره کيږي؟ .په وروسته پاتو،لرو پرتو او  يا هم غرنيو سيموکې  کوموته  چې دولت ډيره پاملرنه نه کوي نو د اوسيدونکو تر منځ يې په ځمکو او نورو مسايلو باندې را ولاړې شوې ستونزې او شخړې  د مرکو او جرګو له لارې هواريږي د قومي مشرانو او سپين ږيرو په مټ د دولت د پريکړو پر ځاى قومي پريکړې تر سره کيږي او په شخړو او ستونزو کې د ښکيلو وګړو تر منځ د ورورۍ فضا را منځ ته کيږي کله ،کله دا سې هم کيږي چې دا فردي ستونزې يا شخړې دومره زور واخلي چې دوه قومونه په خپلو کې په شخړو او جګړو اخته شي،  نو په داسې حال دويم قوم يانې هغه قوم چې يې په ګاونډ کې اوسيږي کوښښ کوي چې نوموړې  شخړې ته  ور دننه شي او دا ستونزه هواره کړي، په دې ځاى کې هم ځينې خبرې شته هغه دا چې د کوم قوم منځګړتوب (مداخله ) ډيره اغيزه لري او د کوم قوم منځګړټوب لږه اغيزه لري په دې خبره به په نورو ليکنوکې پوره بحث وکړو، خو په دې ليکنه کې به دومره ووايم چې منځګړيتوب د هغه قوم ډيره اغيزه لري ،چې په سيمه کې د يوه  زورور قوم په نوم ياد شوى وي . له دې خبرې  را تيريږو خبره په دې ده چې نو ولې په داسې قومي جګړو کې  اتڼ تر سره کيږي ، کله چې  د دوو قومونو تر منځ شخړه يا جګړه پيل شي او درېيم قوم د منځګړتوب په نيت دې جګړې ته ور ودانګې نو درېيم يا منځګړى قوم خپل ټول ځوانان د ډول په ډنګ سره راټولوي او د خپل قوم بيرغ پورته کوي او دې شخړې سيمې ته روانيږي، په ټوله لاره ډول وهل کيږي ددې،  کار موخه دا ده چې په جګړه کې ښکيل قومونه په دې وپوهيږي، چې کوم قوم ددوى جګړې ته د منځګړيتوب لپاره راروان دى په هر صورت دا قوم چې د جګړې ځاى ته ورسيد ، نو په پيل کې کوښښ کوي ، چې د خبرو له لارې دا ستونزه هواره کړي او که په خبرو ونه شوه، نو بيا د جګړې ډګر ته ور دانګې او هر هغه څوک چې ددوى د پريکړې يانې اوربند څخه يې سرغړونه کوله نيسې يې او وهي ټکوي يې او په کورونو کې يې بندوي تر دې چې دواړه لوري خبرو کولو  اوپه  جرګې کې يې  دکښينولو لپاره  اماده کړي، البته بايد يادونه وکړم چې په دې برخه کې يواځې د درېيم يا مينځګړي قوم ځوانان برخه اخلي . کله چې دواړه لوري خبرو ته اماده شول ، نو د دواړو قومونو يانې په شخړه کې د  ښکيلوقومونو سپين ږيري د درېيم قوم يانې د منځګړي قوم د سپين ږيرو د نذارت او د نظر لاندې يو بل سره  خبرو ته کښيني او بالاخيره پيدا شوې ستونزه د خبرو له لارې هواره شي، نو همدا وخت دى چې د درېيم قوم يا منځګړي قوم ځوانانو ته د خپلې دې بريا لپاره د اتڼ موقع په لاس ورځي او په دې اتڼ کې د دواړو قومونو يانې په شخړه کې د ښکيلو قومونو ځوانان هم برخه اخلي او سيالي کوي ، اتڼ ځينې په زړه پورې دودونه هم لري ، چې اتڼ نور هم پرې ښايسته کيږي دلته په همدې دودونو  په لنډه توګه يوه رڼا واچوو ،
١_ اتڼ کول
٢_ څڼې اچول
٣_ ګډا کول
٤_ په اتڼ کې سيالي کول
دا هغه څلور دوده دې ،چې په اټن کې پاملرنه ورته کيږي او اتڼ پرې ښايسته کيږي.
 په پيل کې اتڼ ، اتڼ ګډا ته نه، بلکې د همدې ګډا په پيل کې ولسي سندرو او اتڼ يزو سندرو ته وايي ،چې د اتڼ په ګډا کې د برخوالو ځوانانوله خوا ويل کيږي، خو يو ډول سيالي په دې برخه کې شته د اتڼ برخوال ځوانان په دوو برخو ويشل کيږي او په همدې سندرو کې يو ډول سوال او ځواب سره کوي او هره ډله کوښښ کوي، چې د بلې ډلې د ځواب ويلو تر څنګ د دوى آواز هم لوړ وي . دا سندرې ټولې ولسي سندرې دي چې له ډيرو وختونو څخه سينه پر سينه تر اوسه را رسيدلې دي ، چې يو څو بيلګې يې دا دي
  اتڼ کې جونه ډيرې
زما نظر په تا دى نا دى  تکې تورې
ړنګ شې کندهاره
څلور دې دروازې څلور قلفونه
دى، دى خورې دى، دى
چيلم په سر نرى، نرى لومى دى
توديږي د غرمې واى
توديږي د غرمې تنور توديږي
چټه ورته ناسته
پر مخ يې رنګارنګ خولې بهيږي
پاڼ لاندې مې سترګې
د پاڼ لاندې مې سترګې سترګې تورولې
پاڼ راباندې ړنګ شو
منګولې مې په يار ، يار ولګولې
 او دې ته ورته ډيرې نورې ولسي سندرې او که په بل ډول ووايو  اتڼ يزې سندرې شته ، چې په اتڼ کې ترې کار اخيستل کيږي .
٢-  په ملي اتڼ کې د څڼو درلودل يا د څڼو ګډول دي ، بايد يادونه وکړم چې په لرو پرتو او يا غرنيو سيمو کې ډيرى ځوانان د ښکلو ځڼو پريښودولو دود هم نمانځي او له ډيرو وختونو  څخه را په دې خوايې دا دود ساتلى دى او ډيرى ځوانان ښکلې څڼې لري او کوم وخت چې اتڼ کوي خپلې څڼې په ډير ښکلي انداز سره غورځوي او خپله ګډا پرې ښايسته کوي خو يوه د پام وړه خبره د څڼو په برخه کې دا ده چې په اتڼونو کې د ډول وهونکى د اتڼ کونکو په منځ کې ولاړ وي نو ترې را چاپير ځوانان په ډول وهونکي را ټلوليږي او خپلې څڼې ورته اچوي، چې دا په دې مانا ده چې دا ځوانان ( ډم ) يا ډول وهونکي نازوي او ډول وهونکي په دې کار خوشاليږي او مستيږي .
٣- وار رسيږي ګډا ته هغې ګډا ته چې اتڼ ورته ويل کيږي په داسې حال کې چې د اتڼ سندرو ته يوه خواشوي ځوانان لاس په لاس يو آرام ډول ته يو قدم مخته او يو قدم شاته کيږي او د ډول سره خپل حرکت تنظيموي د ډول وهونکي د ډول د بدلون سره خپل لاسونه سره پريږدي او په هغو حرکاتو پيل کوي چې د اتڼ ګډا پرې پيل کيږي همدا دى چې ګډا يا اتڼ پيل کيږي . په دې وخت کې په  اتڼ کې د برخوالو له منځه داسې يو څوک چې اتڼ يې ښه زده دى ددې ډلې سر ته راځي او  ګډا کوي او نورټول  برخوال هم هغه حراکات چې د سر ځوان يا ( اتڼچي)  تر سره کوي تعقيبوي او د دايرې په شان تاويږي .
٤- په اتڼ کې سيالي ، ما وړاندې هم يادونه کړې وه چې د اتڼ د سندرو په برخه کې د اتڼ چيانو تر منځ د سندرو يا سوال اوځواب سيالي کيږي ،خو په ګډا کې هم يو ډول سيالي شته هغه دا چې هر يو ځوان کوښښ کوي چې د ګډا تر پايه پاتې شي او خپل ټول سيالان ستړي ګړي  دا سيالي ډيره خوندوره سيالي ده ځکه چې ګډا ډيره ورسره تيزيږي ددې لپاره چې دا ځوانان غواړي له يو خوا خپله وړتيا ښکاره کړي او له بل پلوه خپل سيال هم ستړى کړي، خو بايد يادونه وکړم چې په اټن کې دا سيالۍ هر وخت په هر مناسبت کې کيږي خو په داسې وختونو کې دا سيالي ډير زور اخلي چې يا خو د دوو قومونو تر منځ د شخړې د هواري لپاره کوم درېيم قوم سيمې ته تللي وي چې په داسې وخت کې په شخړه کې دښکيلو  دواړو قومونو ځوانان ځانونه غښتلي ښکاره کړي  او د درېيم قوم يا منځګړي قوم ځوانان هم ددې لپاره ځانونه غښتلي ښکاره کوي، چې د دواړو قومونو تر منځ يې شخړه په خپل مټ او خپل زيار سره هواره کړې ده او دويم په داسې حال کې   چې د ديوه کلي ځوان په بل کلي کې واده کړى وي او د ناوې د راوستلو پر مهال دا د اتڼ سيالي د داړو کليو د ځوانانو تر منځ تر سره کيږي، نو دا وخت هم دا سيالي ډيره زور اخلي او ډيره خوندوره کيږي . بايد يادونه وکړو چې دا د اتڼ هغه دودنه دي چې د پکيتاولايت د اريوب ځاځيوپه سيمه  او د نوموړي ولايت په نورو  اړوندو سيموکې تر سره کيږي او يوه خبره بايد له پامه ونه باسو هغه دا چې په دې ملي دود يانې اتڼ کې  ښځې هم برخه اخلي خو يواځې په ودونو او نورو کورنيو خوشحاليو کې اتڼ د ښځو له خوا تر سره کيږي  په خاصو ورځو او نورو مناسباتي ورځو کې ښځې دا دود يانې اتڼ نه تر سره کوي.