ليکنه : صفيه حليم  
په ۱۹۹۲ م د پکتيا په يوه کلي کې چا د منګي نه اوبه راواړولې نود زړې زمانې يوه سکه هم ورسره راولوېده. اوبه له يوه کوهي (څاه) نه راوړل شوې وې. دا خبره خوله په خوله شوه او د کلي واړه زاړه هغه کوهي ته ورمات شول. چا د ځان سره بيلچې او کودالونه هم رااخيستي و، چا په هغې ځمکې دعوا وکړه، جنګ ونښت  او څو کسان پکې ټپيان شول.
دا کلی د ګردېز نه درې پنځوس کلومتر شمال ختيځ کې د سېد کرم په  ولسولۍ کې دى او ميرزاکه نومېږي. ځينې يې ” ميرزاکا ” هم بولي. د پکتيا خلک وايي، چې “ميرزاکه” او “تخته بيکا” دوه خوېندې وې ، چې څلور زره کاله پخوا دلته اوسېدې او د دوى په نوم کلى جوړ و. هغه وخت دوه وروڼه ” ګبر ” او ” زمر” هم و چې په نومونو يې کلي اباد دي. د ميرزاکې کلى دوه لارې لري، چې يوه يې څمکنيو نه خوست او د پولې نه اخوا پاړه چنارته وتلې ده. بله ګردېز ته ورځي.
په ۱۹۷۸ م د اپريل په مياشت کې له انقلاب نه وروسته، په افغانستان کی ګډ وډي شوه او ډېرخلک د سيمې نه ووتل. د روسانو د وتلو سره ځينې کورنۍ بيرته راغلې. د پيړۍ په وروستۍ لسيزه کې د جنګ له کبله خلکو قانون پخپل لاس کې واخست . په ميرزاکه کې قومي مشرانو جرګه وکړه اوټول په دې رضا شول چې د کوم ځاى نه سکه موندل شوې وه، هلته به اشر وکړي او هر څه به پخپلو کې وويشي. څرګنده نه ده چې څومره کسانو به کنستون کړی وي خو د ځاى قوماندان ورته د ژغورنې ډاډ ورکړى و.
د چينې اوبه يوه کوهي ته راتلې چې په سرکې يې د خاورو د منګو، کټوو، کاسو او د کوزو کودړي و . کنده پنځه متره ژوره وکيندل شوه نو د لرګي پخوانيو دړو لاندې په يو کوهي کې د سرو او سپينو زرو توکي اوسکې پيدا شوې. د کلي خلکو په نوي جوش کودالونه او بيلچې ورته ونيولې، څادرونه له سکو، ګاڼو، مهرونو، لوښو، مجسمو او نورو زينتي شيانو ډک شول. د سرو زرو وړې پلنې ټوټې وې چې ورباندې ليکنه شوې وه. په ګاڼو د پيل (هاتي)، پړانګ، هوسۍ اود ځينو داسې ځناورو نقشونه و، چې په افغانستان کې اوس نه موندل کېږي. د سرو زرو ځينې مجسمې، د مار، هاتي،  پړانګ او د زرکې په شکل جوړې وې.
د بي بي سي پښتو خپرونو په ۱۹۹۳ م کې د دې خزانې د توکو په اړه په لومړي ځل خبرخپور کړ . ورپسې څو کسانو پلټنې وکړې ، خو پوره  حال يې د چا له خولې نشواى اخيستى. په ۱۹۹۵ م کې مې خپل يو همکار نه چې د سيمې اوسېدونکى و، په دې اړه معلومات وغوښتل. هغه څو ورځې وروسته خبر راکړ  چې د پکتيا د سيمې نه هيڅوک خبرې کول نه غواړي او د پيښور د زرګرانو د بازار يو دوکاندار له خولې يې عمومي معلومات ترلاسه کړي دي. د دې سيمې يو کس نه مې په ټيليفون پوښتنه وکړه نو راته يې ووېل چې خزانه موندل شوې خوقوم پخپله د دې د ساتنې فېصله کړې ده او کله چې يو مرکزي حکومت جوړشو نو بيا به پرې علمي څېړنې  وشي.
د افغانستان لرغون پوهان او د تاريخ استادان نورو ملکونوته وتلي و. د ميرزاکې هغه خلک چې پيښورته تلل راتلل، د زرګرانو په بازار کې هغه کاروباريان وموندل چې داسې توکي به يې اخيستل. دوى خبرنه و چې ځينې لرغوني توکي د سرو او د سپينو زرو نه زياته ګرانه بيه لري او پخپلې ناپوهۍ کې يې ډېر څه د ون ( تول) په حساب وپلورل. کله چې خبر شول چې د پيښورهټۍ وال دا توکي په بهرنيانو ګرانه بيه خرڅول نوخپله د مشتريانو په لټون شول.
په ۱۹۹۴ م کې د سريلنکا يو لرغون پوهه، د سکو د تاريخ متخصص “اوسمنډ ېبوپارچي” پيښورته تللى و اوهلته په يوې هټۍ کې   د ميرزکې د خزانې څو توکي وليدل. دا د سرو زرو د ماتو شويو ګاڼو ټوټې وې. داسې ښکاريده چې قوم دا توکي د وزن په حساب سره وېشل نو ځکه يې مات کړي و. هټۍ وال د اوسمنډ بوپارچي مخې ته شپږ بورۍ د سکو کېښودې چې د هرې يوې وزن پنځوس کيلو ګرام و.
په ميرزاکه کې د سکو لومړۍ خزانه هم په ۱۹۴۷ م ( ۱۳۳۶ ش) کال کې تصادفي وموندل شوه. په کابل کې د فرانسې د لرغون پوهنې ډله چې استاد احمد علي کهزاد ورسره مل و، ميرزاکې ته ولاړل. په هغه غونډۍ کې يې پلټنې وکړې او د لسو زرو شاو خوا سکې يې وموندلې چې دافغانستان د بېلا بېلو باچاهانو نومونه پرې کښلي او څېرې پرې جوړې وې. د دې سکو پربنسټ څېړنو کې د سيمې د لرغوني تاريخ ماتې کړۍ يو ځاى شوې. دوو فرانسوي لرغون پوهانو”ډي-شلومبرگر” او “آر-کيوريل” په دی اړه يو کتاب وليکلو او سکې د کابل په موزيم کې وساتل شوې. د دې موندنو نه وروسته د ظاهر شاه حکومت په دې ځاى په کيندنو بنديز ولګاوه .
په دې لومړۍ خزانه کې ۵۸۳۷ هندي او تر ټولو زړې سکې پکې د ۴۰۰ ق-م پيړۍ نه وې. په دې کې ۵ سکې د يونان، ۲۷۵۷ باختر يوناني او هندي يوناني، ۴۳۹۰ د هندي ساکايانو، ۲۹ هندي پارتيانو او ۳۷ سکې د کشان دورې وې. دا ټولې په کابل موزيم کې ايښې وې او د مجاهدينو د حکومت پر وخت لوټ شوې.
اوسمنډ بوپارچي په فرانسې کې  لوړې زده کړې کړي او د لرغون پوهنې په مضمون کې د مسکوکاتو تخصص لري. کله چې ده په پېښور کې سکې وليدې، نود هغوى له حالت نه ښکارېده ، چې تازه له ځمکې راوتلي او په ټولو سکو خټه او تور سلفايډ نښتي و. هغه ته وويل شول ، چې په لومړي سرکې د موندل شويو سکو وزن څلور ټنه ( ۹۰۰ کلوګرام ) و. په دې کې د سرو، سپينو او برونزو سکې وې، چې شمېره يې پنځه نيم لکه ( پنځه سوه زره) جوړېږي. د ۳۰۰ کلوګرام وزن د سپينو او سرو زرو نورتوکي هم وچې شمېره يې نه ده څرګنده ، ځکه ځينې توکي لوى او ځينې ډېر واړه و. بوپارچي وايي، ” د دې خزانې په اړه زما معلومات يواځې تر سکو پورې محدود دي. زما مخې ته د سکو شپږ بورۍ ډکې ايښې وې، چې د هر يوې وزن پنځوس کيلوګرام و.” هغه دا سکې په تادۍ کتلي ځکه هټۍ وال په وېره و. د اندازو تر مخه دلته دوه درې ټنه په وزن د سرو، سپينو او د برونزو سکې وې.
د ميرزکې لومړي پلټونکي او کنستونکي وايي، چې هغه وخت سکې دوي له دوو باوليو رابرسيره کړې وې. دوى اټکل کړى و چې پخوا به خلکو د نذر لپاره په اوبو کې سکې او نور قيمتي شيان غورځول. لرغون پوهان دې نتيجې ته ځکه رسېدلي و، چې زياتې سکې پکې وړې او د برونز وې او يوناني دراخمه (درهم) سکې وې ، چې ارزښت يې ټيټ و. بله دا چې سکې د تاريخ د يوې دورې نه، بلکې د پرله پسې باچاهانواو د زمانو نه راپاتې يو ځاى راټولې وې. په هغه خزانه کې تر ټولو زړه د څلورم ق-م هندي موريه سلطنت سکه وه. نوي سکې د کشان باچا “وسودېوا” د وخت وې چې د دويم ميلادي پيړۍ په وروستيوکې د افغانستان واکمن و.
بوپارچي وايي چې د ميرز کې د لومړۍ خزانې په اړه زه هم په دې نظر ووم چې خلکو د پيړيو راهيسې يو مقدس تالاب يا چينې کې پيسې غورځولې او ټولې په يو ځاى وموندل شوې. خو د دويمې خزانې سکو ته په کتلوهغه شکمن شو. دى ليکي. ” که دوى د هرې عقيدې منونکي و، خو هيڅوک به د سرو زرو شيان، مجسمې، ګاڼې او زينتي توکي په داسې يو تالاب يا چينې کې نه غورځوي.” په دې سکو کې د “هرميوس” باچا او د دويم “ازيس ” باچا له مړينې وروسته د دوى په نوم جاري شوې سکې هم شته چې دا مفروضه غلطه ثابتوي. درېيمه دا چې د سکو هغه ډيلران چې د ميرزکې د خزانې ځاى ته ورغلي و، بوپارچي ته وويل چې هغه ځاى کې نه خو د يوې زړې يا لرغونې ودانۍ نښې وې او نه پکې څه جوړښت و ، چې څوک ووايي هلته يو مقدس تالاب يا عبادت ځاى و.
هغو فرانسويانو چې په ۱۹۴۸ م کې د احمد علي کهزاد په ملتيا په لومړي ځل ميرز کې کې سکې موندلي، دوى هم حيران  و چې د سکو په ځاى کې نه د يوې لرغونې ودانۍ اثار و او نه څه داسې نښې وې چې ګنې دلته يو تعمير هم موجود و.
د لومړي په شان دويمه خزانه هم په يوکوهي کې وه. ځينې خلک په دې باور دي چې يو چا د شاهي ماڼيو او عبادت خانو نه قيمتي شيان لوټ کړل. په تادۍ کې يې دلته راوړل او په کوهي کې يې واچول چې يوه ورځ به بيرته ورپسې راځي. د دې يو ثبوت هغه د لرګي تختې اودړې وې چې د کوهي خوله پرې بنده شوې وه. کومو خلکو چې خزانه دلته راوړې او پټه کړې وه ممکن په تېښته و او بيا ورپسې رانغلل او نه ده معلومه چې ولې؟ بيا دا سکې او نورتوکي دوه زره کاله تر  اوبو لاندې پټ و.
د ميرزکې خزانه د ۱۹۹۳ م نه تر ۱۹۹۵ پورې په لوی لاس، بې له دې چې حکومت يا څوک افغاني لرغون پوهه پرې خبر شوي واى، په بهرنيانو خرڅه شوه چې د پېښور په بازارونو کې لرغونو توکو پسې به ګرځېدل.
هغه وخت د زرګرانو په بازار کې يو دوکاندار راته ويلي و چې زموږ ټوله ګټه له دې خلکو وي. جاپانيان هر وخت راځي او ډېرې پيسې راکوي، د جرمني او فرانسې خلک هم سودا کوي. د ميرزکې د سرو زرو سکې او ګاڼې، جاپاني، بريتانوي، الماني او امريکايي سېلانيانو په ميليونو ډالرو واخيستل. اوسمنډ بوپارجي د ميرزکې په اړه راپور وليکلو وايي، چې د دې ځاى يوې سکې ته شل زره ډالره بيه ټاکل شوې وه. ” د دې توکو تر ټولو لويه برخه چې درې ټنه وزن لري، اوس په برسلز (بروکسل) کی ساتل شوې ده.” څرګنده نه ده چې دا څه وخت هلته يوړل شوه.
ځينو نايابه او ښکليو سکو د جاپان موزيم ته لاره وکړه. د سرو زرو يوه سکه چې د اسکندر مقدوني څېره پرې جوړه ده، په لندن کې د يو کس سره پيدا شوه چې هغه يې چا ته ورکول نه غواړي. خو د دې د عکس اخيستو اجازه يې ورکړه. د سکو د پلورلو لپاره د لرغونو توکو کاروباريانو پخپله د نړۍ لويو او شتمنو موزيمونو سره اړيکې ټينګې کړې. د دې لپاره چې څوک پرې شک ونکړي، دا يې وويل چې سکې د آمو د سيند نه يې موندلې دي.
د طالبانو د حکومت له ړنګيدو وروسته بوپارچي د ۲۰۰۴ م په ژمي کې پخپله ميرزکې ته ولاړ  او د ځينو سکو عکسونه چې ده د نړۍ په بېلا بېلو موزيمونو کې اخيستي و، څو کلي والو ته يې ورښکاره کړل. دى وايي، هغو کسانو دا سکې سمدلاسه وپېژندلې او راته يې هغه ځاى هم په نښه کړ  چې پخپلو لاسونو يې دا له خاورو رابرسيره کړې و.
په نړۍ کې د مسکوکاتو ماهران د دې خزانې په اړه خبر دي او وايي چې ډېرو لويو موزيمونو سره د ميرزکې څو سکې شته دي.
د اندازو ترمخه د ميرزکې په دويم غونډ کې د درېيو او څلورو لکو(څلور سوه زره) تر منځ سکې موندل شوې دي. د دې لوټ شوې خزانې په اړه يوه پوښتنه پاتې ده چې دا څه وخت په هغه کوهي کې پټه کړاې شوې. خو دا کار هله کېداى شواى، چې د مسکوکاتو ماهرانو ليدلى او د هرې دورې سکې يې ترې بېلې کړې، د دوى ژبه يې  لوستې او بيا يې ترې نتيجه اخستې واى. د دې هر څه نه وړاندې د سکو پاکول ضرور وي او دا يواځې په اوبو وينځلو نه پاکېږي. په دوى د اوبو مالګه نښتې وه او د هغې لرې کول يواځې هغه څوک کولى شي چې په چل يې پوهېږي.
ډاکټراوسمنډ بوپارچي وايي، چې د ميرزکې خزانه په دويم ميلادي پيړۍ کې د هويشکا باچا يا د وسو ديوا پر وخت هلته اېښودل شوې وه ، ځکه په خزانه کې د دوى د سکو نه د وروسته دورې سکې نشته. په دې کې د ميلاد نه د وړاندې پېړيو د سکو شته والى ښايي چې دا به د وړاندې نه په هغو خزانو يا خزانه کې موجودې وې.
هم دغسې زړې سکې په آې خانم کې هم فرانسويانو موندلي ، چې په ۱۴۵ ق-م بي نه هلته پراته و. په آې خانم کې د هند د موريه سلطنت ۶۷۷ سکې موندل شوې وې چې په درېيم ق-م پيړۍ کې يې افغانستان په لاس کې و. په دې کې د ۳۹ پيژندل شويو باچاهانو د وخت سکې وې ، چې ځينو په افغانستان او پاکستان حکومت کړى دى.
د مسکوکاتو ماهرانو د ځينو سکو پر مخ ليکلې ژبه ولوسته او د تاريخونو سره يې د باختر يونان باچاهانو نومونه وليکل. هغه سکې چې د باچاهانو په ژوند او د هغه له مړينې وروسته ضرب شوې وې، توپير لري.
د ميرزکې د شپږو بوريو د منونو سکو نه ايله ۴۱۸ سکې يو لرغون پوهه دڅيړنې لپاره واخيستې. په دې خزانه کې ۱۱۲ داسې سکې دي چې تر اوسه د افغانستان په تاريخ کې ثبت شوې هم نه دي. د بېلا بېلو باچاهانو د وخت سکو نه علاوه د هغوى د مړينې نه وروسته د هغو سکو بدل ضرب شوې سکې هم شته چې ورباندې خروشتي ژبه ليکل شوې وه.
ډاکټر اوسمنډ بوپارچي ليکي، ” په خزانه کې د لرغوني هند، يوناني، يونان باختري، هندي يوناني، هندي ساکاي،هندي پارتياي،کشان اود هندي ساکاي د دويم باچا ازيس اود هرميوس باچا سکې ډېرې وې. د ميناندر نومې لومړي باچا د يوناني ډوله درهم ( تيترادراخما) سکې داسې وې چې پخوا نه وې ليدل شوې او يو نااشنا ژبه پرې ليکل شوې وه. د دې سکې په يو مخ ميناندر باچا چې تاج او خولۍ دواړه يې پر سردي، په ښي لاس د نيزې غورځولو په حال دی. بل مخ ته يې د يوناني اتينا اسطوره او په نيم دايرې کې يوناني ژبه ليکلې ده.”
هغه د ميرزکې په غونډ کی يوه نايابه تاريخي سکه وليده. وايي، ” ترټولو حيرانونکې د ” ناستين ” باچا سکه وه. په هند کې د پارس د دې باچا په اړه هيڅوک معلومات نه لري. په دې سکه يوناني ژبې کې ليکلي و، ” ناستينيز خاترانو” نو دا ښايي چې د باچا نوم ناستين او د پلار نوم يې خاتران و. ناستين هندي نوم نه دى اوکېداى شي چې ايراني يا ايران باختري باچا و.”
دا پوښتنه تراوسه ځواب نشوه ، چې ناستين باچا څوک و؟
د سرو زرو په دړو ليکل شوې نااشنا ژبه څه وه؟
د ميرزکې نه چور شوې خزانه نورو ملکونو ته ورسېده او د تېرو څو کلونو راهيسې د انټرنيټ د لارې خرڅيږي.
که باورمو نه وي، نو په ګوګل کې د ” ګريک بيکټريا کواين” توري وليکئ.

سرچينې
۱. په پاکستان کې د کشان نه وړاندې دورسکې. بوپارچي، امان الرحمان. ۱۹۹۵م. مغل چاپ او خپروندويه اداره. کراچي.
۲. د سيمې د خلکو راديويي مرکې.
د خپرېدو نېټه
۲۵ جون – ۲۰۱۳
 
 يادونه :  د پژواک اداره د يادې ليکوالې دغه ليکنه له کوم بدلون پرته کټ مټ خپروي.