د صفيه حليم ليکنه
د زابل په نوم يو ښار په ايران کی هم شته چې ” زابول” تلفظ کېږي ،خو دلته د هغه سلطنت خبره کوو ، چې دوه نيم زره کاله پخوا د هند او د پارس ( ايران) تر منځ خپلواکه سيمه وه.
د ۵۵۰ ق م نه وړاندې د برونزو په دوره کې د زابل شمالي سيمې د لرغونې “ميډز يا ميډيا” سلطنت په لاس کې وې، چې د ايران يوه پخوانۍ شاهي کورنۍ وه. بيا دا د هخاميني ټبر په لاس کې شوه. د مقدونيې اسکندر په ۳۲۰ ق م کی د هرات سره سره زابل هم ونيوه، چې د ” اراکوزيا يا اسکندريه د يوې برخې په توګه اداره کيده.
په ۳۰۵ ق م کی د زابل مشر د يوناني واک نه پړى وشلوو او د هند د موريا سلطنت ملګري شول، خو په ۱۸۵ ق م کې د يونان باختر واکمنو بيا ونيوه او اخر د هندي يوناني سيمه شوه.
د ميلادي پېړۍ په لومړيو سلو کلونو کې تاريخ نه دى څرګند ، خو د کوشانيانو په دوره کې زابل د دې پراخه سلطنت يوه برخه وه او ښايي هم هغه وخت د برهمني ( هندو) سره سره پکې بودايي دين هم خپور شو. په ځينو تاريخونو کې زابل د ” زابلستان ” د سلطنت مرکز په توګه ليکل شوی دی، چې غزني ، غور او کندهار يې ښارونه و.
د لوېديځ ځينې څېړونکي لکه جوزف مارکوارټ او ګريشمن په دې باور دى، چې زابل او زابلستان د ” يفتليانو د ژبې توري دي. يفتليان د څلورمې او پنځمې ميلادي پېړيو تر منځ د افغانستان د شمال نه حملې پېل کړې او د کوشاني تمدن نښې يې ورانې کړې.
د هندوکش غرونوپه جنوب کی د يفتليانو د شتون خبره ناندريزه ده. څوک وايي چې دوى د امو سيند نه پوزرې راووتل، د غور بند د لارې باميانو او ورپسې کابل ته ولاړل او بيا يې ختيځ ته مخه کړه. د يفتليانو په اړه دوه مهمې سرچينې د دوو چينايي سفيرانو نه پاى دى چې يو “وای شو” او بل “سونګ يون” نومېږي. دوی دواړو د باميانو او د کاپيسا په اړه يوه ليکه هم نه ده کښلې چې د تاريخونو په رڼا کې د نورو سيمو سره سره هغه وخت د يفتليانو په کنټرول کی وې. نو ځکه پوهان دا دليل وړاندې کوي چې ممکن يفتليان د تخارستان د لارې ګندهارا کی ور داخل شول چې د هندو کش ختيځه لاره وه. په داسې حالت کی دوی زابلستان ته د تلو جوګه نه و.
” وای شو” د زابلستان په اړه ليکي، چې دی سلطنت په ۴۷۷ م کې خپل سفارت د شمالي وای (چين) پلازمېنې ته ور استولى و. دوى جيچانګ، جودولو او سرواستي ته ( دا درې واړه شمال لوېديځ هند سيمې وې او کيداريان پرې حاکم و) هم خپل استازي وروولېږل. نو دا امکان دی چې دوى د يفتليانو سره د جنګيدو لپاره د يو بهرني ځواک نه مرسته غوښتې وي. د زابلستان د سلطنت پلازمېنه غزني وه.
بېلا بېل تاريخونه د دې خبرې پخلى کوي چې د زابلستان واکمن په خټه د کابل شاهانو خپلوان و. دوى د پارس په پرتله له هند سره زيات نږدې و. عرب جغرافيه ليکونکي د زابلستان باچا د ” الهند” د باچا په توګه راپېژني او وايي چې د دوى لقب ” زنبيل” و. په ۵۶۵ م کې د پارس او د ترکانو ګډو ځواکونو د افغانستان زياتې برخې ونيولې، نو زابلستان لومړى د کاپيسا او ورپسې د کابل شاهانو په لاس کې و.
په عربي خاوره د اسلام له خپرېدو څخه وروسته د اميرمعاويه په خلافت کې په زابلستان څو وارې حملې وشوې خو دلته يې سخت مقاومت کيده. د عربانو له خوا د ۶۵۰ م نه وروسته په زابلستان زور راغى، چې په سيستان کې يې د خپل پوځ يو پياوړى مرکز جوړ کړی و. د زابلستان باچا لومړى د خپل دفاع لپاره وجنګېد  او څه موده وروسته د سلم بن ذياد سره يې روغه وکړه او خپل لښکر يې اسلامي ځواک سره يو ځاى کړ .
خو د سيمې خلک تر هغه هم نه و مسلمانان شوي او د دوى په هندو او بودايي معبدونو کې عبادت هم هغسې کيده. “هوی چاو” په ۷۰۰ م کې ليکي چې په زابلستان کی ډېر خانقاوې او راهبان موجود و. او هلته د بودايانو لپاره حالت هم هغسې موافق و لکه چې په ګندهارا کی و. د “تنګی سفېدک” نه موندل شوې يوه لرغونې ليکنه په ۷۲۴ م کی د زابلستان په شمالي صوبه کې د يوې سټوپې په اړه معلومات ورکوي، چې د “خوراس” زوې ” الخيس” له خوا جوړه شوه. الخيس د ” ګاذان” مشر و او سيمز ويليم وايي چې د “الخون” د يفتليانو نوم ښکاري.
دا هم حقيقت دی چې د زابل سفارتونو تر ۷۵۳ م پورې “تانګ” (چين) ته سفرونه وکړل، چې د مسلمانانو پر ضد سياسی او پوځي اعتلاف د جوړيدو نښې وې. دا ښايي چې د دې ځاى واکمنو هغه وخت هم د بوديزم ملا تړ کاوه . د زابلستان او کابلستان بودايي او برهمني عقيدو شاهانو پخپلو کې ناندرۍ وهلې خو څه نا څه دوه سوه کاله دوى د اسلامي لښکرو په مقابل کې په ګډه ودريدل.
په ۸۷۰ م کې د زرنج اوسيدونکې د سيستان واکمن ” يعقوب سفاري ” يو لوى لښکر سره په زابلستان حمله وکړه، باچا يې وواژه او زابليانو اسلام ته غاړه کېښوده. په غزني کې د دې د شاهي ټبر پاتې غړي يا کابل او يا کندهار ته  لاړل.
په ۹۶۳ م کې يو ترک الپتګين د زابلستان په مرکز غزني کې خپل حکومت جوړ کړ . ده په شاو خوا سيمو حمله وکړه او دا يې پخپل قلمرو کې شامل کړل. درې کاله وروستو الپتګين مړ شو، نو د واک لپاره جنګ ونښت . ده کوماندان بلکتګين واکمن شو، خو هغه نه واک ېو مريې ” پيرايي” واخيست .
د زابل د وروستي باچا زوى ” لاويک” يا “لوياک” نوميده، چې د کابل شاهانو يوه شهزادګۍ يې مېرمنه وه. د اسلام د منلو سره دې د ابو علي لوياک په نوم وپېژندل شو. ده د کابل شاهي واکمنو سره يو ځاى د غزني د خلکو په بلنه د هغه ځاى واکمن ” پيرايي” لرې کړ  او غزني يو وارې بيا د زابلستان سره شوه.
په يولسمې ميلادي پېړۍ کې د الپتګين يوغلام سبکتګين ځواکمن شو او يوه مېرمنه يې د زابلستان د شاهي ټبر نه وه. په دې توګه د زابلستان ټولې سيمې د ده او ورستو د ده د زوى محمود ( غزنوي) په لاس کې شوې. له هغه وروسته غزني د زابل نه بېل لکه د يو خپلواک سلطنت اداره کيد. په شاه نامه کې د زابلستان او د سيستان توري د يو بل د متبادل په توګه کارول شوي دي او د زابلستان په ځاى زابل نوم کارېده.
د دولسمې ميلادي پېړۍ نه وروسته زابل د هرات، کندهاراو غزني په پرتله يو نومورکى ځاى شو چې زياته ځمکه ( په سلو کې ۷۲ ) يې غرونه دي. د دې شمال لوري غرونه د هزاره جاتو او د غور ولايت سره شريک  دي. زابل تر ۱۹۶۳ م کال پورې د کندهار يوه برخه وه ، خو اوس د افغانستان يو ولايت او کلات يې مرکزي ښار دی. په شمال کی يې اروزګان، لويديځ او جنوب کې کندهار او په ختيځ کې غزني او پکتيکا دي.   په غرونو کې يې د شاهانو سره سره د بودايي، برهمني او د بې شمېرو نورو عقيدو د خلکو نښې په خاورو کې پټې دي.
د زابلستان د لرغونو اثارو موندنه او پلټنې محدودې دي او هم دا ده چې د دې سيمې په اړه ټول تاريخونه نيمګړي دي. خو يوه خبره په هرې سرچينې کې راغلې ده او هغه دا چې زابلستان د هند او د پارس تر منځ  يو خپلواکه سلطنت و ، چې له باختر او خراسان سره يې هيڅ تړاو نه و.
سرچينې
۱. زابل او د زابل مشران. علامه عبد الحۍ حبيبي. شل مقالې. د تاريخي جغرافيې برخه. علامه حبيبي وېبپاڼه. کواياما ۲۰۰۲ م مخ ۱۲۸.
۲. برهمني واکمني يا هند او کابلي شاهي. احمد علي کهزاد. افغانستان د تاريخ په رڼا کې. د اورنگزېب ارشاد ژباړه. دانش خپرندويه ټولنه مارچ ۲۰۰۱ م.
۳. يفتليان او خانان. رومن گرشمېن. ۱۹۴۸ م
۴. په افغانستان کې بودايي دين. د کوواياما مقاله. ۲۰۰۲ م. برټش لايبرېرې.
۵. په باختر او هند کې يونانيان. دبليو. ډبليو. ټارن. اېډنبرا. منشي منوهرلال خپرونې. ډېلي ( ۱۹۵۱) بيا چاپ ۱۹۸۰ م.
۶. د تنگي سفيدک لرغوني توکي او ليکنې. پروفېسر سيمز ويليم او ټامس لي. ۲۰۰۳ م مقاله.
 
د خپرېدو نېټه
۱۰ ستمبر ۲۰۱۳ م
يادونه : د پژواک اداره د يادې ليکوالې دغه ليکنه له کومې کمونې او زياتونې پرته کټ مټ خپروي .