ليکوال : لاروى _ پکتيا- ګرديز  
 
د پکتيا ولايت د مچلغو بند د پروژې سرته رسېدو له پاره نږدې ۳۵ ميلیونه امريکايي ډالر د اسيايي بانک له خوا ځانګړي شوي دې، چې تر اوسه د يادو پيسو دوه فيصده مصرف او ۹۸ لا هم پاتې دي.
 
د دغه بند په جوړېدو سره به ۱۸۰۰۰ هکتاره ځمکه خړوب او ۸۰۰ کيلو واټه برېښنا توليد شي، چې د شاوخوا څو زره کورنو له پاره به برېښنايي اسانتياوې رامنځ ته کړي، د دې پروژې چارې بايد دوه کاله وړاندې پيل شوې وې، خو دا چې تراوسه يې چارې ځنډيدلې وې، شايد کومې امنيتي ستونزې موجودې وې، دا هغه خبر ده، چې د اوبو او برېښنا وزیر اسمعيل خان پکتیا ته د خپل لومړني سفر په ترڅ کې چې تير کال (14-07-1391) کړی و، پکتياوالو ته کړې وه .
وزیر دا هم وايي، چې دوه کاله ترمخه دا پروژه امضاء شوې، خو تر اوسه ځنډېدلې دا بايد په دريو کالو کې بشپړه شوې وه، تر اوسه څلوېښت فيصده بودیجه بايد مصرف شوې وای، خو لا هم دوه فيصده مصرف شوې ده.
خو اوس داسې ويل کېږي، چې د ياد بند د جوړېدو چارې د پکتيا يو شمېر وکيلانو په دې موخه ځڼډولي، چې وکيلان د وزارت څخه برخه غواړي او غواړي چې ياده پروژه د همدوی د شرکتونو له لوري پلي شي، د پکتيا وکيل مجيدي پر نواب منګل تور پورې کوي، چې منګل پر وزارت فشار راوړي ترڅو ياد قرارداد ونيسي، خو بيا نواب منګل پر مجيدي تور پورې کوي، چې د يادې پروژې د خنډ اصلي لامل مجيدي دی، مجيدي وزارت ته د حقيقت څخه ليرې معلومات انتقالوي، چې ګواکې په ياده ساحه کې امنيت نشته، او د وزارت مقام څخه يې غوښتنه کړې، چې ياده پروژه د ده شرکت ته ورکړي.
د پکتيا اوسيدونکي د ياد بند د نه جوړېدو او ياده پروژه د خنډ سره د مخ کېدو په اړه تشويشونه لري، دوی ياده پروژه د پکتيا او ګاونډي ولاياتونو لپاره حياتي او بنسټيزه پروژه بولي او زياتوي، چې ژر ترژره د يادې پروژې کارونه پلي شي، دوی دا ويره هم لري، چې که چيرته ياده پروژه پلي نشي دا امکان هم شته، چې اسيايي بانک دې پروژې ته تخصيص شوې پیسې مستردې کړي، دوی پر وکيلانو او د ابو او برېښنا پر وزارت غږي کوي، چې ژر ترژره دې يادې شوېو ستونزو ته د پای ټکی کېږدي، خو پدې ټکي هم ټينګار کوي، چې دا پروژه بايد په لومړي لاس او په ښه کيفيت پلي شي، پدې اړه قومي مشر حاجي خواني جهاني وويل (پروژه بايد په لوړ کيفيت مخ ته لاړه شي او لومړی لاس پروژه وي داسې نه چې دويم او درېيم لاس ته انتقالييږي يو يې په بل او بل يې په بل خرڅوي، ډېرې غوښتنې لرو خو بايد په دې کارونو کې ډېر پام وشي)
پاتې دې نه وي، چې د وزیر محمداسمعيل خان تر ژمنې مخته دوه ځله د يادې پروژې د پرانيستې ژمنې شوې خو ولې کارونه يې لاهم نه دي بشپړ شوي.
يادونه : دغه ليکنه د ليکوال نظر څرګندوي ، نه د پژواک ادارې .