ليکنه : الحاج محمد نادر سرشار
 
د کونړ ولايت د لوى افغانستان له لرغونو ولايتونو څخه دى، چې ډېرې طبيعي شتمنۍ، څپاند سيندونه او هسک هسک غرونه لري، چې په ځنګلونو پوښل شوي دي.
کونړ د افغانستان په تاريخ کې ډېر وياړونه لري، د بېلګې په توګه مقدوني سکندر ته په هېواد او اسلام مينو کونړيانو په اسمار کې نه هېرېدونکې او تاريخي ماتې ورکړه. دغه راز د اتلسمې پېړۍ په پاى او د نولسمې پېړۍ په پيل کې کونړيانو د انګرېزي ښکېلاکګرو پر وړاندې عملي مبارزې کړي. د کونړ باتورو مجاهدينو تل په کوزه پښتونخوا کې هم په دغه ښکېلاکګرو يرغلونه کړي دي، چې په مقابل کې يې انګرېزي ښکېلاکګر هم په کرار نه وو ناست، تل يې د کونړ د قومي مشرانو د ځپلو او له منځه وړلو په منظور د خپلو جاسوسي شبکو په وسيله رنګ رنګ دسيسې او توطيې په کار اچولې او عملي کولې.
د تاريخي کره معلوماتو له مخې کونړى علامه سيد جمال الدين افغان ددغه افغان دښمنو د ناولو نيتونو او زوراونو له امله خپل پلرنى ټاټوبى پرېښودلو ته اړ شو. علامه سيد جمال الدين افغان د افغانستان هغه ځلانده څېره ده، چې ټوله اسلامي او انساني نړۍ يې په نوم وياړ کوي، ځکه علامه سيد جمال الدين افغان د اسلامي امت د نجات او يووالي لپاره عملي پلانونه ترلاس لاندې لرل. علامه افغان تل هڅه کوله، چې ټول اسلامي امت يو موټى کړي، علامه د بهرنيو او کورنيو ښکېلاکګرو او مستبيدينو په وړاندې تل په افغاني او اسلامي جرات ولاړ و.
کونړيان له وطن، اسلام او خپلواکۍ سره زياته مينه لري، تل يې د هېواد د ازادۍ او خپلواکۍ د مبارزې او جګړې ډګر ته لومړى وردانګلي، چې غوره بېلګه يې پر 1357ل کال د غوايي د وسله وال پاڅون څخه څو مياشتې وروسته د واکمن رژيم په ضد د کونړيانو لومړنى پاڅون او مقاومت و، چې پر 1357ل کال د چنګاښ په مياشت کې لومړى په شيګل او بيا د پېچ په دره کې پيل شو.
په کونړ کې که څه هم مختلف توکمونه لکه: مومند، ماموند، سالارزي، ساپي، مشواڼي، کوهستاني، ګوجر او داسې نور اوسېږي، خو دې وروڼو قامونو تل د تاريخ په اوږدو کې د ورورولۍ ګډ ژوند کړى دى او د هېواد او اسلام د دښمنانو پر ضد په ګډ سنګر کې جنګېدلي دي. کونړيان په پښتني دودونو مئين دي، پښتو او پښتونولۍ يې په وينو او رګونو کې ځاى نيولى دى. که څه هم کونړيانو په هر مهال د هېواد لپاره ډېرې قربانۍ ورکړي دي، خو په خواشينۍ سره بايد وويل شي، چې په افغانستان کې حاکمو رژيمونو هېڅکله هم د کونړ ولايت د ابادۍ او پرمختګ او د کونړيانو د سوکالۍ لپاره هېڅ ډول اغېزمن کارونه سرته نه دي رسولي، بلکې کونړيان يې ځپلي او په ډله ييزه او انفرادي توګه وژلي او په شهادت رسولي دي، چې د 1358م کال د وري د 31 نېټې د کونړ ولايت د اسداباد پورې تړلى د کرالې د بې ګناه خلکو په شهادت رسول يې ښکاره بېلګه ده.
د کونړ ځنګلونه د ټول افغانستان د ځنګلونو په سلو کې (72) برخه جوړوي، چې په دې وروستيو کې دغه ځنګلونه د ځنګلونو د مافيا او د افغانستان د خلکو د سوکالۍ او ابادۍ د دښمنانو له خوا په ډېره ظالمانه او بې رحمانه توګه غوڅ او بهرنيو هېوادونو ته قاچاق شول، چې د ځنګلونو د خرڅلاو په سلو کې يو هم د کونړ او کونړيانو په ګټه نه دى لګول شوى.
کونړ پر ځنګلونو سربېره ډېر زيات کانونه او آن يورانيم لري، چې ټولې طبيعي زيرمې هم په افغانستان باندې د مسلطې مافيا له خوا په غېر فني توګه وېستل کېږي او له هېواد څخه بهر ته قاچاق او پلورل کېږي. دغه راز د کونړ سيند هم په افغانستان او سيمه کې ډېر شهرت لري، که د کونړ د سيند له اوبو څخه د ځمکو د خړوب او برېښنا د بندونو لپاره ګټه واخيستل شي، داسې لوى او باارزښته ګټور بندونه پرې جوړېداى شي، چې سارى به يې په سيمه کې نه وي.
د پورتنيو لنډو يادونو څخه موخه دا ده، چې کونړ ډېرې زياتې طبيعي شتمنۍ او زيرمې لري، که پاملرنه ورته وشي نو د يوې خوا به وزګار کونړيانو ته کار پيدا شي، له بلې خوا به کونړ اباد شي او ټول افغانستان ته به يې ګټه ورسېږي.
د چارو د سرته رسولو لپاره لانديني ټکي اړين برېښي:
الف: د کونړ په سيند د برېښنا د بندونو جوړول او په ځانګړې توګه د ارواښاد داود خان د واکمنۍ د وخت د اسمار د سور طاق د برېښنا د پروژې عملي کول، چې پر 1358ل کال يې په عملي کولو پيل کېده، چې له بده مرغه د 1357ل کال د غويي د بدلون له امله يې عملي بڼه غوره نه کړه.
ب: د کونړ د سمسورتيا او د کونړ له ځنګلونو څخه د اغېزمنې او پرځاى ګټې اخيستنې لپاره د ارواښاد داود خان د مهال د کونړ د پراختيا د پروژې بيا فعالول.
ج: د کونړ د لرګيو د اغېزمنې ګټې اخيستلو په منظور د څوکۍ په ولسوالۍ کې د کاغذ جوړولو د فابريکې، چې ماشينونه او نور وسايل يې پر 1992ع کال کې د تش په نامه اسلامي تنظيمونو له خوا د نورو ملي شتمنيو په څېر لوټ او تالا شوي او ودانۍ يې زورورو لاندې کړي، بيا ژوندي کول.
د: څرنګه چې د کونړ سيند هر کال په زرګونه جريبه ځمکې ته زيان رسوي، ددې زيان د مخنيوي لپاره اړينه ده، چې د کونړ سيند دواړو لورو ته استنادي دېوالونه جوړ شي.
هی: څرنګه چې د افغانستان په اوسني اساسي قانون کې په ټول افغانستان کې د متوازن لګښت تاکيد شوى، ددې لپاره چې د اساسي قانون دغه ماده په ښه توګه پلى او عملي شي، وړانديز دى چې په کونړ کې دې د مسلکي لوړو زده کړو عالي مړسسې او پوهنتون جوړ شي، ترڅو د کونړيانو بچي هم د هېواد د نورو ولايتونو په څېر د لوړو زده کړو برخمن شي.
په پاى کې د کونړ ولايت او د افغانستان واکمنو پاملرنه د پورتنيو وړانديزونو پلي کولو ته راګرځوو او په کونړيانو غږ کوم، چې حق اخيستل کېږي، بښل کېږي نه! نو تاسو هم هوښيار او رابېدار شئ او د خپلو روا حقوقو ټينګه او پرله پسې غوښتنه وکړئ .

 يادونه : دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندوى ده ، نه د پژواک ادارې