سرغړونې

چلال اباد (پژواک، ۶ مرغومی ۹۷): په ننګرهار کې د ولسي جرګې يو شمېر معترض نوماندان وايي چې ټاکنيز کمېسيونونه دې پاکې رايې له نا پاکو جلا کړي او يا دې هم بيا ځلي ټاکنو لپاره زمينه برابره کړي.

 

جلال اباد (پژواک، ۶ مرغومی ۹۷): په ننګرهار کې د ولسي جرګې يو شمېر معترض نوماندان وايي چې ټاکنيز کمېسيونونه دې پاکې رايې له نا پاکو جلا کړي او يا دې هم بيا ځلي ټاکنو لپاره زمينه برابره کړي.
دوی وايي، داسې اسناد په لاس کې لري چې په پايلو کې لاسوهنه شوې او لومړنۍ اعلان شوې پايلې د خلکو د کارول شوو رايو مطابق نه دي.
دغو معترضو نوماندانو چې په ډله کې يې يو شمېر ښځې هم وې، د مرغومي په ۶مه يې د دغه ولايت ولايتي شورا کې په همدې تړاو احتجاجي غونډه رابللې وه او ګواښ يې وکړ، که يې غوښتنې ونه منل شي، راتلونکې ولسمشريزې ټاکنې به وننګوي.

جلال اباد (پژواک، ۶ مرغومی ۹۷): د ننګرهار د ټاکنيزو شکايتونو دفتر وايي چې د دغه ولايت د ولسي جرګې ټاکنو تر اعلان وروسته ورسره د دغو پايلو په تړاو ۷۰ شکايتونه ثبت شوي دي.
د دوی د معلوماتو له مخې، د يادو شکايتونو په څېړلو سره به د ننګرهار پايلو کې ډېر تغیيرات رامنځته شي؛ ځکه ډېرو نوماندانو ته د هغوی اخيستې رايې هم نه دي شمېرل شوي.
په ننګرهار کې د ټاکنيزو شکايتونو د ولايتي دفتر رييس شکيب کامجو د مرغومي په ۶مه د يو خبري کنفرانس پر مهال وويل چې د دغه ولايت په تړاو لومړنۍ اعلان شوې پايلې له درغليو ډکې دي.

کندهار (پژواک، ۵ مرغومی ۹۷): په کندهار کې د ولسي جرګې یو شمېر معترض نوماندان نن د اعتراض په توګه د ټاکنیزو شکایتونو د کمېسیون مخې ته راټول شوي وو او ګواښ یې وکړ، که شکایتونو ته یې رسېدنه ونه شي، نو د دې ادارې دروازه به هم وتړي.
یو شمېر کاندیدان له خپلو یو شمېر پلویانو سره چې تېره ورځ يې د ټاکنو کمېسيون دروازه وتړله، نن له غرمې وروسته د ټاکنیزو شکایتونو د کمېسیون مخې ته راټول شول او غوښتنه یې کوله چې د دوی شکایتونه وڅېړل شي او پاکې رایې دې له ناپاکو جلا شي.

کندوز ښار (پژواک، ٥ لېندۍ ٩٧): په کندوز ولايت کې لسګونو ښځو د يوې اعتراضيه غونډې په ترڅ کې له ټاکنيزو کمېسيونونو غوښتنه وکړه چې پاکې رايې له ناپاکو بېلي کړي او حق حقدار ته وسپاري.
دغه ښځې نن (د مرغومي پنځمه) د کندوز په مرکز کې د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون مخې ته راټولې شوې وې.
د دغو اعتراض کوونکو ښځو له ډلې ولسي جرګې ته نوماندې مرضيې رستمي پژواک خبري اژانس ته وويل چې له دې غونډې د دوى اساسي موخه دا ده چې د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون بايد پاکې رايې له ناپاکو بېلې کړي.

جلال اباد (پژواک ۴ مرغومی ۹۷): د ننګرهار د شينوارو قوم اړوند د شپږو ولسواليو يو شمېر قومي مشرانو د ټاکنو د لومړنيو پایلو په غبرګون حکومت سره د پرېکون ګواښ وکړ.
دوی ويل، د ټاکنو لومړنۍ پايلې له درغليو ډکې دي، دوی ته د منلو وړ نه دي او که په کې بدلون رانه شي؛ نو حکومت سره به پرېکون وکړي.
دوی د مرغومي په ۴مه د دغه ولايت ولايتي شورا ته ورټول شوي وو او خپل غږ يې له رسنيو سره شريک کړ.
د دوی له ډلې يوه قومي مشر ملک کفتر خان وويل، د دغې اعتراضيه غونډې موخه په ټاکنو کې د دوی د رايو په برخه کې د شوې درغلۍ حق غوښتل دي.

جلال اباد (پژواک، ۴ مرغومی ۹۷): په ننګرهار کې د ولسي جرګې يو معترض نوماند وايي، د ټاکنو کمېسيون يې درې زره بايومټريک رايې باطلې کړې او ياد کمېسيون يې پر حق تېری کړی دی.
دی وايي، د خپلې دغې ادعا اسناد په لاس لري او د خپل حق غوښتلو برخه کې هر راز مدني حرکت ته حاضر دی.
په ورته وخت کې د ياد نوماند پلويان وايي، که د ورکړو رايو احترام يې ونه شي؛ نو دوی به په لويو مظاهرو لاس پورې کړي چې د هر راز بدو عواقبو مسووليت به يې د ټاکنو پر کمېسيون وي.

ګردېز (پژواک، ٣ مرغومى ٩٧): د پکتيا د استيناف څارنوالۍ چارواکي وايي چې د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون له لوري څارنوالۍ ته د معرفي شوو نوماندانو مکتوبونه تر اوسه نه دي ور رسېدلي.

 

کابل (پژواک، ۳ مرغومی ۹۷): د ټاکنو کمېسیون یوه سرچینه وايي، د ځینو ولایتونو هغه سیمه ییز مسوولان به له دندو ګوښه او قانوني چلند به ورسره وشي چې پراخې درغلۍ یې کړې او د ټاکنو بهیر یې له ستونزو سره مخ کړی دی.
د ټاکنو کمېسیون یوې سرچینې د نوم د نه ښودو په شرط پژواک ته وویل، د ټاکنو کمېسیون څېړنې ښيي چې ځيني ولایتي رییسانو یې په دندو کې ناکام وو او باید حسابي ورسره وشي.
سرچینې په دې اړه چې څومره ولایتي رییسان به له دندو ګوښه شي؟ جزئیات ور نه کړل خو ویې ویل، هغه رییسان به وستایل شي چې خپله وړتیا یې څرګنده کړې او په خپلو چارو کې ښه ځلېدلي.

کابل (پژواک، ٢ مرغومی ۹۷): د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون وايي چې د ولسي جرګې د ټاکنو په اړه شته شکایتونو ته په کتو د ځينو ټاکنیزو حوزو په لومړنیو اعلان شوو پایلو کې له ۵۰ تر ۱۰۰ سلنې بدلون راځي.
د ولسي جرګې ټاکنې د روان کال د تلې پر ۲۸مه او ۲۹مه ترسره شوې چې تر اوسه د ټاکنو کمېسیون د ۳۰ ولایتونو لومړنۍ پایلې اعلان کړې دي. د کابل، بغلان، پکتیا ولایتونو او د کوچیانو حوزې د ټاکنو لومړنۍ پایلې لا هم نه دي اعلان شوې.
د یادونې ده، په غزني ولایت کې د ځینو ستونزو له امله د ولسي جرګې ټاکنې ترسره نه شوې او ټاکل شوې چې راتلونکی کال ترسره شي.

Pages

Subscribe to سرغړونې