کابل (پژواک، ٢ مرغومی ۹۷): د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون وايي چې د ولسي جرګې د ټاکنو په اړه شته شکایتونو ته په کتو د ځينو ټاکنیزو حوزو په لومړنیو اعلان شوو پایلو کې له ۵۰ تر ۱۰۰ سلنې بدلون راځي.
د ولسي جرګې ټاکنې د روان کال د تلې پر ۲۸مه او ۲۹مه ترسره شوې چې تر اوسه د ټاکنو کمېسیون د ۳۰ ولایتونو لومړنۍ پایلې اعلان کړې دي. د کابل، بغلان، پکتیا ولایتونو او د کوچیانو حوزې د ټاکنو لومړنۍ پایلې لا هم نه دي اعلان شوې.
د یادونې ده، په غزني ولایت کې د ځینو ستونزو له امله د ولسي جرګې ټاکنې ترسره نه شوې او ټاکل شوې چې راتلونکی کال ترسره شي.
د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون مرستیالې حمیرا حقمل نن د دغه کمېسیون د ټاکنیزو شکایتونو د ارزونې په ۱۱مه علني ناسته کې د لومړنیو پایلو په اړه وویل: ((د ځینو ټاکنیزو حوزو په لومړنیو پایلو کې به له ۵۰ تر ۱۰۰ سلنې تغیرات راشي، ډېر شکایتونه او درغلۍ ترسره شوې او د ټاکنو کمېسیون د لومړنیو پایلو د اعلان پر مهال د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د ولایتي دفترونو پرېکړو ته پام نه دی کړی.))
هغې د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: ((د میدان وردګو ولایت د ټولو رایو د لغوه کېدو امکان شته، ځکه په دغه ولایت کې د درغلیو کچه تر ۷۵ سلنه زیاته ده.))
هغې د نورو ټاکنیز شکایتونو د پایلو په اړه جزئیات ور نه کړل خو ویې ویل، د دغه کمېسیون ارزونې روانې دي او تر بشپړېدو مخکې یې د ټاکنو کمېسیون د ټاکنو لومړنۍ پایلې نه شي اعلانولای.
د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون کمېشنر او ویاند علی رضا روحاني هم وویل چې په لومړنیو کې پایلو کې تغییرات راځي او د وروستیو پایلو اعلان د دغه کمېسیون په پرېکړه پورې تړلی دی.
هغه زیاته کړه، شاید د ټاکنو کمېسیون له خوا د ځینو حوزو د ټاکنو پایلې ومنل شي خو د ځینو ټاکنیزو حوزو په لومړنیو پایلو کې به ډېر زیات بدلون راشي.
دا په داسې حال کې ده چې د ټاکینیزو شکایتونو کمېسیون مخکې د کابل ولایت ټولې رایې لغوه اعلان کړې خو بلخوا حکومت او د ټاکنو کمېسیون و نه منلې او په اړه یې بیا کتنه وشوه.
روحاني د کابل د ټولو رایو د باطلېدو په اړه وویل: ((هغه اسناد چې موږ له کمېسیون څخه غوښتي وو تر اوسه یې موږ ته نه دې رالېږلي، که د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون ته لازم اسناد وړاندې نه شي زموږ موضوع په خپل ځای پاتې ده.))
د یادونې ده، تر اوسه د ۳۰ ولایتونو د ولسي جرګې د ټاکنو لومړنۍ پایلې په بېلابېلو مرحلو کې اعلان شوې چې په اړه یې زیات شکایتونه موجود دي.
Add new comment