Add new comment

چلال اباد (پژواک، ۶ مرغومی ۹۷): په ننګرهار کې د ولسي جرګې يو شمېر معترض نوماندان وايي چې ټاکنيز کمېسيونونه دې پاکې رايې له نا پاکو جلا کړي او يا دې هم بيا ځلي ټاکنو لپاره زمينه برابره کړي.
دوی وايي، داسې اسناد په لاس کې لري چې په پايلو کې لاسوهنه شوې او لومړنۍ اعلان شوې پايلې د خلکو د کارول شوو رايو مطابق نه دي.
دغو معترضو نوماندانو چې په ډله کې يې يو شمېر ښځې هم وې، د مرغومي په ۶مه يې د دغه ولايت ولايتي شورا کې په همدې تړاو احتجاجي غونډه رابللې وه او ګواښ يې وکړ، که يې غوښتنې ونه منل شي، راتلونکې ولسمشريزې ټاکنې به وننګوي.
د ولسي جرګې يو معترض نوماند انجينر سيد اکرام وايي، ټاکنو کمېسيون د ټاکنو په ورځ اعلان وکړ چې دوه لکه او ۱۵زره رايې ننګرهار کې استعمال شوې خو اوس پايلو کې ۲۶۰زره رايې ښودل کېږي چې خپله په دې برخه کې فساد ښيي.
يو بل نوماند محب الرحمن مومند وويل، داسې اسناد په لاس کې لري چې د ګڼ شمېر نوماندانو رايې نه دي حساب شوې چې په مرکزونو کې يې وړي؛ خو ډېرو نوماندانو ته هوايي رايې ورکړل شوې دي.
دغه راز يو بل معترض نوماند سبحان الله فهيمي ټينګار وکړ چې د ټاکنو کمېسيون دې په ننګرهار کې يوازې بايومټريک رايې تاييد او نورې ټولې دې لغوه اعلان کړي.
يادې احتجاجي غونډې ته د دغه ولايت يو شمېر معترضې ښځينه نوماندانې هم ورغلې وې چې د خپل حق غوښتنه يې کوله.
د دوی له ډلې مقدسې احمدزې وويل: ((له موږ سره اسناد موجود دي چې زموږ رايې کمې شوې دي، زموږ اخيستې رايې موږ ته نه، بلکې زموږ رقيبانو ته رسېدلې دي چې دا زموږ پر حق باندې تېری او د ټاکنو شفافيت تر سوال لاندې راولي.))
معترضو نوماندانو يو پرېکړه ليک هم صادر کړ چې په کې د ټولو رايو د شفافيت د تضمين، د نه تضمين په صورت کې د ټولو رايو د باطلېدو او د ټولو رايو د بيا تفتيش او شمېر غوښتنه وکړه او پر نړيوالې ټولنې يې غږ وکړ چې په دې برخه کې د منځګړتوب رول ولوبوي.
د يادولو ده، دوه ورځې وړاندې هم د دغه ولايت يو شمېر معترضو نوماندانو د ټاکنو د لومړنيو پايلو د اعلان په غبرګون کنفرانسونه ورکړل او ټينګار يې وکړ چې دغه پايلې ورته د منلو وړ نه دي.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.