سرغړونې

ترينکوټ (پژواک، ۵ لېندۍ ۹۷): د اروزګان په مرکز ترينکوټ ښار کې د يوې ښځينه نوماندې لسګونو پلويانود ټاکنو کمېسيون له خوا د لومړنیو پايلو د اعلان په غبرګون کې لاريون وکړ او کمېسيون يې پر درغلۍ تورن کړ.
څلور ورځې وړاندې په کابل کې د ټاکنو خپلواک کمېسيون د هېواد د پنځو ولایتونو د ټاکنو لومړنۍ پايلې اعلان کړې چې په کې اروزګان ولايت هم شامل و.
د دې پايلو له مخې، بسم الله جان محمد، قدرت الله رحيمي او انوشه بارکزۍ له اروزګان څخه ولسي جرګې لاره موندلې وه.

کابل (پژواک، ۴ ليندۍ ۹۷): له فراه ولايت څخه د ولسي جرګې ځينې معترض نوماندان وايي، د دغه ولايت  ټاکنې دې باطلې او له غزني ولايت سره يو ځای ترسره شي؛ ځکه چې پراخې درغلۍ په کې شوې دي.
له فراه ولايت څخه ٤٢ تنه د ولسي جرګې ټاکنو ته نوماند شوي وو. د ټاکنو کمېسيون له دغې ډلې څخه بلقيس روشن، عبدالجليل بختور، همايون شهيدزاده، عبدالستار حسيني او عبدالنصير فراهي مخکښ نوماندان اعلان کړي دي. دغه پنځه کسان ټول نوې څېرې دي او تر دې مخکې يې د يادې جرګې غړيتوب نه درلود. 

کابل (پژواک، ۴  لیندۍ ۹۷): په کابل کې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون سیمه ییز دفتر د کوچیانو حوزې د ۱۴ مرکزونو رایې باطل اعلان کړې او له هغه سره په تړاو یې ملاتره خېل محمدي او شاه وزیر تره خېل عدلي ارګانونو ته ور پېژندلي دي.
شاه وزیر تره خېل د کوچیانو له حوزې څخه د ولسي جرګې د ټاکنو نوماند او ملاتره خېل د ولسي جرګې غړی او د شاه وزیر خپلوان دی.
دغه راز یاد دفتر د کوچیانو له حوزې ولسي جرګې ته د نوماند رسول خان کوچي رایې باطلې او نوموړی یې نغدي جریمه کړی دی.

پلخمري (پژواک، ٤ لېندۍ ٩٧): په بغلان کې د ولسي جرګې يو شمېر معترضو نوماندانو د دغه ولايت د ټاکنو کمېسيون پر دوه ګونې چلند تورن کړ او په غبرګون کې يې د کابل- شمال لویه لار د ترافیکو پر مخ وتړله.
د دغو نوماندانو په استازيتوب عزيزالرحمن سخي زاده د لېندۍ په څلورمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې کمېسيون د نهو ولسواليو يواځې بايومټريک شوې رايې حساب کړي دي.
دى وايي: ((خو کمېسيون اوس غواړي چې د خوست، تاله برفک، بورکې او مرکزي بغلان ولسواليو ټولې رايې که هغه بايومټريک دي يا نه دي، حساب کړي.))
د هغه په وينا، کمېسيون بايد د ولسواليو ترمنځ دوه ګونى چلند ونه کړي.

پلخمري (پژواک، ٣ ليندۍ ٩٧): د بغلان ولايت د خوست او مرکزي بغلان ولسواليو سلګونو اوسېدونکي د ټاکنو کمېسيون له چارواکو غوښتنه وکړه چې د دوى له لوري کارول شوې رايې بايد حساب شي.
د يادو ولسواليو سلګونه اوسېدونکي نن مرکز پلخمري ته راغلي وو او د خپل اعتراض په ترڅ کې يې له والي او نورو چارواکو سره هم وليدل.
د اعتراض کوونکو له ډلې قومي مشر عبدالحکیم نورزي وویل چې په بغلان ولايت کې کارول شوې ټولې رايې بايد حساب شي.

پل علم (پژواک، د لېندۍ لومړۍ نېټه ٩٧): د لوګر په مرکز پل علم کې د ولسي جرګې د يوه نوماند پلويانو لاريون وکړ او د دغه ولايت د ټاکنو کمېسيون یې پر درغلۍ تورن کړ.
د ولسي جرګې د نوماند شاپور حسن زي پلويانو نن د لېندۍ په لومړۍ نېټه په مرکز پل علم کې لاريون وکړ.
د لاريون کوونکو په استازيتوب نوراجان پژواک ته وويل چې د ټاکنو کمېسيون د دوى قانوني رايې باطلې کړې نو ځکه يې لاريون کړی دی.
هغه وايي: ((زموږ قانوني رايې يې باطلې کړې خو د نورو جعلي او باطلې رايې بيا حسابوي.))
د نوموړي په وينا، د ټاکنو کمېسيون د رايې شمېرنې په پروسه کې درغلي کوي او نور دوى ته اعتبار نه لري.

 کابل (پژواک،د ليندۍ لومړۍ نېټه ۹۷): د افغانستان د ټولنیز عدالت بهیر ادعا کوي چې د ټاکنو کمېسیون دوو کارکوونکو د ولسي جرګې ټاکنو ته له یوې ښځينه نوماندې یادې جرګې ته د بریالیتوب په موخه نامشروع غوښتنه کړې ده.
د ولسي جرګې د ټاکنو د هغه مهالوېش له مخې چې ټاکنو کمېسیون مخکې اعلان کړی و، د ولسي جرګې د ټاکنو لومړنۍ پایلې باید د لړم په ۱۹ مه اعلان شوې وای، خو کمېسیون په دې وروستیو کې ویلي، د رايو د بیا شمېرنې او معلوماتي بانک ته د هغو د رسولو له امله د ۳۲ ولایتونو د ټاکنو لومړنۍ پایلې د لیندۍ په دویمه او د کابل ولایت د لیندۍ په لسمه اعلانېږی.

خوست ښار (پژواک، ۳۰ لړم ۹۷): په خوست ولايت کې يو شمېر اعتراض کوونکو د ټاکنو ولايتي دفتر دروازه وتړله.
اعتراض کوونکو چې شمېر يې لسګونه کسانو ته رسېده نن د (لړم ۳۰مه) د ټاکنو د ولايتي دفتر دروازه  ددې ولايت د۹۱ مرکزونو د رايو د بیا تفتیش په غبرګون کې وتړله.
دوه ورځې وړاندې د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون پرېکړه وکړه، چې په خوست کې به د ۹۱ مرکزونو رايې د وټرلېست مطابق بيا څېړل کېږي.
خو اعتراض کوونکي بيا د ټاکنيزو شکايتونو پر کمېسيون تور پورې کوي، چې ګنې د ولسي جرګې د ځينو مشخصو نوماندانو په خوښه يې دا کار ترسره کړی.

ګردېز (پژواک، ٢٨ لړم ٩٧ ): د پکتيا د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون د ولسي جرګې دوه نور نوماندان هم د ټاکنو په پروسه کې د درغلۍ له امله څارنوالۍ ته معرفي کړل.

 

کابل (پژواک، ۲۳ لړم ۹۷): یو شمېر کوچي ناماندانو د دوی په ټاکنیزه حوزه کې پارلماني ټاکنې له درغلیو ډکې وبللې او ګواښ یې وکړ چې که ستونزو ته یې رسېدنه ونه شي راتلونکو ټاکنو کې به په خپلو حوزو کې ټاکنو ته اجازه ور نه کړي.
نن په کابل کې د یو شمېر ولایتونو له ۲۰ زیاتو کوچي نوماندانو «د کوچیانو له پاکو رایو د دفاع حرکت» تر نامه لاندې په یوه خبري ناسته کې د کوچیانو ټاکنیزې حوزې د رایې ورکولو ټولو محلونو د رایو د تفتیش او بیا شمېرنې غوښتنه وکړه او یوازې بایومټریک رایې یې د باور وړ ګڼي.

Pages

Subscribe to سرغړونې