ترينکوټ (پژواک، ۵ لېندۍ ۹۷): د اروزګان په مرکز ترينکوټ ښار کې د يوې ښځينه نوماندې لسګونو پلويانود ټاکنو کمېسيون له خوا د لومړنیو پايلو د اعلان په غبرګون کې لاريون وکړ او کمېسيون يې پر درغلۍ تورن کړ.
څلور ورځې وړاندې په کابل کې د ټاکنو خپلواک کمېسيون د هېواد د پنځو ولایتونو د ټاکنو لومړنۍ پايلې اعلان کړې چې په کې اروزګان ولايت هم شامل و.
د دې پايلو له مخې، بسم الله جان محمد، قدرت الله رحيمي او انوشه بارکزۍ له اروزګان څخه ولسي جرګې لاره موندلې وه.
خو د ګلالۍ محمدي په نامه د دغه ولايت يوې نوماندې لسګونه پلویان نن (د ليندۍ ٥مه) د اعتراض په توګه راټول شوي وو او د ټاکنو پر کمېسیون يې تور لګاوه چې د هغوی د نوماندې راى يې  کمې کړې او پر ځای يې  بارکزۍ بريالۍ اعلان کړې ده.
د اعتراضي غونډي سمبالوونکي عبدالباري باور پژواک اژانس ته وویل، ټاکنو کمېسيون د يوې نوماندي چې تر ۴۰۰ کمې رايې یې وړې وې، د ۷۳۷ رايو په اعلانولو بريالۍ وباله.
هغه زياته کړه، د يادې نوماندې پر وړاندې ټول ثبوت هغوی په واک کې لري او د خپلو رايو د دفاع په خاطر هغوی پر هر ډول تاوتریخوالي لاس پورې کولای شي.
د اسدالله پښتون په نوم يو بل کس هم کمېسيون پر درغلۍ تورن کړ او غوښتنه يې وکړه چې تورې او سپينې رايې بايد معلومې شي.
اعتراض کوونکو ګواښ وکړ، که يې غږ چا وا نه ورېد، نو پر پراخو لاریونو به لاس پورې کړي، لويې لارې به وتړي او په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې به ګډون ونه کړي.
پژواک اژانس هڅه وکړه چې په اروزګان ولايت کې د ټاکنو کمېسيون نظر واخلي، خو بريالى نه شو.
خو په کابل کې د ټاکنو خپلواک کمېسيون رييس عبدالبديع صياد پرون په يوه خبري کنفرانس کې ويلي وو چې دا لومړنۍ پايلې دي، که څوک اعتراض يا شکايت لري، نو له اسنادو سره دې شکايتونو کمېسيون ته مراجعه وکړي.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.