Add new comment

ګردېز (پژواک، ٢٨ لړم ٩٧ ): د پکتيا د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون د ولسي جرګې دوه نور نوماندان هم د ټاکنو په پروسه کې د درغلۍ له امله څارنوالۍ ته معرفي کړل.
د دې ولايت د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون رييس هدايت الله عصمتي د لړم په ٢٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې نوماندانو کې عبدالحنان حقويون او ډګروال عيدمحمد باز شامل دي.
د ده په خبره، دا نوماندان هم په ټاکنو کې د درغليو او زورواکۍ په تور څارنوالۍ ته ور پېژندل شوي دي.
نوموړي وويل: ((د کمېسيون د پرېکړو پر اساس درې نور نوماندان هم چې انتخاباتي درغلۍ او زورواکي يې کړې وه، څارنوالي ته ورپېژندل شوي. موږ به ټولو شکايتونو ته رسيدګي وکړو.))
هغه زياته کړه چې د شکايتونو څېړلو په لړ کې ولسي جرګه کې د پکتيا برحال وکيل مجيب الرحمن څمکنی د ټاکنيزو سرغړونو له امله نغدي جريمه شوی دی.
نوموړى وايي، په ټوله کې يې (۲۱) کسان په ټاکنو کې د لاسوهنو او زورواکۍ په تور څارنوالي ته ورپېژندلي، چې ٧ تنه يې نوماندان دي.
عصمتي وويل: ((څارنوالي ته په ورپېژندل شويو کسانو کې بېلابېل خلک دي، هم ملکي دي او هم نظامي او همدارنګه درې کسان نغدي جريمه شوي هم دي. ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون د شکايتونو په څېړنه او تفتيش کې پوره جدي او دقيق دی.))
بل خوا نوماندان اندېښمن دي او ادعا کوي چې د ټاکنيزو درغليو سمه څېړنه او سپړنه نه کېږي.
دوی چې تېره ورځ يې يو ځل بيا د پکتيا د ټاکنو کمېسيون مخې ته اعتراضيه خېمه درولې او د کمېسيون دروازه يې تړلې، وايي چې د سمو او ناسمو رايو د بېلتون په اړه ډاډه نه دي.
د دوی له ډلې سيد جمال الدين اصف خېل پژواک ته وويل: ((هغه کسان لا هم څارنوالي ته نه دي معرفي شوي او نه يې نومونه اخيستل شوي، چې ډېرې درغلۍ او فساد يې کړى دى. رايې دې د ناظرينو په مخ کې په پوره شفاف ډول بيا وشمېرل شي.))
ياده دې وي چې د ټاکنيزو شکايتونو ولايتي کمېسيون لس ورځې وړاندې د دې ولايت شاوخوا دېرش زره رايې باطلې او د ځينو ملکي او نظامي چارواکو په ګډون يې څلور نوماندان په ټاکنو کې د درغليو او زورواکۍ په تور څارنوالي ته ور پېژندلي دي.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.