پلخمري (پژواک، ٣ ليندۍ ٩٧): د بغلان ولايت د خوست او مرکزي بغلان ولسواليو سلګونو اوسېدونکي د ټاکنو کمېسيون له چارواکو غوښتنه وکړه چې د دوى له لوري کارول شوې رايې بايد حساب شي.
د يادو ولسواليو سلګونه اوسېدونکي نن مرکز پلخمري ته راغلي وو او د خپل اعتراض په ترڅ کې يې له والي او نورو چارواکو سره هم وليدل.
د اعتراض کوونکو له ډلې قومي مشر عبدالحکیم نورزي وویل چې په بغلان ولايت کې کارول شوې ټولې رايې بايد حساب شي.
هغه وايي: ((د بغلان خلکو ١٣ شهيدان ورکړي دي، موږ د سر په قيمت رايه ورکړې ده، موږ غواړو چې ټولې رايې بايد حساب شي، په يو او بل نوم بايد رايې باطلې اعلان نه شي.))
نوموړي زياتوي، که چېرې کارول شوې رايې باطلې اعلان شي، نو د بغلان امنيتي وضعيت به هم ډېر کړکېچن شي.
همدارنګه بل اعتراض کوونکي جاوېد ولي زاده وویل: ((موږ له کارول شوو ټولو رایو د دفاع په خاطر راغونډ شوي یو، چې والي ووینو څو د ټاکنو کمېسیون د ځینو سیمو  پاکې رایې د ناپاکو په پلمه باطلې نه کړي.))
ولي زاده تور پورې کړ  چې د بغلان د ټاکنو کمېسیون د رایو د شمېر بشپړ مدیریت نه شي کولای او امکان لري چې ځيني کسان خپلې ناپاکې رايې د ټوپک په زور پرې پاکې کړي.
يو شمېر نورو اعتراض کوونکو هم ورته څرګندونې وکړې.
د غونډې په پاى کې د بغلان والي عبدالحي نعمتي وويل، کمېسيون مکلف دى خلکو ته د ټاکنو له قانون او طرزالعمل سره سم قانع کوونکی ځواب ورکړي.
دغه راز د يادو څرګندونو په غبرګون کې د بغلان د ټاکنو کمېسیون ريیس عبدالقاهر وهاب صافي وويل چې د ټاکنو قانون او مقرراتو له مخې دوى د رايو شمېرنه کوي.
ده ډاډ ورکړ چې د هېڅ مرکز رايې به په قصدي ډول باطلې نه اعلانېږي او د رايو په شمېرلو کې به هم درغلي نه کېږي.
صافى وايي، خلک کولاى شي د رايې شمېرنې بهير له نږدې وګوري، که چېرې ورته د منلو نه و بيا کولاى شي شکايت وکړي.
د يادونې ده، تر دې وړاندې هم په بغلان کې يو شمېر معترضو نوماندانو ويلي وو چې د بغلان رايې دې په کابل کې له سره وشمېرل شي.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.