Add new comment

پل علم (پژواک، د لېندۍ لومړۍ نېټه ٩٧): د لوګر په مرکز پل علم کې د ولسي جرګې د يوه نوماند پلويانو لاريون وکړ او د دغه ولايت د ټاکنو کمېسيون یې پر درغلۍ تورن کړ.
د ولسي جرګې د نوماند شاپور حسن زي پلويانو نن د لېندۍ په لومړۍ نېټه په مرکز پل علم کې لاريون وکړ.
د لاريون کوونکو په استازيتوب نوراجان پژواک ته وويل چې د ټاکنو کمېسيون د دوى قانوني رايې باطلې کړې نو ځکه يې لاريون کړی دی.
هغه وايي: ((زموږ قانوني رايې يې باطلې کړې خو د نورو جعلي او باطلې رايې بيا حسابوي.))
د نوموړي په وينا، د ټاکنو کمېسيون د رايې شمېرنې په پروسه کې درغلي کوي او نور دوى ته اعتبار نه لري.
دغه راز خپله شاپور حسن زي پژواک ته وويل چې د ټاکنو په ورځ له ګڼو امنيتي ستونزو سره- سره خلکو ده ته رايه ورکړې ده.
هغه زياته کړه: ((کمېسيون زموږ قانوني او بايومټريک شوې رايې باطل اعلان کړې، خو نورو چې بيا پيسې ورکړې او روابط لري، د هغوى باطلې رايې هم حساب کړې دي.))
حسن زي ګواښ وکړ که چېرې د ټاکنو  کمېسيون حق، حقدار ته ونه سپاري نو دروازه به يې وتړي.
همدارنګه په دې اړه د لوګر د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون مشر رحمت الله حقمل پژواک ته وويل چې د ټاکنو په کمېسيون کې ستونزې شته؛ ځکه د کمېسيون په اړه تر اوسه له دوى سره ٤٠٦ شکايتونه ثبت شوي دي.
د حقمل په وينا، د څېړنو په پايله کې تر اوسه سلګونه رايې باطلې اعلان شوې او د شپږو محلونو رايې هم قرنطين شوې دي.
ده هم د ټاکنو پر کمېسيون تور پورې کړ او ويې ويل: ((د ټاکنو کمېسيون پر فساد روان دى، په ځينو محلونو کې ځينو نوماندانو رايې نه درلودې خو دوى ورته په ډېټابېس کې رايې رسولې دي.))
بل لور ته د لوګر د ټاکنو کمېسيون چارواکو د يادو څرګندونو په اړه له څه ويلو ډډه وکړه.
خو څه موده وړاندې د ياد کمېسيون مشر عبدالرحمن محب پژواک ته ويلي وو چې ځيني کارکوونکي يې په فساد کې اخته دي او د ځينو مشخصو کانديدانو لپاره کار کوي.
نوموړي دا هم ويلي وو چې ځينو نوماندانو د دوى کمېسيون کارکوونکو ته پيسې ورکړې څو بريالي يې کړي.
د يادونې ده، په ځينو نورو ولايتونو کې هم د ولسي جرګې ځيني نوماندان د خپلو ولايتونو د ټاکنو کمېسيونونه پر درغليو تورنوي او ټينګار کوي چې رايې یې بايد په کابل کې وشمېرل شي.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.