لښګرګاه (پژواک، ۲۶ لېندۍ ۹۷): په هلمند کې يو شمېر معترض نوماندان او پلويان یې وايي چې په ټاکنو کې پراخه درغلي شوې او لومړنۍ پايلې دوى ته د منلو نه دي.
د اړوندې موضوع په اړه جوړې شوې غونډې ته د نوماند شېرمحمد اخندزاده استازي عبدالمجيد اخندزاده وويل چې کمېسيون له درغليو ډکې لومړنۍ پايلې اعلان کړې.
هغه وویل: ((د ټاکنو کمېسیون کې مسوول کسان ډېر په فساد اخته دي او داسې کسان يې مخې ته کړي چې له سره يې د کامیابه کېدو رایې نه درلودې.))
ده ټينګار وکړ چې کمېسيون دې يو ځل بيا د دوى د ناظرينو پر وړاندې رايې وشمېري، څو هر څه خلکو ته واضح شي.