Add new comment

لښګرګاه (پژواک، ۲۶ لېندۍ ۹۷): په هلمند کې يو شمېر معترض نوماندان او پلويان یې وايي چې په ټاکنو کې پراخه درغلي شوې او لومړنۍ پايلې دوى ته د منلو  نه دي.
د اړوندې موضوع په اړه جوړې شوې غونډې ته د نوماند شېرمحمد اخندزاده استازي عبدالمجيد اخندزاده وويل چې کمېسيون له درغليو ډکې لومړنۍ پايلې اعلان کړې.
هغه وویل: ((د ټاکنو کمېسیون کې مسوول کسان ډېر په فساد اخته دي او داسې کسان يې مخې ته کړي چې له  سره يې د کامیابه کېدو رایې نه درلودې.))
ده ټينګار وکړ چې کمېسيون دې يو ځل بيا د دوى د ناظرينو پر وړاندې رايې وشمېري، څو هر څه خلکو ته واضح شي.
دغه راز په دې غونډه کې نوماند نصرت الله صفاري وویل چې کمېسيون په ښکاره ډول يو شمېر ناکام کسان، کامياب کړي دي.
هغه زياته کړه: ((موږ له ځان  سره د لومړۍ ورځې ټول اسناد په لاس کې لرو، خو اوس داسې محلونه هم شته چې یو نوماند به شل رايې درلودې چې په دوه  سوه بدلې شوې او ډېری ناکام کسان په کې بریالي شوي دي.))
همدارنګه د يو بل نوماند استازي عبدالغني هم د ټاکنو پر کمېسيون تور پورې کړ چې یو شمېر کسان یې د پيسو په بدل کې بريالي کړي دي.
دى وايي، که چېرې حکومت د دوى قانوني غوښتنو ته رسېدنه ونه کړي، نو د ولسمشرۍ په ټاکنو کې برخه نه اخلي.
دغه راز يو شمېر نورو نوماندانو هم ورته څرګندونې وکړې او ويې ويل که چېرې يې غوښتنې ونه منل شي، پر پراخو لاريونونو به لاس پورې کړي.
بل لور ته د هلمند د ټاکنو کمېسيون رييس هاشم دراني د يادو څرګندونو په اړه له څه ويلو ډډه وکړه.
د يادونې ده، د ټاکنو کمېسيون تېره شپه د هلمند د ولسي جرګې ټاکنو لومړنۍ پايلې اعلان کړې چې له مخې يې محمد ظفر صادقي، میرویس پوپل، حاجي غلام ولي افغان، میرویس خادم، الحاج محمد کریم اتل، عبدالرشید عزیزي، نسیمه نیازۍ او حبیبه سادات بريالي نوماندان دي.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.