Add new comment

خوست ښار (پژواک، ۱۰ لېندۍ ۹۷): خوست کې د ولسي جرګې يو شمېر معترض نوماندان ګواښ کوي چې که ټاکنيز کمېسيونونه د دوی غوښتنې ونه مني، دولت ته په دغه ولایت کې د ولسمشريزو ټاکنو د ترسره کېدو اجازه نه ورکوي.
د ولسي جرګې دغو معترضو نوماندانو چې شمېر يې شاوخوا ۳۰ کسانو ته رسېده، نن (د لېندۍ ۱۰مه) يوه خبري کنفرانس ته وويل چې د ټاکنو لومړنۍ اعلان شوې پايلې له درغليو ډکې وې او دوی ته د منلو وړ نه دي.
يو معترض نوماند عبدالولي واحدزي دغه خبري کنفرانس ته وويل، ټولې هغه رايې چې په دغه ولايت کې د ټاکنو په ورځ کارول شوې دي، د داخلي او بين المللي ناظرينو په مخ کې دې له سره وشمېرل شي پاکې او ناپاکې رايې دې سره بېلې شي.
نوموړي د ګواښ په ډول وويل، که حکومت د دوی غوښتنې ونه مني، د خوست اوسنۍ نسبي امنيت چې د خلکو په همکارۍ رامنځته شوی، په دې ډول به پاتې نه شي.
دی زياتوي: ((په دې حساس وخت کې چې له يوې خوا دښمن متوجه دی، له بلې پارلماني ټاکنو کې ولس سخته قرباني ورکړه او رايه يې وکاروله، خو نن يې په رايه باندې لوبې کېږي، نو حکومت دې په دې پوه شي چې د ولسمشريزو ټاکنو لپاره دې دې ولايت ته صندوقونه نه برابروي؛ ځکه څوک بيا اجازه نه ورکوي.))
د عجب نور منګل په نوم يوه بل معترض نوماند چې د ټاکنو کمېسيون له خوا په ابتدايي اعلان شوو پايلو کې يې نوم نه دی راغلی، دغه کنفرانس ته وويل چې د ټاکنو په ورځ د ځينو مشخصو نوماندانو په ګټه پراخې درغلۍ شوې دي.
هغه خپلو خبرو کې له دواړو ټاکنيز کمېسيونونو غوښتنه وکړه چې د کشفي او امنيتي ارګانونو په شتون کې دې د خوست د ټولو ۱۸۲ مرکزونو رايې له سره وشمېري.
ده زياته کړه: ((موږ د سر په قيمت له خپلو پاکو رايو دفاع کوو. که حکومت زموږ غوښتنې بابېزه وګڼي انشاالله په خوست کې به په هېڅ صورت سره ولسمشريزې ټاکنې نه کېږي.))
د عبدالنصير حقمل په نوم يوه بل معترض نوماند بيا ياد شوي خبري کنفرانس ته وويل چې د ټاکنو خپلواک کمېسيون د ټاکنيزو شکايونو له کمېسيون سره له تفاهم پرته د ټاکنو لومړنۍ پايلې اعلان کړې، چې د منلو وړ نه دي.
هغه وويل، تر دې دمه د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون هغه مستند شکايتونه نه دي څېړي چې په ټاکنو کې د درغلۍ په اړه ثبت شوي دي.
حقمل وايي: ((ټولې رايې دې تفتيش بايومتريک او نه بايومتريک رايې سره بېلې شي او په ټولو رايو دې قانوني موارد تطبیق شي، څو عدالت تطبيق او حق حقدار ته ورسېږي.))
نوماندانو همدا ډول د يوه پرېکړه ليک په خپرولو سره پر دولت غږ وکړ چې که په راتلونکو ۲۴ ساعتونو کې د دوی غوښتنو ته مثبت ځواب ونه وايي، نو په دغه ولايت کې د ټاکنيزو کمېسيونونو دروازې د اعتراض په ډول تړي او همدا ډول په پراخو لاريونونو لاس پورې کوي چې بيا به يې مسووليت د دولت پر غاړه وي.
د خوست د ټاکنو کمېسيون د ولايتي دفتر مشر شاه جهان سرداري پژواک ته وويل چې که د ټاکنو مرکزي دفتر دوی ته هدايت وکړي او کوم قانوني موانع موجود نه وي تيار دي د ټولو مرکزونو رايې بيا وشمېرې.
هغه د معترضو نوماندانو دا ادعا هم نه مني چې ګنې د ټاکنو لومړنۍ پايلې دې د ټاکنيزو شکایتونو له تفاهم پرته اعلان شوې وي.
دغه معترض نوماندان په داسې حال کې د خپل حق غوښتنه کوي چې وړمه ورځ د ټاکنيزو شکايتونو ولايتي دفتر مسوولينو هم په يوه کنفرانس کې ويلي وو چې د ټاکنو خپلواک کمېسيون له دوی سره له تفاهم پرته د دغه ولايت د ټاکنو لومړنۍ پايلې اعلان کړې دي.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.