مزارشريف (پژواک، ۲۱ لېندۍ ۹۷): د ولسي جرګې په لومړنيو پايلو کې د بلخ يو شمېر ناکام شوي نوماندان ادعا کوي چې د دغه ولايت د ټاکنو پر پايلو سياسي معامله شوې ده.
وړمه شپه د بلخ ولايت د ولسي جرګې ټاکنو لومړنۍ پايلې اعلان شوې چې ۱۱ کسان په کې بريالي اعلان شول.
د بلخ په مرکز مزارشريف ښار کې د لېندۍ ۲۱مه يو شمېر معترض نوماندان راټول شوي وو او غوښتنه يې وکړه چې د بلخ رايې دې بيا ځلي وشمېرل شي.
ولسي جرګې ته له بلخ ولايته په لومړنيو پايلو کې ناکامې کانديدې ماريا رهين پژواک ته وويل چې د بلخ رايو ته دې بيا کتنه وشي.
هغې زياتوي چې د بلخ د ټاکنو له پايلو سره سياسي چلند شوی او په وينا يې چې دوی د حکومتي مشرانو، سياسيونو او ټاکنو کميسيون د سياسي تصاميمو قرباني شوي دي.
رهين وويل: ((د بلخ ۱۱ بريالي کانديدان د څلورو حزبونو کسان دي چې ۶ تنه يې د جمعيت ګوند، ۲ تنه يې وحدت ګوند، ۲ تنه يې حرکت ګوند او ۱تن يې حزب اسلامي پورې تړاو لري.))
د هغې په خبره د ولسي جرګې ټاکنو سره هم مهاله د سولې پروسې هڅې او ولسمشريزو ټاکنو ته تياري، يادې سياسي معاملې ته زمينه برابره کړې ده.
رهين زياته کړه: ((د يوې اونۍ په اوږدو کې به هره ورځ ټاکنو کميسيون ويل چې د بلخ پايلې اعلانوو، خو بيا به يې وځنډولې؛ دا ځکه چې د معاملې بازار يې ګرماوه.))
د نوموړې په خبره، د دې په خاطر چې حکومت خپل سياسي ملاتړ زيات کړي او سياسي ګروپونه ورنه خوشاله وي؛ نو ځکه يې د بلخ د ټاکنو په پايلو کې لاسوهنه کړې.
هغې زياتوي چې د دوی د ناظرينو لخوا شمېرل شويو ريزلشيټونو کې يې د رايو شمېر يو ډول دی؛ خو د کميسيون لخوا په اعلان شويو نتيايجو کې بل ډول ښودل کېږي.
دا وايي چې هغه وخت به د بلخ د ټاکنو پايلې ومني چې د څارونکو پر وړاندې بيا وشمېرل شي او سپينې او تورې رايې سره جلا کړای شي.
د بلخ ولايت په لومړنيو پايلو کې بل ناکام شوی کانديد ډاکټر وکيل متين بيا غوښتنه کوي چې بلخ کې دې ترسره شوې ټاکنې لغوه او بيا ځلي انتخابات دې وشي.
هغه پژواک ته وويل چې له غير قانوني لارو له خلکو رايه اخيستل جعل دی چې کامياب شوي ډېری کانديدان يې پر درغلۍ تورن کړل.
نوموړی وايي چې ډېری کامياب شوي کانديدان هغه کسان دي چې د کمپاينونو پر مهال يې له ۲ تر ۳ میليونه ډالر مصرف کړي او له خلکو يې د زر او زور په واسطه رايې اخيستې دي.
د هغه په خبره، د خلکو قناعت به هغه وخت حاصل شي چې په بلخ کې ترسره شوې ټاکنې لغوه او بيا ځلي انتخاباتو ته زمينه برابره شي.
نجلا حبيبي له بلخ ولايت څخه ولسي جرګې ته بله کانديده ده چې په لومړني ليست کې يې نوم د ناکامو نوماندانو په ډله کې دی.
هغې پژواک ته وويل چې ټاکنو کمېسيون د دې د ترلاسه کړو رايو درېيمه حصه هم سيستم ته نه ده داخله کړې.
د مېرمن حبيبي په وينا، د ټاکنو کمېسيون له خوا اعلان شوې پايلې زموږ د ناظرينو له ګزارش سره ډېر توپير لري او له دې ښکاري چې پايلو کې جدي لاسوهنه شوې ده.
هغې غوښتنه وکړه چې د بلخ رايې دې بيا وشمېرل شي، څو په دې ډول د ټاکنو شفافيت تضمين شي او خلکو ته د قناعت وړ وګرځي.
نوموړې وويل چې ټاکنو کمېسيون بايد هغه رايې حساب نه کړي چې له بايومټريک پرته کارېدلې وي؛ ځکه په وينا يې چې ډېرو نوماندانو د شپې له خوا په ولسواليو کې صندوقونه ډک کړي دي.
زمری اکرام زاده هم له بلخ څخه ولسي جرګې ته کانديد وو، خو په لومړنيو پايلو کې يې نوم نشته.
هغه وويل چې په بلخ کې د ټاکنو د ورځې او د رايو شمېرلو د پروسې پر مهال يې شاوخوا ۸۰۰ شکايتونه ثبت کړي دي خو تر اوسه يې يوه شکايت ته هم رسېدنه نه ده شوې.
هغه سره يو شمېر عکسونه هم وو چې په وينا يې د بلخ په ځينو ولسواليو کې يې د ناظرينو له خوا خيستل شوي دي.
په انځورونو کې کم عمره کسان ليدل کېږي چې د رايو صندوقونو ته ولاړ دي او رايه ور اچوي.
په لومړنيو پايلو کې ناکام شوي د بلخ دغه معترض کانديدان په يوه خوله له حکومت او ټاکنو کمېسيون څخه د عدالت او انصاف غوښتنه کوي.
په ورته وخت کې بيا د بلخ د ټاکنو کمېسيون ولايتي دفتر د معترضو کانديدانو ادعاوې بې بنسټه بولي.
په بلخ کې د ټاکنو خپلواک کمېسيون د ولايتي څانګې مشر عزت الله ارمان پژواک ته وويل چې د بلخ ټولې رايې د څارونکو او د نوماندانو د ناظرينو په شتون کې حساب شوې دي.
نوموړي زياته کړه چې د انتخاباتو پايلې د ټاکنو کمېسيون له خوا تر شمېرلو وروسته اعلان شوې او په دې برخه کې هېچا له هېڅ لوري سره معامله نه ده کړې.
ارمان زياتوي چې لا هم پايلې ابتدايي دي او په وينا يې هر نوماند چې شکايت لري، بايد خپل شکايتونه په مستند ډول، ټاکنيزو شکايتونو ته د رسېدو کمېسيون ته وسپاري.
د هغه په خبره، ناکام کانديدان خپل پاتې راتلو ته د توجيه لټولو لپاره له مسووليته لرې څرګندونې کوي چې دا د هېڅ لوري په ګټه نه ده.
ارمان وويل چې وکيلان بايد د پرېس کنفرانسونو پر ځای، ټاکنيزو شکايتونو ته د رسېدو کمېسيون کې خپلې ادعاوې ثبتې کړي، څو رسېدنه ورته وشي.
د بلخ د ټاکنو کمېسيون د رييس په وينا، وروستۍ پايلې به د ټولو ثبت شوو شکايتونو له ارزولو وروسته اعلانېږي.
په لومړني لېست کې له بلخ ولايته ولسي جرګې ته برياليو نوماندانو هم په ټولنيزو رسنيو کې د اعلاميو په خپرولو سره له خلکو مننه کړې چې پر دوی يې باور کړی دی.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.