کندهار (پژواک، ۱۳ لیندۍ ۹۷): د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون وايي، کندهار کې يې د ولسي جرګې د ټاکنو درې زره رایې باطلې کړي او یو شمېر کسان یې د درغلیو په تور عدلي او قضايي ارګانونو ته ورپېژندلي دي.
د یاد شوي کمېسیون مشر کریم الله ستانکزي، نن مازيګر کندهار کې خبريالانو ته وويل چې  د ولسي جرګې د ټاکنو په ورځ د کندهار ښار په ۱۱ ناحیو او د ۱۷ ولسوالیو له ډلې په ۱۵ کې ۱۷۰ مرکزونه پرانیستي وو او خلکو خپلې رایې وکارولې.
د هغه په وينا، د کندهار په دوو ولسوالیو معروف او نېش کې د امنیتي ستونزو له امله ټاکنې و نه شوې خو په ارغستان ولسوالۍ کې ۳ او په غورک، رېګستان، ښوراوک او میانشین ولسوالیو کې یوازې یو،یو مرکز پرانیستي وو.
دی وايي، په کندهار کې ټولټال ۱۹۰ زره کسانو رایې کارولي چې ۱۵۰ زره یې د بایومټریک له مخې وې او ۴۰ زره نورې د ځینو تخنیکی ستونزو له امله له بایومټریک الو پرته کارول شوې دي.
د ده په خبره، په کندهار کې د ټاکنو په پروسه کې عمده ستونزې دا وې چې په یو شمېر محلونو کې کارکوونکي خپلو دندو ته پر وخت نه وو حاضر شوي چې له امله يې یو شمېر مرکزونه تړلي پاتې شول.
دغه راز دى وايي چې د ټاکنو کمېسیون خپلو کارمندانو ته سمه روزنه نه وه ورکړې او همدا لامل و چې ډېر یې د بایومټریک الو په کارولو نه پوهېدل.
د دې تر څنګ ده یادونه وکړه چې په ګڼو مرکزونو کې د رایې ورکوونکو د نومونو په نوملړ کې ستونزې وې چې تغیير او تبدیل شوي وو.
ستانکزي خبر ورکړ چې د ټاکنو په اوږدو کې له دوی سره ۴۶۹ شکایتونه ثبت شوي وو چې ۶۱ یې جدي وو.
دی وايي، د ټاکل شوو قوانینو او لوایحو له مخې ثبت شوو ټولو شکایتونو ته رسېدنه شوې او د ۲۹ ټاکنیزو مرکزونو چې ۹۷ محلونه کېږي، رایې وڅېړل او بیا وشمېرل شوې.
د ده په خبره، د دوی د څېړنو په پایله کې درې زره رایې باطلې اعلان شوې چې په ځینو کې لاسوهنې شوې وې او له ځینو سره اړوندې اړينې "ټي بي" پاڼې نه وې.
ستانکزي خبر ورکړ چې د شکایاتو د کمېسیون د څېړنو په پایله کې درې تنه د درغلیو په تور څارنوالۍ ته ورپېژندل شوي، د څلورو تنو دوسیې چې درنې وې او دوی یې دلته د څېړلو لپاره پرمختللي وسایل نه لرل، کابل ته لېږلي او ۱۴ تنه نور یې نغدي جریمه کړي دي.
هغه د جزییاتو له ورکولو پرته وويل چې  په دغو کسانو کې د ټاکنو کمېسیون لوړ رتبه کسان، کاندیدان او نور شامل دي  .
د یاودنې ده چې په کندهار کې د ولسي جرګې ټاکنو لپاره ټولټال ۵۶۷ زره کسانو نوم لیکنه کړې وه چې ۷۳ زره یې ښځې وې.
که څه هم په ټول هېواد کې د ولسي جرګې ټاکنې د تلې په ۲۸مه وشوې، خو په کندهار کې ټاکنې له هغه وروسته یوه اوونۍ وځنډېدې چې د تلې په ۲۶مه د دغه ولایت په ودانۍ کې د ننه په یوه وسله وال برید کې د کندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق او د ملي امنیت رييس جنرال مومن حسین خېل ووژل شول او والي زلمى ویسا ټپي شو.
تر دې مهاله د یو شمېر ولایتونو د ټاکنو لومړۍ پایلې اعلان شوي خو د کندهار په ګډون د یو شمېر نورو  ولایتونو پایلې لا اعلان شوې نه دي.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.