Add new comment

کابل (پژواک، ١٨ لېندۍ ٩٧): له پکتيکا ولايته د ولسي جرګې کانديده هيله مجتبى دوه تذکرې لري چې له قانونه سرغړونه ده.
پژواک اژانس د یادې نوماندې د دواړو تذکرو کاپي ګانې ترلاسه کړې چې په دواړو تذکرو کې يې بېلابېل ډول عکسونه لګېدلي دي.
د هغې لومړۍ تذکره د پکتيا ولايت د زرمت ولسوالۍ ده چې په کې ١٣٨٧ لمريز کال ١٩ کلنه ثبت شوې او دويمه تذکره کې د پکتيکا ولايت د مټا خان ولسوالۍ ده، چې د ١٣٨٩ لمريز کال ١٩ کلنه ليکل شوې ده.
د نفوسو د احوال د ثبت قانون د پنځم څپرکي په ٩٠١مه ماده کې راغلي: هغه شخص چې له لاندې اعمالو څخه د يوه مرتکب شي، له يو څخه تر پنځو کلونو پورې په حبس محکومېږي:
لومړى، د ثبت شوي هويت د مندرجاتو په بدلون سره د تابعيت تذکرې مکرر اخيستل.
دغه راز د ټاکنو د قانون په ٤٢٩مه ماده کې راغلي، هغه شخص چې له لاندې اعمالو د يوه مرتکب شي، د ټاکنو په قانون کې له درج شوو حقوقو څخه پر محرومېدو سربېره پر متوسط حبس هم محکومېږي:
لومړى، د نوماندانو په نوملړ کې له تزوير شوو سندونو څخه په ګټې اخيستنې نوم ليکنه.
دويم، په تزوير شوي سند د رايې کارول.
د قانون له مخې، متوسط حبس اته کاله وي.
خو هيله مجتبى وايي چې دوى په پکتيکا او پکتيا دواړو ولايتونو کې اوسېدلي او دواړو کې ځمکې لري.
هغې پژواک اژانس ته وويل، يو وخت پکتيکا هم د لويې پکتيا برخه وه او کورنۍ يې د پکتيا په زرمت ولسوالۍ کې اوسېده او همالته يې تذکرې اخيستې وې.
د نوموړې په وينا، کله چې پکتيکا جلا ولايت شو، دوى هم هلته ولاړل، بيا څو کاله وروسته د دوى ټوله کورنۍ اروپا ته د تګ پلان درلود او د همدې لپاره يې په پکتيکا کې خپلې تذکرې نقل مکان کړې.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.