کابل (پژواک، ۳ مرغومی ۹۷): د ټاکنو کمېسیون یوه سرچینه وايي، د ځینو ولایتونو هغه سیمه ییز مسوولان به له دندو ګوښه او قانوني چلند به ورسره وشي چې پراخې درغلۍ یې کړې او د ټاکنو بهیر یې له ستونزو سره مخ کړی دی.
د ټاکنو کمېسیون یوې سرچینې د نوم د نه ښودو په شرط پژواک ته وویل، د ټاکنو کمېسیون څېړنې ښيي چې ځيني ولایتي رییسانو یې په دندو کې ناکام وو او باید حسابي ورسره وشي.
سرچینې په دې اړه چې څومره ولایتي رییسان به له دندو ګوښه شي؟ جزئیات ور نه کړل خو ویې ویل، هغه رییسان به وستایل شي چې خپله وړتیا یې څرګنده کړې او په خپلو چارو کې ښه ځلېدلي.
دا په داسې حال کې ده چې د هېواد په ۳۲ ولایتونو کې د ولسي جرګې ټاکنې د تلې په ۲۸مه او ۲۹مه او په کندهار ولایت کې د لړم په پنځمه ترسره شول چې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون، سیاسي ګوندونو، د ولسي جرګې د نوماندانو او هېوادوالو له تندو غبروکونو سره مخ شول.
نوموړي د دې په څرګندولو چې د کابل، پکتیا او بغلان ولایتونو د ولسي جرې په رایو کار روان دی وویل، د پکتیا او بغلان ولایتونو د ټاکنو لومړنۍ پایلې به تر راتلونکو څلورو ورځو اعلان شي.
خو سرچینې روښانه کړه چې د کابل د ټاکنو د پایلو اعلان وخت غواړي او ممکن په دې اوونۍ کې اعلان شي.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.