Add new comment

کندهار (پژواک، ۵ مرغومی ۹۷): په کندهار کې د ولسي جرګې یو شمېر معترض نوماندان نن د اعتراض په توګه د ټاکنیزو شکایتونو د کمېسیون مخې ته راټول شوي وو او ګواښ یې وکړ، که شکایتونو ته یې رسېدنه ونه شي، نو د دې ادارې دروازه به هم وتړي.
یو شمېر کاندیدان له خپلو یو شمېر پلویانو سره چې تېره ورځ يې د ټاکنو کمېسيون دروازه وتړله، نن له غرمې وروسته د ټاکنیزو شکایتونو د کمېسیون مخې ته راټول شول او غوښتنه یې کوله چې د دوی شکایتونه وڅېړل شي او پاکې رایې دې له ناپاکو جلا شي.
د اعتراض کوونکو له ډلې یوه کاندید شبیراحمد قیومي پژواک خبري اژانس ته وویل، تېره ورځ د ولسي جرګې لسګونه کاندیدانو د ټاکنو کمېسیون مخې ته د اعتراض په توکه خېمه ووهله او د دغه دفتر دروازه یې وتړله.
دی وايي، کاندیدان د خپل اعتراض په لړ کې نن د ټاکنیزو شکایتونو د کمېسیون مخې ته راټول شوي څو په ټاکنو کې د شوو درغلیو څېړنه وشي او د دوی حقوق ورکړل شي.
د ده په خبره، که د دوی شکایتونو ته رسېدنه ونه شي، نو دغه دفتر به هم وتړي او د ولسمشرۍ راتلونکې ټاکنې به هم تحریم کړي.
نوموړي وویل، ټاکنې یوه ملي پروسه ده او په دې پروسه کې خیانت کوونکی هم ملي خاین دی.
ده تور ولګاوه چې د کندهار په ټاکنو کې سازمان شوې او سیستماتیکې درغلۍ شوي دي چې باید په بې پرې توګه یې دقیقه څېړنه وشي.
هغه د ټاکنیزو کمېسیونونو مسوولین په غفلت او معامله ګرۍ تورن کړل او د هغوی محاکمه یې وغوښته.
ده دا هم وویل چې یواځې بایومټریک شوي رایې ورته د منلو دي.
د اسدالله ماشوري په نوم بل کاندید وویل، ټاکنیزو کمېسیونونو د دوی حقوق لاندې کړي او لومړنۍ پایلې يې د مصلحتونو له مخې اعلان کړي دي.
دی زیاتوي، که اړوند کمېسیونونه د دوی شکایتونو ته رسېدنه و نه کړي، نو دفترونه به یې تړلي وساتل شي او تر څنګ به یې خپل احتجاج ته دوام ورکوي.
هڅه مو وکړه په دې اړه د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د مسوولینو نظر واخلو، خو هغوی له خبرو کولو ډډه کوي.
خو د ټاکنو کمېسیون مرستیال فضل احمد برهان وايي، د معترضو نوماندانو شکایتونو ته رسېدنه د دوی تر صلاحیت پورته ده او په دې اړه به مرکزي اداره تصمیم نیسي.
تېره اوونۍ د ټاکنو خپلواک کمېسیون له خوا د کندهار د ولسي جرګې د ټاکنو لومړۍ پایلې اعلان شوې.
د خپاره شوي لومړني نوملړ له مخې، حاجي سیداحمد خادم د ۸۱۸۶، سید مقتدا میران د ۷۴۱۹، ډاکټر محمود خان نصرت د ۷۰۴۱، روح الله خانزاده د ۶۴۷۱، ګل احمد کمین د ۵۰۸۲، محمد عمر شېرزاد د ۴۴۹۷، سید احمد سېلاب د ۴۱۴۳، انجنیر محمد عارف نورزی د ۳۹۷۶، فریبا احمدي کاکړ د ۴۹۶۵، ملالۍ اسحاقزۍ د ۲۹۰۰ او ارزو صافۍ د ۱۸۴۸ رایو په وړلو مخکښ کاندیدان اعلان شوي دي.
له دې وروسته د معترضو نوماندانو اعتراض هم زور اخیستی دی او د خپلو شکایتونو د څېړلو غوښتنه کوي.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.