ګردېز (پژواک، ٣ مرغومى ٩٧): د پکتيا د استيناف څارنوالۍ چارواکي وايي چې د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون له لوري څارنوالۍ ته د معرفي شوو نوماندانو مکتوبونه تر اوسه نه دي ور رسېدلي.
د روان کال د لړم مياشتې په شلمه نېټه د پکتيا د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون د ګڼو شکايتونو د څېړنو د پايلو د اعلان په اړه خبري کنفرانس کې وويل چې څلور نوماندان يې د درغليو، د شپې له خوا د رايو د صندوقونو ډکولو او زور کارولو په تور څارنوالۍ ته ور پېژندلي دي.
دغه کمېسيون له يادې نېټې نهه ورځې وروسته دوه نور نوماندان هم په ورته تورونو او د دوو اوونيو په تېرېدو يو بل نوماند د جعلي تذکرو په تور څارنوالۍ ته معرفي کړل.
د شکايتونو کمېسيون ولايتي مشر هدايت الله عصمتي هغه مهال ويلي وو: ((په يادو ټاکنيزو قضيو کې نواب منګل، ښايسته جان احدي، فريدالله ځاځی او حفيظ الله مبارز چې زورواکي يې کړې او د شپې له خوا يې صندوقونه ډک کړي وو، څارنوالۍ ته معرفي شوي دي.))
خو له هغه راهيسې د يوې نيمې مياشتې په تېرېدو سره د پکتيا استيناف څارنوالي وايي چې په دې اړه ورته تر اوسه هېڅ رسمي مکتوب نه دی استول شوی.
د پکتيا د استيناف څارنوالۍ مشر څارنمل عنبر پاچا پژواک ته وويل چې د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون له خوا د کوم نوماند د رسمي معرفي هېڅ سند نه دی ور رسېدلی.
پاچا د شکايتونو کمېسيون يادې پرېکړې له وخته مخکې وبللې او ويې ويل چې له دغه اعلان وروسته يې د کمېسيون له مسوول سره پر ياده مسئله ټيلېفوني خبرې وکړې، خو هغه ورته ويلي وو چې په دې اړه ناسم پوهاوی شوی دی.
دی وايي: ((د شکاياتو کمېسيون د طرف نه تر نن ورځې پورې هېڅ رسمي مکتوب نه دى راغلى، ګر چه هغوی دا اعلان کړی و، خو دا اعلان يې مخکې له وخته کړی و.))
خو بل لور ته د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون ولايتي مشر هدايت عصمتي بيا پژواک ته وويل چې خپلو کارکوونکو ته يې څارنوالۍ ته د يادو ابتدايي دوسيو د رسمي استولو سپارښتنه کړې وه، خو د نه استول کېدو د لامل پوښتنه به يې وکړي.
عصمتي پژواک ته وويل چې څارنوالۍ ته دوسيې لېږي، خو له تورنو کسانو به له نهايي پرېکړې وروسته څېړنې پيل شي.
دی وايي: ((د دارالانشا امر ته ما هدايت ورکړی و، هغه ويل چې هماغه سهار ته يې موږ ولېږل. صرف يوه مسئله په دې کې ده چې هغه وخت به له دوی نه تحيقيقات شروع کېږي چې دا فيصله زموږ نهايي شي. اوس مو د خپل صلاحيت په چوکاټ کې ولايتي څارنوالي ته لومړنۍ دوسيې لېږلې دي.))
ولسي جرګې ته نوماندان بيا ياده فضا مبهمه او اندېښمنوونکې بولي او د ټولو شکايتونو په رڼه څېړنه او عادلانه پرېکړو ټينګار کوي.
د دوی له ډلې جمعه ګل افغان پژواک ته وويل چې د ټاکنو پروسې ټولې چارې بايد ښکاره او قانع کوونکې وي.
دی وايي: ((انتخابات ملي پروسه ده او پر دې پروسه او مربوطه کمېسيونونو د خلکو باور اساسي مسئله ده، هر کېدونکی کار بايد واضح وي. شکايتونو کمېسيون چې کومه خبره کړې، طبعاً د شواهدو په رڼا کې به يې کړې وي، نو اوس يې بايد ترسره کړي او په اړه لازم اجراات وکړي، هېڅ ډول ابهام د منلو نه دی.))
د ټاکنو خپلواک کمېسيون د معلوماتو له مخې، پکتيا د هغو ولايتونو په ډله کې دى چې ستونزمن او له درغليو ډکې ټاکنې په کې ترسره شوې دي.
د پکتيا د ټاکنو لومړۍ پايلې لا هم نه دي اعلان شوې.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.