جلال اباد (پژواک، ۴ مرغومی ۹۷): په ننګرهار کې د ولسي جرګې يو معترض نوماند وايي، د ټاکنو کمېسيون يې درې زره بايومټريک رايې باطلې کړې او ياد کمېسيون يې پر حق تېری کړی دی.
دی وايي، د خپلې دغې ادعا اسناد په لاس لري او د خپل حق غوښتلو برخه کې هر راز مدني حرکت ته حاضر دی.
په ورته وخت کې د ياد نوماند پلويان وايي، که د ورکړو رايو احترام يې ونه شي؛ نو دوی به په لويو مظاهرو لاس پورې کړي چې د هر راز بدو عواقبو مسووليت به يې د ټاکنو پر کمېسيون وي.
عبدالبصير سباوون چې له ننګرهاره د ولسي جرګې د ۱۳۹۷ کال ټاکنو نوماند و، د مرغومي په ۴مه يې جلال اباد ښار کې په همدې تړاو يو رسنيز کنفرانس ته معلومات ورکړل.
دی وايي، د اتو زرو په شاوخوا کې رايې يې وړې، خو ټاکنو کمېسيون ورته په ډېټابيس کې يوازې ۴۹۱۱ رايې رسولې دي چې يوازې د ښار په درېيو مرکزونو کې يې ۳۸۳ رايې نه دي حساب شوې.
هغه زياته کړه: ((د جلال اباد ښار بي بي حوا لېسې مرکز کې زما ۲۰۵ رایې وې او کمېسیون ۹۷ ډېتابيس کې رسولې دي، انګور باغ مسجد مرکز کې زما ۲۰۱ رایې وې او کمېسیون ما ته ډېتابيس کې ۱۸ رايې رسولې، په عیدګاه مسجد مرکز کې زما رایې ۱۰۳ دي او کمېسیون ما ته ۱۱ رايې رسولې دي.))
د نوموړي په وينا، ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون ته يې هم شکايت کړی او د خپل حق غوښتلو لپاره له مستندو اسنادو سره مبارزه کوي او هېچا ته د حق د خوړلو اجازه نه ورکوي.
دی وايي، پلويانو يې ورته د پراخو مظاهرو ترسره کولو ويلي، خو غواړي لومړی دا موضوع د مدني حرکتونو او سوله ييزو مبارزو له لارې حل کړي؛ که نه نو بيا به په پراخو اعتراضي مظاهرو لاس پوري کړي، چې د بدو عواقبو پايلې به يې د ټاکنو کمېسيون مسووليت وي.
د نوموړي د پلويانو له ډلې د ننګرهار پوهنتون د انجنيري پوهنځي استاد قاري شاکر وايي، د عبدالبصير سباوون په حق کې د ټاکنو کمېسيون کړی ظلم ورته د منلو وړ نه دی او د حق غوښتلو لپاره يې کلکه مبارزه کوي.
د بل پلوي، مدني فعال عتيق الله صديقي ګواښ وکړ، که يې د کانديد په حق کې شوې ناوړه پرېکړه بدله نه شي؛ نو په راتلونکو ولسمشريزو او د ولايتي شورا ټاکنو کې به برخه وانه خلي.
بلخوا د ننګرهار د ټاکنو کمېسيون مشر ډاکټر احمد داوود صديقزاد پژواک ته وويل، دا لومړنۍ پايلې دي او دوی کولی شي چې په تړاو يې ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون ته شکايت وکړي.
هغه زياته کړه: ((موږ يوازې دا مسووليت لرو چې دلته ټاکنې ترسره، د رايو ارقام مرکز ته ولېږو، په اړه يې پرېکړه د مرکزي کمېسيون حق دی.))
په ننګرهار کې د ټاکنيزو شکايتونو کمېسیون مشر شکيب کامجو وايي چې دوى ته ډېر شکايتونه شوي دي او څېړنې پيل يې شوې دي.
د هغه په وينا، کېداى شي د دې شکايتونو له امله په پايلو کې بدلونونه راشي.
د يادولو ده، دوه ورځې وړاندې د ټاکنو خپلواک کمېسيون تر اوږده ځنډ وروسته د ننګرهار د ټاکنو پايلې اعلان کړې چې د ۱۴ کسانو له ډلې اووه نوي بريالي شوي او اووه پخواني وکيلانو ولسي جرګې ته لار موندلې ده.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.