سرغړونې

 
مزارشريف (پژواک ١٠ ورى ٩٣): د بلخ د سولې د عالي شورا د سولې د کمېسيون پخوانی مشر د بلخ پر والي عطامحمد نور د بېلابېلو تورونو له پورې کولو وروسته وايي، چې له هغه سره د ټاکنيزو مبارزو پر سر د اختلاف له امله له دندې ګوښه کړل شوی؛ خو د والي وياند دغه څرګندونې په کلکه ردوي.

 
کابل (پژواک ١٠ ورى ٩٣): د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون د شکايتونو وروستۍ شمېرې له درېيو زرو څخه ډېرې اعلان کړې او وايي، چې له دوه سوه څخه زياتې حقوقي ادعاوې، سوداګريز مسايل او جرمي موارد، چې د کمېسيون له واکونو څخه شمېرل کېدل، څارنوالۍ ته استولي دي.
د ټاکنيزو شکايتونو د خپلواک کمېسيون چارواکو نن د معلوماتو ورکولو په ناسته کې وويل، چې د کانديدانو په اړه يې په دوو کټګوريو کې ټول ٣٠٠٤ شکايتونه څېړلي، چې له دې ډلې يې ٧٩٢ پېښې ثبت شوي او نورو ٢٢١٢ شکايتونو ته لاسرسى شوى دى.

 
ميدان ښار (پژواک ۹ ورى ۹۳): د ميدان ښار وردګو ښاروالي وايي، چې په دغه ولايت کې د ولسمشرۍ او ولايتي شورا يوه کانديد هم د خپلو لګېدلو انځورونو او پوسټرونو ټکس نه دی ورکړی.
د ميدانښار ښاروال انجنير محمود اميري وايي، چې د کانديدانو کمپاينرانو پر خپل سر د ښاروالۍ اړوند په چوک، برېښنايي پايو او يو شمېر نورو مهمو سيمو کې انځورونه او پوسټرونه لګولي دي.
نوموړی پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په دغه ښار کې د نوماندانو پر لګېدلو انځورونو او پوسټرونو باندې د ښاروالۍ دوه ميليونه افغانۍ ټکس برابرېږي، چې له پرله پسې اړيکو سره هم هېڅ کانديد د دوی ټکس نه دی ورکړی.

 
کندهار (پژواک ٥ ورى ٩٢): په کندهار ولايت کې د  ټاکنيزو شکايتونو د کمېسيون چارواکي وايي، چې په دغه ولايت کې د کار له پيل راهيسې ورته د ولايتي شورا د کانديدانو په اړه شاوخوا ٣٠ شکايتونه شوي دي.
د ټاکنيزو شکايتونو د کمېسيون مشر مړوند وزيري د وري  په ٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه شکايتونه په ټوليزه توګه يواځې د ولايتي شورا د کانديدانو په اړه دي، خو د ولسمشرۍ د کانديدانو په هکله ورته تر اوسه کوم شکايت نه دى ثبت شوى.

 
ګردېز(پژواک،٢٣کب٩٢):دپکتيا ښاروالۍ رياست کارکونکي ددې ولايت په بيلابيلو سيمو کې دولسمشرۍ کاندي زلمي رسول پوسټرې او عکسونه لګوي .
پژواک خبري اژانس د کب په ٢٣مه داسې عکسونه او ويډيي فلم ترلاسه کړى، چې ښيي ، ددغه ولايت د ښاروالۍ دکثافاتو دلېږد موټر،چې ټول دزلمي رسول له عکسونو څخه ډک دی  ددې رياست د کارکونکو  له خوا دکابل ګردېز په لويه لار دتېرې په کنډو کې عکسونه لګوي .
دښاروالۍ کارکونکي وايي ،چې دوی ته دنده ورکړل شوې ،چې په لويو لارو کې دغه عکسونه ولګوي خو نور ترې نه دي خبر .

 
کابل (پژواک ٢٢ کب ٩٢): د فيفا د څارنې راپور څرګندوي، چې د ولسمشرۍ کانديدانو د ١٢٣ پروګرامونو د کمپاينونو پر مهال د سرغړونې ٢٦ پېښې تر سترګو شوي او په ځينو ولايتونو کې نا امني او د هوا حالات د کمپاينونو پر وړاندې عمده ستونزې دي.
 دغه راپور د هېواد په ٣٤ ولايتونو کې د سلواغې له ١٣ څخه د کب تر ١٣ پورې د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو د شا وخوا ٢٠٠ څارونکو له لوري چمتو شوى دى.
 د فيفا اجرائيوي مشر جانداد سپين غر وايي، چې د دوى د څارونکې ډلې څارونکو په ٣٤ ولايتونو کې له ١٢٣ غونډو، لاريونونو او ناستو څخه څار کړى دى، خو په ٢٦ برخو کې يې سرغړونې تر سترګو شوې دي.

 
غزني (پژواک،۲۱ کب۹۲):د غزني يو شمېر اوسېدونکي شکايت کوي،چې د ولايتي شورا ځينو کانديدانو  د دوى پر شخصي ملکيتونو خپل عکسونه لګولي دي.د غزني دغه ښاريان وايي، چې د ولايتي شورا لپاره د ځينو دغو کانديدانو عکسونه د خلکو د کورنو پر دېوالونو، دروازو او  هټيو لګول شوي ، خو تراوسه يې چا مخنيوى نه دى کړى.
د ښار يو تن اوسېدونکي محمداکرم  پژواک ته وويل:((دغو کانديدانو خپل پوسټرونه په هغو ځايونو کې لګولي ، چې د خلکو شخصي ملکيت دى، دوى نبايد د چا د کور دروازې او دېوالو نه په خپلو عکسونو وپوښي.))

 
ګردېز ( پژواک، ١٧ کب ٩٢ ) : په پکتيا د ولسمشرۍ د يو شمېر کانديدانو استازو د دې ولايت په والي جمعه خان همدرد نيوکه وکړه ، چې له خپل موقف او  دولتي امکاناتو ناوړه ګټه پورته کوي او د يو مشخص کانديد زلمي رسول په ګټه يې کاروي.
په دغه خبرې غونډه کې چې نن د کب په ١٧مه، په  ګردېز ښار کې جوړه شوې وه ، د ډاکټر اشرف غني احمدزي، ډاکټر عبدالله عبدالله ، عبدرب الرسول سياف ،قطب الدين هلال او د ولايتي شورا يو شمېراستازو او د دې ولايت قومي مخورواوځوانانو پکې  برخه اخيستې وه.

 
کابل (پژواک ٤ کب ٩٢): د کورنيو چارو وزارت د هغو لوړ پوړو پوليس افسرانو نومونه په ډاګه کړل، چې په ټاکنيزو مبارزو کې د ښکېلتيا له امله لرې کړل شوي دي.
د کورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي وايي، چې ١٢ تنه افسران د ټاکنو په پروسه کې د بې پرې توب  اصل ته د نه ژمنيتا پر بنست له دندو لرې کړى شوي او په اړه يې په ټاکنيزو مبارزو کې د مستقيم او غير مستقيم ګډون اسناد او شواهد د کشفي بنسټونو له خوا ترلاسه شوي وو.

Pages

Subscribe to سرغړونې