د غزني يو شمېر اوسېدونکي: ځينو کانديدانو زموږ پر ملکيتونو خپل عکسونه لګولي

 
غزني (پژواک،۲۱ کب۹۲):د غزني يو شمېر اوسېدونکي شکايت کوي،چې د ولايتي شورا ځينو کانديدانو  د دوى پر شخصي ملکيتونو خپل عکسونه لګولي دي.د غزني دغه ښاريان وايي، چې د ولايتي شورا لپاره د ځينو دغو کانديدانو عکسونه د خلکو د کورنو پر دېوالونو، دروازو او  هټيو لګول شوي ، خو تراوسه يې چا مخنيوى نه دى کړى.
د ښار يو تن اوسېدونکي محمداکرم  پژواک ته وويل:((دغو کانديدانو خپل پوسټرونه په هغو ځايونو کې لګولي ، چې د خلکو شخصي ملکيت دى، دوى نبايد د چا د کور دروازې او دېوالو نه په خپلو عکسونو وپوښي.))
نوموړي وويل،اوس اوس يې د کور دېوالونه رنګ کړي، خو کانديدانو پرې خپل عکسونه داسې  مېخ او سريښ کړي ، چې د دېوالونو ډېرې برخې په کې  خرابې شوې دي.
محمداکرم وايي: ((که دو‌ى ځان د ولس استازي بولي، نو له ولس څخه دې پوښتنه وکړي ، چې ايا ستا پر کور خپل عکس ولګوم که نه.))
نورالله، چې په غزني ښار کې هټۍ لري ، پژواک اژانس ته يې د هغو کانديدانو عکسونه وښودل، چې دده د هټۍ پر دېوال او دروازه لګول شوي.
هغه وايي:((دا ټول عکسونه يې بېګاه ناوخته لګولي ، سهار، چې راغلم  ګورم زماد دوکان په ګډون په نورو هم عکسونه لګول شوي دي.))
بله خوا د غزني والي موسى خان اکبرزاده پژواک ته وويل، چې  پر شخصي ملکيتونو او دولتي ځايونو کې بايد د خپل کمپاين لپاره عکسونه، ونه لګوي.
والي وايي:(( موږ د ولايتي شورا او ولسمشرۍ له کانديدانو غوښتنه کړې، چې خپل عکسونه دې داسلامې ثقافت په ساحاتو، جوماتونو او د خلکو دکورنوپر دېوالونو او دولتي ځايونو نه لګوي.))
په غزني کې د ټاکنود شکاياتو کمېسيون د ولايتي دفتر رييس محمدعيان عيان پژواک ته وويل،کاندېدان  حق نه لري، چې له اجازي پرته  پر شخصي ملکيت عکسونه ولګوي.
عيان وايي، که څه هم ددوى په قانون کې دغو کانديدانو ته، چې د خلکو پر کورونو عکسونه لګوي، کومه ځانګړې ماده نه لر ي، خو په وينا يې کاندېدان بايد ددغه کار لپاره اجازه واخلي.
هغه وايي:((که چېرته د چا خوښه نه وي، چې پر کور يې د کانديدانو عسکونه ولګول شي، نو   کانديدان حق نلري، چې پر کور يې خپل عکس ولګوي.))
د عيان په وينا، د ولايتي شورا کانديدان بايد هغه ځاى عکسونه نصب کړي، چې د ښاروالۍ له لوري ورته ځانکړي شوي دي.
په ورته مهال د غزني ښاروال فريدون احمدي پژواک ته وويل،چې دوى ټولوکانديدانو ته د عکسونو د لګولو لپاره ځايونه ځانکړي کړي دي.
احمدي وايي: ((کانديدان نشي کولاى، چې په جوماتونو، ښوونځيو ، د اسلامي ثقافت شاوخوا سيمو کې د ولايت اوحرام سراى شاوخوا کې يا دالبيروني په سيمه کې خپل عکسونه ولګوي.))
د ښاروال په خبره، کانديدان نشي کولاى، چې دکابل – کندهار په  لويه لاره کې په ګلدانونو کې چې هلته دالله(ج) نومونه هم لګول شوي، خپل پوسټرونه نصب کړي.
نوموړى وايي:(( د هر هغه چا پر کور چې له اجازې پرته د کانديدانو عکسونه لګول شوي ، موږ ته دې شکايت وکړي، موږ يې د مخنيوي لپاره اقدام کوو.))
غزني ، چې د ولايتي شورا لپاره ټولې ٢١ څوکۍ لري د اوو ميرمنو په ګډون ورته ٨٤ کسانو ځانونه نومولي دي.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.