ښرنه (پژواک ٢٣ ورى ٩٣): په پکتيکا کې د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون، د دغه ولايت د ښځو چارو رييسه د څارونکې د جعلي کارت د کارولو له امله نغدي جريمه کړه.
د ياد ولايت د ټاکنيزو شکايتونو د کمېسيون کمېشنر عبدالمجيد ملنګ د وري په ۲۳مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د ښځو چارو رييسه بي بي حوا د ټاکنو په ورځ د ناظرې په توګه له جعلي کارت څخه ګټه اخيستې وه.
هغه زياته کړه، چې د ښځو چارو رييسې د ښرنې د رايې ورکولو د محل له کار کوونکو سره هم بد چلند کړی و.
د ملنګ په وينا، بي بي حوا له همدې امله پنځه دېرش زره افغانۍ نغدي جريمه شوه.