Add new comment

Paktika women’s affairs director fined

 
ښرنه (پژواک ٢٣ ورى ٩٣): په پکتيکا کې د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون، د دغه ولايت د ښځو چارو رييسه د څارونکې د جعلي کارت د کارولو له امله نغدي جريمه کړه.
د ياد ولايت د ټاکنيزو شکايتونو د کمېسيون کمېشنر عبدالمجيد ملنګ د وري په ۲۳مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د ښځو چارو رييسه بي بي حوا د ټاکنو په ورځ د ناظرې په توګه له جعلي کارت څخه ګټه اخيستې وه.
هغه زياته کړه، چې د ښځو چارو رييسې د ښرنې د رايې ورکولو د محل له کار کوونکو سره هم بد چلند کړی و.
د ملنګ په وينا، بي بي حوا له همدې امله پنځه دېرش زره افغانۍ نغدي جريمه شوه.
ده وويل، تر اوسه يې ۴۰ رسمي شکايتونه ثبت کړي، چې په کې ۱۵ مستند دي.
د نوموړي په وينا، ډېری شکايتونه کانديدانو ته د رايې صندوقونو د ډکولو په اړه دي، چې ځينو کسانو په کې درغلۍ کړې دي.
هغه وويل، د دغو شکايتونو په اړه د پوره اسنادو له وړاندې کولو وروسته به دوی په دې اړه اقدام وکړي.
پژواک هڅه وکړه، چې د ښځو چارو رييسې نظر واخلي، خو له هغې سره د اړيکو په نيولو بريالى نه شو.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.