IEC staff face 15 fraud complaints in Kunar

اسعداباد ( پژواک، ٢١ ورى ٩٣ ) : په کونړ ولايت کې د ټاکنو د روانې پروسې پر مهال ٣٢ شکايتونه ثبت شوي دي.
په دې ولايت کې د ټاکنيزو شکايتونو د خپلواک کمېسيون مشر مرتضى حبيب يار د وري په ٢١مه، پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې په دې شکايتونو کې پنځه يې د ولسمشرۍ د کانديدانو پر ضد شوي دي.
هغه زياته کړه ، چې دغه راز دوولس نور شکايتونه د ولايتي شورا د کانديدانو او ١٥ نور شکايتونه د ټاکنو د خپلواک کمېسيون د مامورينو پر ضد ثبت شوي دي.
د حبيب يار په وينا، د شکايتونو دثبتولو موده پاى ته رسېدلې، ددې شکايتونو د څېړلو کار پيل شوى او په لسو ورځو کې به روښانه کړي، چې څومره شکايتونه مستند دي.
دى وايي، ډېرکم شکايتونه دي ، چې يو څه اسناد به شکايت کوونکي له ځان سره ولري.
مرتضی وويل، چې د شکايتونو کمېسيون په بشپړه توګه خپلواک دی، په ډېره عادلانه توګه به شکايتونه وڅېړي او پايلې به يې په ډاګه کړي.
دا په داسې حال کې ده‌، چې په کابل کې د شکايتونو خپلواک کمېسيون وايي ، چې په ټول هېواد کې څه دپاسه درې زره شکايتونه شوي دي.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.