Police involved in fraud to face action

 
کابل (پژواک ١٩ ورى ٩٣): د کورنيو چارو وزارت وايي، چې که  د دغه وزارت د چارواکو په اړه په ټاکنو کې د لاسوهنې شواهد تر لاسه کړي ، نو په کلکه به يې وڅېړي او له سرغړونکو سره به قانوني چلند وشي.
دا په داسې حال کې ده، چې د ولسمشرۍ د کانديدانو يو شمېر مرستيالانو ويلي وو، چې ځينې پوليس د ټاکنو په درغليو کې لاس لري.
د کورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي نن کابل کې په يوه خبري ناسته کې وويل، چې تر دې مهاله يې په ټاکنو کې د لاسوهنې په شک پنځلس پوليس نيولي او د ټاکنو په پروسه کې د لاسوهنې په تور له ټولو نيول شويو کسانو سره به قانوني چلند وکړي.
هغه وويل، د ميدان وردګو د سيد اباد ولسوالۍ له جنايي جرمونو سره د مبارزې مدير او د ملي امنيت يو کارکوونکى، د هغو څلورو کسانو له ډلې څخه دي، چې په ټاکنو کې د درغلۍ په تور نيول شوي او موضوع يې تر څېړنو لاندې ده.
هغه زياته کړه، چې د سيداباد له جنايي جرمونو سر د مبارزې مدير له خپلې دندې ګوښه کړاى شوى دى.
نوموړي وويل، چې د وري د (١٦ مې) نيټې، د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو د ټاکنې له هيلو لوړې وې او امنيتي ځواکونه په دې اړه هڅه کوي، چې د ټاکنو تر پايلو پورې د يادې پروسې امنيت په ښه توګه سره وساتي.
هغه څرګنده کړه، چې وسله والو مخالفينو د ټاکنو د ګډوډولو په موخه له خپل ټول ځواک څخه کار واخيست، خو بريالي نه شول.
د کورنيو چارو وزارت د چارواکو په وينا، د وسله والو مخالفينو د ګواښونو کچه لوړه وه او دوى د هېواد په بېلابېلو برخو کې ١٤٠ بريدونه تر سره کړل، خو د امنيتي ځواکونو له ځواب سره مخ شول، چې په پايله کې يې ٨٩ وسله وال مخالفين ووژل شول.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، په دغو پېښو کې ١٦ امنيتي سرتېري او څلور ملکي وګړي هم وژل شوي او له ٤٠ ډېر ملکي وګړي پکې ټپيان شوي دي.
 

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.