ګردېز (پژواک ١٩ ورى ٩٣): په پکتيا کې د اشرف غني د ټاکنيز دفتر استازي وايي، چې د دغه ولايت يو شمېر چارواکو په ټاکنو کې لاسوهنه کړې او د څو مشخصو کانديدانو په ګټه يې صندوقونه ډک کړي دي.
د ياد دفتر مسوول او د ولسي جرګې غړي ګل پادشاه مجيدي په ګردېز ښار کې په يوه خبرې ناسته وويل، چې د ولايت مقام د دفتر رييس په يو شمېر سيمو کې د رايې اچونې ځينو مرکزونو ته ننوتلی او کارکوونکي يې دې ته اړ کړي، چې د يو مشخص کانديد په ګټه رايې واچوي.
نوموړي زياته کړه، دغه راز د ځينو ولسواليو امنيه قوماندانانو هم په ټاکنو کې لاسوهنه کړې او د ځانګړي کانديد په ګټه يې رايې اچولې دي.
مجيدي دا هم وايي، يادو ادارو د دې پر ځای چې د ښو ټاکنو پر ترسره کېدو کې اقدام وکړي د هغو خلاف د ټاکنو تخريب يې کړی او ځينې سيمې يې ناامنه کړې هم دي.
دی دا هم وايي: ((د ټاکنو په ورځ د ماښام پر وخت موږ د ټولې پکتيا رايې شمېرنه وکړه، چې شاوخوا دوه سوه لس زره کسانو په کې برخه اخيستې وه خو اوس د ټاکنو کمېسيون د رايې اچوونکو دغه ارقام تر دريو لکو پورې ښيي، دا په ښکاره د دې ثبوت دی، چې وروسته صندقونه ډک شوي دي.))
د پکتيا د ټاکنو کمېسيون رييس رحمت الله حقمل پژواک ته وويل، کومې شمېرې ، چې دوی ته راغلې، په ټاکنو کې څه کم درى سوه کسانو رايه کارولې او دا شمېرې دوی ته د ټولو سيمو کارکوونکو ورکړې دي.
حقمل مني، چې په ټاکنو کې يو شمېر دولتي چارواکو او نورو کسانو هڅه کړې، څو په زور د يو مشخص کانديد په ګټه کار وکړي، خو د ده په وينا، د ټاکنو د کمېسيون غړو يې غوښتنه نه ده منلې.
له بلې خوا د پکتيا امنيه قوماندانۍ چارواکي دا ادعا ردوي، چې په ټاکنو کې دې د ولسواليو امنيه قوماندانانو او يا هم پوليسو درغلي او لاسوهنې کړې وي.
د دغه ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال زلمي اورياخېل پژواک ته وويل، که هر څوک ادعا لري چې پوليسو په ټاکنو کې لاسوهنه کړې، ثبوت او شواهد دې راوړي، چې غور پرې وکړو او هغه پوليس چې دا ډول کار يې کړی وي، له دندې ګوښه کړو.
د پکتيا مرستيال والي عبدالولي سهي هم دا خبره ردوي، چې د ولايتي ادارې له خوا دې په ټاکنو کې لاسوهنه شوې وي.
نوموړی وايي، که چېرې په ولسواليو او محلونو کې کومه وړه پېښه شوې وي دا تاييدوو خو په دومره لويه کچه نه، چې د رايې په شمېر کې دومره لوی توپير پيدا کړي.
دی وايي، که څوک د ولايت پر مقام يا پر بل چا د درغلۍ ادعا لري، د شکايتونو کمېسيون او اړوندو ادارو ته دې خپل اسناد وړاندې کړي.
خو په پکتيا کې د ټاکنو د شکايتونو کمېسيون کمېشنر محمدبشير بهرام تېره ورځ له رسنيو سره په خبرو کې ويلې وو، چې تر اوسه دوی ته ۴۸ شکايتونه ور رسېدلي، چې۱۰ يې د ولسمشرۍ د کانديدانو او نور د ولايتي شورا ګانو دي.
نوموړي دا و نه ويل، چې په دغو شکايتونو کې يادې ادعاوې شته که نه؟

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.