کابل (پژواک ١٠ غويى ٩٣): د ټاکنيزو شکايتونو کميسيون، د رايې ورکونې د ٥٢٥ مرکزونو رايې، چې شا وخوا ٢٣٠ زره رايې کېږي، باطلې اعلان کړې دي.
دغه کميسيون د باطل شويو ٥٢٥ محلونو په اړه ډاګيزه ناسته نن د ولسمشرۍ نوماندانو د استازو په شتون کې تر سره کړه او و ويې ويل، چې په دې اړه به د ورځې تر پايه پوري خپله پرېکړه څرګنده کړي.
د ټاکنيزو شکايتونورييس عبدالستار سعادت، په خپله فېسبوک پاڼه کې نن د دغه کميسيون د پرېکړې په اړه ويلي، دغه شمېر ټول محلونه چې رايې يې نه دي شمېرل شوې، باطل شوې دي.
هغه دغه اقدام د درغلۍ پر وړاندې په مبارزه کې يو ښه ګام بللى دى.