Add new comment

Paktika’s 183 polling centres votes quarantined

 
ښرنه (پژواک،٢غويي٩٣):په پکتيکا کې دټاکنيزو شکايتونو کمېسيون چارواکي وايي، چې په دې ولايت کې د۱۸۳ محلونو رايې قرنطين شوې دي.
ددى کمېسيون يوتن کمېشنر عبدالمجيد ملنګ دغويي په ۲ مه،پژواک خبري اژانس ته وويل، چې له يادو قرنطين شويو محلونو څخه يواځې پنځوس د ارګون ولسوالۍ اوپاتې د نورو ولسواليو او سيموڅخه شامل دي.
ملنګ وويل : ((هرمرکز درايې ورکولو لپاره شپږ صندوقونه لري، چې د يادو محلونو ټول ۱۰۹۸ صندقونه قرنطين شوي، پاکې اوناپاکي رايې به يې وشمېرل شي.))
د شکايتونو کمېسيون کمېشنر داهم وويل، چې د وازېخواه او وړممۍ ولسواليو د ۱۲ محلونو رايې باطلې اعلان شوي،دده په وينا، د ولسمشرۍ او ولايتي شورا د کانديدانو لپاره په کې درغلۍ شوې دي.
سرچينې ونه ويل، چې په يادو مرکزونو کې دکومو کانديدانو په ګټه درغلۍ شوې دي.  
بلخوا د پکتيکا د ټاکنيزو شکايتونو ولايتي دفتر د دارالانشاء امر محمد حنيف حيران پژواک ته وويل، چې د ټاکنو په بهير کې يې له ټاکنو څخه د څارنې او شفافو رايو د اچونې په بهير کې د پام وړ کارونه تر سره کړي دي.
 حيران وايي، تر اوسه پورې په ولايتي دفتر کې د بېلابېلو کټګوريو له مخې، لسګونه شکايتونه ثبت شوي ، خو دا چې د ټاکنيزو شکايتونو د آرونو له مخې، هغه شکايتونه، چې په کره اسنادو او دلايلو ثابت شوي ، هغه په ښه توګه څېړل شوي او لا  هم دا پروسه روانه ده.
د حيران په وينا، تر اوسه پورې د پکتيکاولايت د ټاکنيزو شکايتونو په ولايتي دفتر کې (۴۳) قضيې ثبت شوې دي، چې له دې شمېرې څخه يې د (۳۴ ) قضيو پرېکړې شوې دي.
دده په خبره ، له  دغو  قضيو څخه (۹) مرکزي دفتر ته ورلېږل شوې دي.
دى زياتوي، چې په دې بهير کې د پکتيکا ولايت د ښځو چارو رييسه بي بي حوا پنځه دېرش زره افغانۍ او د خوشامند ولسوال ګلاخان اويا زره افغانۍ د درغليو او تقلب په وجه نغدي جريمه شول.
نوموړى وايي، چې د مرکزونو د قرنطين او درايو د باطلولو پرېکړه يې درې ورځې مخکې ترڅېړنو وروسته کړې ده.
د يادولو ده ، چې په پکتيکاولايت کې د رايې ورکولو  ۲۶۶ مرکزونه شته ، چې د چارواکو په وينا، د ټاکنو پر ورځ يې ټول پرانيستي و.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.