کابل(پژواک، ٢ غويى ٩٣): د ولسمشرۍ کانديدان د ټاکنو د څېړنې په برخه کې د کمېسيونونو پر بې طرفۍ ټينګارکوي او وايي، چې پاکې رايې بايد له ناپاکو بېلې شي او هغه کسان چې تقلب يې کړى، بايد تر پېژندلو وروسته قانون ته وسپارل شي.
هغه ناسته، چې نن په کابل کې د ټاکنو پروسې د ټينګښت لپاره د افغانستان د مدني بنسټونو شبکې (ACSEN) له خوا په کابل کې تر سره شوه، د رايو د شمېر پر څرنګوالي، د ټاکنو څارنه او روڼتيا او همدارنګه په ټاکنو کې د رسنيو د رول په اړه خبرې وشوې.