8 Farah officials fined over electoral fraud

 
فراه (پژواک ٣١ ورى ۹۳): فراه کې دوه امنيتي چارواکي او د ټاکنو د خپلواک کمېسيون شپږ ساحوي ناظمان  (DFC)په ټاکنو کې د درغلۍ او سرغړونې له امله نغدي جریمه شول.
دا څرګندونې په فراه کې د ټاکنیزو شکایتونو د کمېسيون مشر ډاکتر علي احمد نهضت یار، پژواک خبری اژانس ته وکړې.
هغه وويل چې په يادو کسانو کې د دغه ولايت د خاکسفيد او پشت کوه ولسواليو امنيه قوماندانان او په دې ولسواليو او د فراه په مرکز کې توظيف شوي شپږ د ټاکنو د خپلواک کمېسيون ساحوي ناظمان شامل دي.
ده د جريمې کچه څرګنده نه کړه خو په فراه کې د ټاکنيزو شکايتونو د ولايتي دفتر يوه کار کوونکي چې نه يې غوښتل نوم يې څرګند شي وويل، چې امنيه قوماندان هر يو ١٢٠٠٠ او ساحوي ناظمان هر يو ٣٠٠٠ افغانۍ جريمه شوي دي.
د نهضت يار په وينا، دغه کسان وروسته له هغه د ټاکنيزو شکايتونو د ولايتي دفتر له خوا جریمه شول چې پر هغوی په ټاکنو کې د درغلۍ او سرغوړونې لګول شوي تورونه ثابت شول.
ده د جزيياتو له ورکولو پرته وويل، چې له يادو امنيه قوماندانانو يو يې ځکه دوه ځلې جريمه شوى، چې په اړه يې په دوو بېلابېلو برخو کې شکايتونه ثبت شوي وو.
د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاکنې د وري په ١٦مه ترسره شوې.
په دې ټاکنو کې د شوو درغليو او سرغړونو په اړه په بېلابېلو ولايتونو کې شاوخوا ٣٥٠٠ شکايتونه ثبت شوي او تر څېړنو لاندې دي.
ټاکل شوې د ټاکنو لومړنۍ پايلې د غويي په ٤مه او وروستۍ پايلې يې د همدې مياشتې په ٢٤مه اعلان شي.
 

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.