Many Nimroz polling centers’ votes quarantined

 
زرنج (پژواک ٣١ ورى ٩٣): د نيمروز د ټاکنيزو شکايتونو ولايتي دفتر وايي، چې په دغه ولايت کې يې د رايې ورکونې د ١٧ محلونو او ١٨ مرکزونو رايې قرنطين کړې دي.
 د دغه ولايت د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون مشر ډاکټر عبدالرازق سيفي نن پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د شکايتونو د نېټې له پيل څخه يې تر دې دمه ٤٢ شکايتونه ثبت کړي، چې له دې ډلې ٢٨ موارد په لومړۍ کټګورۍ کې ځاى لري.
 هغه وويل، چې د لومړۍ کټګورۍ له ٢٨ مواردو څخه يې ٨ شکايتونه د ولسمشرۍ کانديدانو او پاتې ٢٠ نور يې د ولايتي شوراګانو د نوماندانو په اړه دي.
 سيفي زياته کړه، د ټولو ثبت شوو شکايتونو له ډلې يې ١٤ پېښې، په نيمروز ولايت کې د ياد کمېسيون د کارکوونکو له لوري ترسره شوې دي.
 سرچينه د خپلو خبرو په زياتولو سره وايي، چې د نيمرو د ټاکنيزو شکايتونو دفتر د رايې ورکونې ١٧ محلونه او همدرانګه د دغه ولايت د ټاکنو خپلواک کمېسيون د رايې ١٨ مرکزونه قرنطين کړي دي.
 نوموړي زياته کړه، چې تر دې مهاله د قرنطين شوو صندوقونو له ډلې يوازې د دريو محلونو رايې د څارونکو او مشاهدينو پر وړاندې شمېرل شوې دي.
 نوموړي پر دې سربېره وويل، چې د ټولو قرنطين شوو صندوقونو د رايو بيا شمېرنه دوام لري.
سيفي د ځانګړي کانديد په ګټه د پراخې درغلۍ په اړه د ولسمشرۍ ټاکنو د يو شمېر څارونکو ادعاوې، د ټاکنو د  کانديدانو تر منځ د سياليو ادامه وبلله.
 نيمروز ولايت کې د ټاکنو په ورځ د رايې ورکونې ٦٢ مرکزونه فعال وو.
 

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.