44 complaints probed; votes at 10 sites tallied

 
محمودراقي (پژواک ٢٦ ورى ٩٣): د کاپيسا د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون، د نن او پرون ورځو په  علني ناستو کې د ټاکنو په اړه ٤٤ ثبت شوي شکايتونه څېړلي دي.
د ټاکنيزو شکايتونو کميشنر قدرت الله جاويد پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په يادو څېړنو کې د تګاب ولسوالۍ، د جويبار د رايې ورکولو د دوه مرکزونو رايې باطلې شوې دي.
 هغه زياته کړه، چې دغه کمېسيون همدارنګه د تګاب ولسوالۍ په جالوخېلو مرکز کې د ولايتي شورا د دوو غړو رايې، چې پر وړاندې يې مستند شکايتونو شتون درلود، د رايې ورکولو صندوقونو له څېړلو وروسته باطلې کړې دي.
 جاويد وويل، چې د کاپيسا ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون ته د وړاندې شويو سندونو پر بنسټ، د ټاکنو په ورځ ياد دوه مرکزونه پرانيستي وو، خو په سيمه کې د نا امنۍ له امله د کارکوونکو له واکه وتلي، چې بيا وروسته د ځانګړو کانديدانو په ګټه ډک شوي دي.
 همدارنګه د ولسي جرګې د دوو غړو په اړه چې د يوه ځانګړي کانديد په ګټه په درغلۍ تورن وو او د ولايتي شورا د يو شمېر غړو شکايتونه، د شکايتونو د مرکزي دفتر په لارښوونه د لاډېرې څېړنې په موخه د ټاکنيزو شکايتونو مرکزي دفتر ته لېږل شوي دي.
 بلخوا د  ټاکنو کمېسيون يو شمېر کارکوونکو ته چې د ټاکنو په ترڅ کې يې ځينې ټاکنيزې سرغړونې کړې وې، اړينې لارښوونې وشوې.
 دا په داسې حال کې ده، چې د کاپيسا ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون، په دغه ولايت کې د ولايتي شورا يو غړى، د خپل قانوني عمر د نه بشپړلو له امله له ټاکنو يوه ورځ وړاندې، د ولايتي شورا د کانديدانو له نوملړه ايستلى و.
 

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.