92 ballot boxes quarantined; 11 officials fined

 
کندوز (پژواک ٣١ ورى ٩٣): د کندوز د ټاکنيزو شکايتونو ولايتي کمېسيون د رايې ورکونې د ٩٢ صندوقونو له قرنطين او د ولايتي شوراګانو د دوو کانديدانو او د ټاکنو کمېسيون د نهو کارکوونکو له نغدي جريمې خبر ورکړى دى.
د کندوز د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون مشر صبغت الله وفايي وايي، چې دغه صندوقونه د ياد ولايت په مرکز او د پنځو ولسواليو په مرکزونو پورې اړوند دي، چې ټول يې د ولسمشرۍ نوماندانو پورې تړاو لري.
هغه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په دغو مرکزونو کې د تخارستان د جامع جومات، فاطمه الزهرا، د نجونو مرکزي لېسه، د حقوقو رياست، د ترکمنو منځنى ښوونځى، د ښاروالۍ رياست او د مولوي سراج الدين ښوونځى شامل دي، چې په هر مرکز کې له ٣ څخه تر ٧ پورې د نارينه و او ښځينه و د رايې ورکونې مرکزونه شته دي.
وفايي زياته کړه، چې دوى د يادو ٩٢ مرکزونو د رايې بيا شمېرنه د ټاکنيزو څارونکو په شتون کې پيل کړې، چې پايلې به يې وروسته اعلان شي.
د کندوز د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون مشر زياته کړه، ټاکل شوې د دې تر څنګ ١٤ نور مرکزونه هم چې د دغه ولايت په چهاردرې، امام صاحب، خان اباد، علي اباد او دشت ارچي ولسواليو کې شتون لري، په نږدې راتلونکي کې قرنطين شي.
هغه وويل، چې تر دې دمه يې د ټاکنو په اړه ٦٠ شکايتونه ثبت کړي او له دې ډلې يې ٣٥ شکايتونو ته چې په (ب) او (ج) کټګوريو کې ځاى لري، لاسرسى شوى او د (الف) کټګورۍ شکايتونو ته تر دې مهاله لاسرسى نه دى شوى.
وفايي زياته کړه، چې له دې ډلې شکايتونو يې ٣١ شکايتونه د ولسمشرۍ په نوماندانو او ٢٩ شکايتونه يې د ولايتي شوراګانو د نوماندانو اړوند دي، چې د سندونو او مدرکونو پر مهال به د دغه ولايت د ټاکنو په پړاو کې اغېزمن وي.
نوموړي د يادو شکايتونو د څرنګوالي په اړه معلومات ورنکړل، خو ويې ويل چې دا شکايتونه په ځينو مرکزونو او يو شمېر ولسواليو کې په ويډيويي، غږيز او کتبي ډول تر لاسه شوي دي.
بلخوا د ولايتي شورا دوه غړي او همدارنګه د ټاکنو کمېسيون ٩ کارکوونکي په نغدي ډول جريمه شول.
نوموړي د يادو دوو نوماندانو نومونه په ډاګه نه کړل، خو ويې ويل چې يو کانديد يې ٥٠ زره او بل ٣٠ زره افغانۍ جريمه کړي دي.
وفايي زياته کړه، چې يوه نوماند د رايې ورکونې مرکز په پنځلس مترۍ کې خپلې تبليغاتي پاڼې لګولې وې او بل يې د هغه د دفتر د دوو غړو له امله چې له اعتبارليک پرته د ټاکنو خپلواک کمېسيون ته دننه شوي وو، جريمه کړى دى.
د کندوز ولايت د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون مشر وويل، چې د ټاکنو خپلواک کمېسيون ٩ کارکوونکي هم شل زره افغانۍ جريمه شوي دي.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.