Election runners accused of tax evasion

 
ميدان ښار (پژواک ۹ ورى ۹۳): د ميدان ښار وردګو ښاروالي وايي، چې په دغه ولايت کې د ولسمشرۍ او ولايتي شورا يوه کانديد هم د خپلو لګېدلو انځورونو او پوسټرونو ټکس نه دی ورکړی.
د ميدانښار ښاروال انجنير محمود اميري وايي، چې د کانديدانو کمپاينرانو پر خپل سر د ښاروالۍ اړوند په چوک، برېښنايي پايو او يو شمېر نورو مهمو سيمو کې انځورونه او پوسټرونه لګولي دي.
نوموړی پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په دغه ښار کې د نوماندانو پر لګېدلو انځورونو او پوسټرونو باندې د ښاروالۍ دوه ميليونه افغانۍ ټکس برابرېږي، چې له پرله پسې اړيکو سره هم هېڅ کانديد د دوی ټکس نه دی ورکړی.
د هغه په وينا، دوی په ميدان وردګو کې ياده ستونزه د کانديدانو پر کمپاينرانو سربېره د ټاکنو د شکايتونو له کمېسيون سره هم په رسمي ډول شريکه کړې ده.
د وردګو ولايتي شورا ته کانديده نفيسه سيلۍ وردګ هم مني، چې د لګېدلو انځورونو او پوسټرونو ټکس يې ښاروالۍ ته نه دی ورکړی او زياتوي، د دغه ولايت د شکايتونو کمېسيون له لوري هم له کانديدانو سره اړيکه نيول شوې، څو ټکس ورکړي.
هغې له پژواک سره په خبرو کې ښاروالۍ ته د پوسټرونو او انځورنو د ټکس نه ورکول، د کانديدانو له لوري يو ډول تقلب وباله او په خبره يې، بايد ټول نوماندان د ښاروالۍ له طرزالعمل سره سم ټکس ورکړي.
د ميدان وردګو د والي وياند عطاالله خوګياڼي پژواک ته وويل، چې د ښاروالۍ له لوري له دوی سره هم ياده موضوع شريکه شوې وه.
د هغه په وينا، والي عبدالمجيد خوګياڼي له لوري د بېلابېلو ناستو په ترڅ کې په دغه ولايت کې د ولسمشرۍ کانديدانو د ټاکنيز دفتر مسوولينو او د ولايتي شورا کايديدانو ته لارښوونه کړې، څو د لګېدلو پوسټرونو او انځورونو ټکس ښاروالۍ ته وسپاري.
په ميدان وردګو ولايت کې د ټاکنو د خپلواک کمېسيون مشر انجنير نورالله وايي، ښاروالۍ له دوی سره ياده موضوع شريکه کړې او دوی هم پر وخت اجراات کړي دي
.
هغه پژواک اژانس ته وويل، چې د ولسمشرۍ کانديدانو د ټاکنيزو دفترونو مسوولينو او ود لايتي شورا نوماندانو هم ورسره ژمنه کړې، چې د راتلونکې اونۍ په ترڅ کې به د ښاروالۍ د لايحې مطابق د لګېدلو پوسټرونو او انځورونو ټکس وسپاري .
د يادونې ده، په ميدان وردګو ولايت کې د ولايتي شورا لپاره د اوو ښځو په ګډون شپږ څلوېښت تنو ځانونه نوماند کړي او تر دې مهال په دغه ولايت کې د ولسمشرۍ شپږو نوماندانو د خپل کمپاين چارې پيل کړې دي
.
ټاکل شوې د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاکنې د راتلونکې شنبې په ورځ د وري په ١٦مه ترسره شي.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.