١- ملي راډيوتلوېزيون :
دملي راډيو تلوېزيون امريت داطلاعات او فرهنګ رياست په چوکاټ کې له تېرو پنځو کلونو راهيسې څلور ساعته نشرات لري ، چې يواځې په مرکز ميدان ښار کې اورېدل کېږي . لس  کارکوونکي لري او دا مهال يې د امريت چارې د محمد وحيد عاطف پر غاړه دي .
   د اړيکې شمېره : ۰۷۹۹۶۶۹۹۳۲
٢-يووالي غږ راډيو:
يووالي غږ راډيو په ميدان وردګ ولايت کې يواځينۍ شخصي راډيوده ،چې په ٢٠٠٣ زېږديز کال کې دانټرنيوز په مرسته ددې ولايت په سيد آباد ولسوالۍ کې تاسيس شوه او ورسره په  نږدې ولسواليو کې اورېدل کېږي . دغه راډيو شپږ کارکوونکي لري، مسوول  مدير يې حضرت الدين نصرت دى .
د اړيکې شمېره : ۰۷۹۹۴۳۸۵۷۵
٣-ځلاتلويزيون:
ځلا تلوېزيون په دغه ولايت کې يواځينى شخصي تلوېزيون دى ،چې دهمدې ولايت په مرکز ميدان ښار کې يې د فعالېدو چارې روانې دي ، مسوول يې انجينرمحمدعمرحليم دى.    
 د اړيکې شمېره : ۰۷۰۰۲۸۶۶۷۱
٤-چک راډيو:
 دغه راډيو ددې ولايت په چک ولسوالۍ کې موقعيت لري او په دغه ولايت کې د مېشتوامريکايي ځواکونو له خوا اکمالېږي ، دخپرونو ډېرى برخه يې موسيقي ده او تبليغاتي خپرونې لري ، خو په دغه ولسوالۍ کې دشته نا امنيو او امريکايي ځواکونو له وتلو وروسته يې له تېرې يوې مياشتې راهيسې خپرونې بندې شوې دي.
٥-ملي هدف اونيزه:
ملي هدف اونيزه په دغه ولايت کې لومړۍ چاپي دولتي خپرونه ده ،چې دامتياز خاوند يې داطلاعات او کولتور رياست دى او له ١٣٨٣ کال  راهيسې تر ننه په هره اونۍ کې يو ځل خپرېږي او تر ډېره ولايتي خبرونو ته ځانګړې شوې وي.  ددغې اونيزې ځينې ګڼې په فوق العاده ډول د مجلې په بڼه هم دولايت مقام په ځانګړي لګښت خپرې شوي . مسوول مدير يې شېرمحمدخان دى .
د اړيکې شمېره : ۰۷۷۱۸۴۴۰۵۰
٦-پيزوان:
پيزوان هم ددغه ولايت دښځو چارو رياست نشراتى ارګان دى ، چې تېر کال ددې ولايت د پخواني والي محمد حلم فدايي له خوا تاسيس او دمجلې په ډول په اونۍ کې يو ځل خپرېږي ، دمسووليت چارې يې د اغلې وحيدې ښکلې پرغاړه دي او ډېرى مطالب يې دښځو پر ژوند راڅرڅېږي .
د اړيکې شمېره :۰۷۸۱۴۸۶۹۶۵
 ٧-بدلون:
بدلون دميدان وردګ ولايت مقام انټرنيټي اونيزه ده ،چې  د ميدان وردګو د مخکني والي حليم فدايي په نوښت رامنځته او د پي ډي ايف په فايل کې په اونۍ يو ځل خپرېده او تر ډېره دولايت مقام اړوندو ليدنو کتنو او خبرونو ته ځانګړې شوې ده ، دغه خپرونه د ولايت دمطبوعاتي دفتر تر نظر لاندې چمتو او لوستونکو ته دايميل له لارې استول کېږي .
٨-ښاروالي اونيزه: 
دا د ميدان وردګو ولايت دښاروالۍ اونيزه ده ،چې په اونۍ کې يو ځل خپرېږي او تر ډېره پورې دښاروالۍ اړوندو چارو ته ځانګړې شوې ده . په رنګه او ښکلې کاغذ کې خپرېږي او تېر کال تاسيس شوې ده .
٩-مشوره :
دا د ميدان وردګو ولايت د ولايتي شورا خپرونه ده ، چې په مياشت کې يو ځل خپرېږي او ددغې شورا دغړو ليدنو کتنو او اړوند خبرونو ته ځانګړې شوې ، په څلورو مخونو کې په ښکلي قطعه او صحافت خپرېږي .
د اړيکې شمېره : ۰۷۹۹۴۹۰۴۹۱
١٠-عهد مجله :
عهد مجله په ۱۳۸۴ کال کې په ميدان وردګو کې د انجينر حيات الله حيات په مشرۍ  چاپيږي .
دغه مهالنۍ ، ديني، علمي ، فرهنګي ، ټولنيز او اقتصادي مطالب لري ، د اعلانونو او په شخصي لګښت چاپيږي .
د اړيکې شمېره :  ۰۷۸۶۷۳۱۲۵۸
١١-لمر وړانګه
لمر وړانګه مهالنۍ مجله د جلال اشنا په مسووليت په ١٣٨٤کال کې په ميدان وردګو ولايت کې په لومړي ځل چاپ شوه . دغه مجله په شخصي لګښت چاپيږي، فرهنګي ، روغتيايي ، علمي ، سياسي ، ټولينز او اقتصادي مطلب خپروي .
د اړيکې شمېره : ۰۷۹۹۴۹۰۴۹۱
١٢-ميدان ځوانان مجله :
د ميدان ځوانانو مجله په ١٣٨٣کال کې په ميدان وردګو کې په لومړي ځل چاپ شوه ، ددغې مهالنۍ مسوول مدير همت الله امين زى دى ، ياده مجله فرهنګي ، علمي ، سياسي ، ټولينز او اقتصادي مطلب خپروي.
د اړيکې شمېره : ۰۷۰۰۰۶۵۸۴۲ 
١٣سپورټ مجله :
سپورټ مجله په ١٣٨٣کال کې په ميدان وردګو کې په لومړي ځل چاپ شوه ، ددغې مهالنۍ مسوول مدير سيدالرحمن دى ،  ياده مجله د ورزشي مطالبو ته ځانګړې شوې ده .
١٤-شپيلۍ مجله :
شپيلۍ مجله په لومړي ځل په ١٣٨٣کال کې د بريالي روان په مشرۍ چاپ شوه ، په دغې مهالنۍ کې سياسي ، اقتصادي ، فرهنګي ، ادبي او ټولنيز مطالب چاپ کېدل، مالي لګښت يې   مديوتيک ورکاوه، خو اوس له چاپ څخه پاتې ده .
د اړيکې شمېره : ۰۷۰۰۰۷۴۳۱۹
١٥- روغتيا پالنه:
روغتيا په ١٣٨٤کال کې  د ډاکټر اضغرخېل په مسووليت په ميدان وردګو کې په لومړي ځل له چاپ څخه راووته ، په دغې مهالنۍ کې روغتيايي مطالب چاپيږي .
د اړيکې شمېره : ۰۷۹۹۸۷۴۴۹۴
١٦- خورشيد سنګلاخت:
خورشيدسنګلاخت په ١٣٨٥کال کې د عبادي په مشرتوب په ميدان وردګو ولايت کې په لومړي ځل له چاپ څخه راووته ، په دغې مهالنۍ کې ډيرى   اقتصادي ، سياسي ، فرهنګي او ټولنيز مطالب چاپيږي .
١٧- جلګه مهالنۍ :
جلګه مهالنۍ په ١٣٨٧کال کې د يعقوب په مديريت په لومړي ځل په ميدان وردګو کې چاپ شوه ، په دغې مهالنۍ کې بېلابېل مطالب چاپيږي .
د اړيکې شمېره : ۰۷۷۸۵۳۵۲۱۵
١٨-مڼه مجله :
مڼه مجله د ګل اغا احمدي په مديريت په ١٣٨٩کال کې په لومړي ځل په ميدان وردګو ولايت کې چاپ شوه ، دغه مهالنې مجله په اقتصادي ، سياسي ، فرهنګي ، ادبي او ټولنيزو برخو کې مطالب خپروي .
د اړيکې شمېره : ۰۷۹۹۳۰۱۸۳۳
١٩- واوره مجله:
واوره مجله په ١٢٩٠کال کې د صفت الله په مديرت په لومړي ځل په ميدان وردګو کې چاپ شوه . دغه مهالنې بېلابېل مطالب خپروي .
د اړيکې شمېره : ۰۷۷۵۹۲۰۹۷۴
٢٠-دريځ مجله :
دريځ مجله په ١٣٨٦کال کې د اجمل هوډمن په مديريت په لومړي ځل په ميدان وردګو ولايت کې چاپ شوه . دغه دوه مياشتنۍ مجله ، اقتصادي ، سياسي ، ټولنيز، علمي ، فرهنګي او ادبي مطالب خپروي .
د اړيکې شمېره : ۰۷۰۰۲۴۹۸۸۹
٢١-ځلا
ځلا مهالنۍ په ١٣٨٨کال کې د مجمد جاويد په مديرت په لومړي ځل په ميدان وردګو ولايت کې له چاپ څخه راووته ، دغه مهالنۍ بېلابېل  مطالب خپروي .
د اړيکې شمېره : ۰۷۷۲۷۶۶۷۸۹
٢٢-ګل بڼ مجله :
ګل بڼ مجله د دغه ولايت د ښاروالۍ له خوا  په ١٣٨٩کال کې په لومړي ځل په دغه ولايت کې چاپ شوه ، دغه دوه مياشتنۍ مجله د نورو مطالبو ترڅنګ ډيره د ښاروالۍ فعاليتونو ته ځانګړې شوې ده .
د اړيکې شمېره :  ۰۷۷۴۵۷۵۵۶۰
٢٣-ويښ :
ويښ پنځلس ورځنۍ په  ١٣٩٠کال کې د ميدان وردګو د مخکني والي محمد حليم فدايي له خوا رامنځته ، چې په ١٥ ورځو کې به يو ځل چاپېده ، په دغې پنځلس ورځنۍ کې د ولايت مقام پرمختګونه ، لاسته راوړنې او نور بېلابېل مطالب خپرېدل، چې اوس له چاپ څخه پاتې ده
د اړيکې شمېره : ٠٧٠٠٦٣١٨٦٠
وردګ اونیزه
وردګ اونیزه په ۱۳۸۷ هـ ش کال کې په میدان وردګ کې د عبیدالله نوری په مشرۍ چاپیږي، دغه مهالزۍ دینی، علمی، فرهنګی، ټولنیز او اقتصادي مطلب لری، د اعلانوتو او په شخصی لګښت چاپیږي.
د اړیکې شمیره: ۰۷۷۷۸۵۳۴۴۴ / 0777853444
ددغو رسنيو ترڅنګ اذان ګودر او يو شمېر نورې چاپي رسنۍ هم شته ، چې د معلوماتو په ترلاسه کېدو سره به يې په دغه نوملړ کې زياتې کړو .