عبدالمجيد خوږىاڼى د عبدالله خان زوى او د جرنيل ولاجان  لمسى دى ، چې  په ١٣٣٣کې د ننګرهار ولايت د خوږياڼو ولسوالۍ د اوډيسا په کلي يې دې نړۍ ته سترګې غړولې دي.
ده لومړنۍ زده کړې په خپل ټاټوبي، منځنۍ او ثانوي زده کړې يې د کابل په حبيبې لېسې کې ترسره کړي او د کابل پوهنتون داقتصاد له پوهنځي څخه يې ليسانس اخيستى دى.
پر افغانستان د روسانو د تېري پرمهال نوموړي له يوه کال څخه زيات د زندان له تېرولو  پاکستان ته تر هجرت وروسته له روسانو سره د جهاد په موخه يې د سنګر لار خپله کړه او د روسانو تر ماتې او وتلو پورې يې جهاد ته ادامه ورکړه .
په ١٣٧١کال کې د څلورو کلونو لپاره د ننګرهار د کليو د پراختيا د رييس په توګه يې دنده تر سره کړې ده، دغه راز د ولسي جرګې په پنځلسمه دوره کې د ننګرهار د خلکو منتخب استازی وټاکل شو او د يادې جرګې د اقتصاد د کمېسيون مرستيال هم و.
عبدالمجيد خوږياڼى په ١٣٩١کال کې د وږي د مياشتې په ٣٠مه د ولسمشر حامدکرزي د ٣٩٣٢ ګڼه فرمان له مخې ، د ميدان وردګو د والي په توګه وټاکل شو .