۶۵- سيد محمد سعيدي
انتخابي سناتور
سيد محمد سعيدي د حاجی سيد حسن زوی، چې په ۱۳۳۶ لمريز کال کې د ميدان وردګو ولايت د بهسودو ولسوالۍ د سيدقلعې دلومړۍ برخې په كلى کې زېږېدلی او په اسلامي علومو کې يې د څوارلسم ټولګي معادل زده کړې کړې دې. نوموړی مخکې د ميدان وردګو د ولايتي شورا غړى و، د آيت الله محسني په مشرۍ د افغانستان د اسلامي حركت ګوند غړى دی .
د اړيکې شمېره: ۰۷۷۲۰۷۴۳۹۹
۶۶- زهراشريفی
انتخابي سناتوره
زهراشريفي د محمد عوض لور، چې په ۱۳۵۳ لمريز کال کې د ميدان وردګو ولايت د بهسودو په لومړۍ برخې ولسوالۍ کې زېږېدلې ده او له څوارلسم ټولګي څخه فارغه شوې ، نوموړې د دايكنډي د سوداګرو ښځو په ټولنه كې رييسه ،دافغانستان دسوداګرو ښځو په فدراسيون كې دمديره پلاوي غړې،په مدني ټولنه كې غړيتوب ، د رنګ اوډيزاين په برخه كې ترينره ده او د افغانستان د اسلامي وحدت ګوند غړې ده.
د اړيکې شمېره: ۰۷۹۹۴۴۰۷۴۸
١٠٠-حاجي سليمان ياري :
له ميدان وردګو ولايت څخه انتصابى سناتور
حاجي سليمان ياري دنيک محمد زوى په ١٣١٣ لمريز کال کې دميدان وردګو ولايت د بهسودو لومړۍ حصې ولسوالۍ کې زېږېدلى دى .هغه دينې زده کړې کړې او همدارنګه د ولسې جرګې د دريارلسمې دورې د وکيل ، دجبهه ملى نجات افغانستان د کډوالو درييس، دهمدې جبهې دتفتيش درييس او کډوالو ته دخوراکي توکو دوېش مسوول، دمجاهدينو په حکومت کې دسپکو صنايعو او خوراکي توکو د وزير، دبېړنۍ لويې جرګې دغړي ، دټاکنو دخپلواک کميسيون دغړي ، دسيمه ييز امن جرګې دغړي ، دافغانستان دخلکو دشورا رييس اود جبهه ملى نجات افغانستان دغړي په توګه دندې اجرا کړي دي .
داړيکو شمېره : 0799330277