د ميدان وردګو ولايت ولايتي شورا ۱۵ غړي لري، چې د ١٣٩٣ کال په ټاکنو کې یواځې دوو پخوانيو غړو يو ځل بيا دې شورا ته لاره ومونده. د شورا د غړو ترمنځ په موقتي داخلي ټاکنو کې لاندې درې کسان د اداري پلاوي په توګه وټاکل شول.
رييس: حلیمه عسکري
معاون: مېرویس امیري
منشي: شریف الله هوتک
 
١- محمد سردار بختیاري:
محمد سردار بختیاري د بختیار زوی دی چې په ١٣٦١ هجري لمريز کال کې د ميدان وردګو د بهسود ولسوالۍ په قوم دهقان سيمه کې زېږېدلى د ى. بختياري په خپله سيمه کې تر دوولسم ټولګي پورې زده کړې کړې دي، اوسمهال په کابل کې د رابعه بلخي پوهنتون د حقوقو او سياسي علومو د پوهنځي محصل دى. نوموړي وړاندې له دې چې ولايتي شورا ته لاره ومومي، شخصي سوداګري کوله.
د اړيکې شمېره: ۰۷۶۶۴۰۴۱۴۲
٢- حاجي احمدجعفري:
حاجي احمد جعفري د قمبرعلي زوی دی چې په ١٣٤٤ هجري لمريز کال کې د ميدان وردګو د دايميرداد ولسوالۍ په پخچه قلعه سيمه کې زېږېدلى دى. نوموړي د پېښور په امام حسن لېسه کې تر دوولسم ټولګي پورې زده کړې کړې دي. هغه وړاندې له دې چې ولايتي شورا ته لاره ومومي په شخصي سوداګرۍ بوخت وو او کومه رسمي دنده يې نه درلوده.
د اړيکې شمېره: ۰۷۷۱۱۴۵۱۶۶
٣- خواني سلطاني:
خواني سلطاني د محمد محسین زوی دی چې په ۱۳۳۲ کال کې د میدان وردګو په مرکزي بهسودو ولسوالۍ کې زېږېدلى دى. نوموړي په خپل کلي کې تر دوولسم ټولګي پورې زده کړې کړې دي. او وړاندې له دې چې ولايتي شورا ته لاره پيدا کړي په خپله سيمه کې قومي مشر وو.
د اړيکې شمېره: ۰۷۷۸۸۷۱۸۲۵
٤- حسن رسول:
حسن رسولي د ميرافغان زوى دى چې په ١٣٦٤ هجري لمريز کال کې د ميدان وردګو په بهسودو ولسوالۍ کې زېږېدلى دى. نوموړى اوسمهال د نور د عالي تحصيلاتو په موسسه کې د حقوقو او سياسي علومو محصل دى. رسولي وړاندې له دې چې ولايتي شورا ته لاره ومومي په خپل ولايت کې د يوې لېسې مدير وو. نوموړى له کوم سياسي حزب سره تړاو نه لري.
د اړيکې شمېره: ۷۷۰۸۰۹۹۵۹
٥- حليمه عسکري:
حليمه عسکري د محمد رضا لور ده چې په ١٣٦٨ هجري لمريز کال کې د ميدان وردګو د بهسود مرکز ولسوالۍ په ممرک کلي کې زېږېدلې ده. مېرمن عسکري د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو په برخه کې د لیسانس تر کچې زده کړې کړې دي. هغې د ميدان وردګو د ولايتي شورا د تېرې دورې غړيتوب هم درلوده چې يو ځل بيا يې د ١٣٩٣ کال په ټاکنو کې ددې شورا غړيتوب ترلاسه کړ .
د اړيکې شمېره: ٠٧٩٩٣٢٤٥٦٤
٦ - شریف الله هوتک
شریف الله هوتک د محمد حضرت جانان هوتک زوی دى چې په ١٣٦٧ هجري لمريز کال کې د ميدان وردګو د جلرېز ولسوالۍ په زېولاتو سيمه کې زېږېدلى دى. هوتک د زیولاتو په لېسه کې خپلې زده کړې بشپړې کړي او وروسته يې د دوو کلونو لپاره په کابل کې اداره او مديريت لوستى دى. هغه همداراز د پوليسو په اکاډمۍ کې نظامي زده کړې هم کړې دي او اوسمهال د کابل پوهنتون د حقوقو پوهنځي کې لوړې زده کړې کوي. نوموړي په ولايتي شورا کې تر غړيتوب وړاندې شخصي سوداګري کوله او د مدني ټولنې فعال هم پاتې شوى دى.
د اړيکې شمېره: ۰۷۷۷۷۴۵۴۸۹
٧- عصمت الله عاصم:
عصمت الله عاصم د امان الله زوی دی چې په ١٣٥٨ کال کې د ميدان وردګو د نرخ ولسوالۍ په کريمدادو کلي کې زېږېدلى دى. نوموړي معالجوي طب لوستى او وړاندې له دې چې ولايتي شورا ته لاره ومومي پر ټولنيزو چارو بوخت وو.
د اړيکې شمېره: ۷۰۰۲۶۶۰٣۲
٨-  حسین علي بلیغ:
حسین علي بلیغ د محمد عظیم زوی دی چې په ١٣٦٤ هجري لمريز کال کې د ميدان وردګو د حصه اول بهسود ولسوالۍ په لنګر سيمه کې زېږېدلى دى. نوموړي د کابل پوهنتون د ټولنيزو علومو په پوهنځي کې د ليسانس تر کچې لوړې زده کړې کړې دي. بليغ ولايتي شورا ته تر برياليتوب وړاندې د يوه کال لپاره د کورنیو چارو وزارت د ملکي برخې کارکوونکى پاتې شوى دى.
د اړيکې شمېره: ۰۷۷۵۰۱۸۶۹۱
٩- حاجي عبدالوحید اکبرزوی:
حاجي عبدالوحید اکبرزوی د عمراخان زوی دی چې په ١٣٥٠ کال کې د میدان وردګو په سیداباد ولسوالۍ کې زېږېدلى دى. نوموړي تر دوولسم ټولګي پورې زده کړې کړې دي. اکبرزوى وړاندې له دې چې ولايتي شورا ته لاره ومومي د قومي مشر په توګه دنده ترسره کوله.
د اړيکې شمېره: ٠٧٧٠٤٦٧٩٩٤
١٠-  اختر محمد طاهري
اختر محمد طاهري د حضرت محمد طاهري زوی دى چې په ۱۳۲۸ هجري لمريز کال کې د ميدان وردګو د سيد اباد ولسوالۍ په شيخ اباد کې زېږېدلى دى. نوموړىي له دوولسم ټولګي فارغ دى او دوه کاله يې د کابل پوهنتون اقتصاد پوهنځى لوستى چې په هېواد کې د جګړو له امله يې لوړې زده کړې نيمګرې پاتې شوې. طاهري ولايتي شورا ته تر بريالي کېدو وړاندې د ميدان وردګو د سوداګرۍ خونې رييس او د وردګو شورا رييس پاتې شوى دى.
د اړيکې شمېره: ٠٧۰۰۹۰۹۰۹۰
١١- میرویس امیري
میرویس امیري د امیر محمد زوی دى چې په ۱۳۲۹ کال کې د ميدان ښار د امرخېلو په کلي کې زېږېدلى دى. اميري په ميدان ښار کې د ښوونکو د روزنې (دارالمعلمین ) په مرکز کې تر څوارلسم ټولګي پورې زده کړې کړې دي او وروسته يې په خپل ولايت کې په بېلابېلو ښوونځيو کې د ښوونکي، سرښوونکي او مدير په توګه دندې ترسره کړې دي.
د اړېکې شمېره: ۰۷۹۷۶۰۸۱۸۰
١٢- هاجر مرزايي:
هاجر مرزايي د محمد رضا لور ده چې په ١٣٦٦ هجري لمريز کال کې د ميدان وردګو د بهسود ولسوالۍ د بهسود مرکز په سبزاکوبيرون سيمه کې زېږېدلې ده. مېرمن ميرزايي په کابل پوهنتون کې د طبيعي علومو په برخه کې د ليسانس تر کچې لوړې زده کړې کړې دي.
د اړيکې شمېره: ۰۷۹۷۶۰۸۱۸۰
١٣- نفیسه سیلۍ وردګ:
نفیسه سیلۍ وردګ د محمد نادر لور ده چې په ۱۳۵۷ هجري لمريز کال کې د میدان وردګو د سیداباد ولسوالۍ په تره خېلو سیمه کې زېږېدلې ده. مېرمن وردګ د کابل پوهنتون له اقتصاد پوهنځي فارغه شوې او بېلابېلو کورنيو او بهرنيو نادولتي موسسو سره يې کار کړى دى. نوموړې وړاندې له دې چې ولايتي شورا ته لاره ومومي، د مدني ټولنې فعاله هم وه.
د اړيکې شمېره : ۰۷۸۶۲۸۴۸۰۰
١٤-  مسعود شنيزى:
مسعود شنیزی د حاجي محمد عمر زوی دی چې په ١٣٦٤ کال کې د ميدان وردګو په سيداباد ولسوالۍ کې زېږېدلى دى. نوموړي د ادارې او مديريت په څانګه کې په هندوستان کې د ليسانس تر کچې لوړې زده کړې کړې دي. شنيزى ولايتى شورا ته تر کاميابېدو وړاندې پر شخصي سوداګرۍ بوخت وو.
د اړيکې شمېره: ٠٧٩٨٨٨٨٨٣٥
١٥- سيد روح الله علوي:
سید روح الله علوي د سید غضنفر شاه زوی دی چې په ١٣٦٦ کال کې د ميدان وردګو ولايت په بهسود مرکزي ولسوالۍ کې زېږېدلى دى. علوي د کابل پوهنتون له حقوقو پوهنځي فارغ شوى او وړاندې له دې چې ولايتي شورا ته لاره ومومي کومه رسمي دنده نه لرله.
د اړيکې شمېره : ٠٧٩٩٧٣٥٧٩٩