۲۳۲- عبدالاحمد درانی
د خلکو استازى ، رايې : ۱۲۷۷۴
 
 حاجي عبدالاحمد درانی د حاجي  نورمحمددراني زوى ، چې په ١٣٣٨ لمريز کال کې د ميدان وردګو په جلريز ولسوالۍ کې زېږېدلى او په ديني برخه کې د لسم ټولګي ترکچې زده کړې لري .هغه د اتحاد اسلامي له ګوند سره ، چې اوس ددعوت اسلامي په نوم دى تړاو لري ، نوموړي د   درېيمې جهادي پلې فرقې د غونډ د قوماندان ، د شمال د متحدې جبهې د حوزې د مرستيال او د لنډمهالې دورې په رامنځته کېدو سره د ميدان وردګو ولايت د امنيه قوماندان په توګه دندې تر سره کړې دي.
د اړيکو شمېرې: ٠٧٧٧٢٠٦١٤٨،٠٧٨٨٢٣٠٠٢٣
 
۲۳۳- غلام حسين ناصري
د خلکو استازى ، رايې :۸۵۵۲
 
غلام حسين ناصري د علي جمعه زوی ، د ميدان وردګو په بهسودو ولسوالۍ کې په  ١٣٣۸   لمريز کال کې زېږېدلى ، لومړنۍ زده کړې يې د بهزاد په لومړني ښوونځي کې ترسره کړي او خپلې ثانوي زده کړې يې په ١٣۵۰ لمريز کال کې د کابل د امان الله غازي په لېسه کې بشپړې کړې دي. په  ١٣۸۶ لمريز کال کې د تهران په قم پوهنتون کې د اسلامي  حقوقو له پوهنځي څخه فارغ شوى  او ددې ترڅنګ  يې ديني زده کړې هم کړې دي. له ١٣۷۶ لمريز کال څخه تر ١٣۸۱ لمريز کال پورې د حزب وحدت اسلامي افغانستان د وياند په توګه يې دنده ترسره کړې او د يوه کال لپاره يې په ١٣۸۲ لمريز کال کې د باميانو د بشر د حقوقو په سيمه ييز دفتر کې دنده ترسره کړې ده. دغه راز له ١٣۸۵ لمريز کال څخه تر ١٣۸۷ لمريز کال پورې په کابل کې د ټاکنو د خپلواک کمېسيون  کارمند پاتې شوى دی. مورنۍ ژبه يې دري ده، په پښتو او انګليسي ژبو هم خبرې کوي.
د اړيکې شمېره : ٠٧٧٩٠١٧٢٨٣     
 
۳۳۴- انجنيرحميده اکبري
د خلکو استازې ، رايې:۲۲۳۶
 
انجنيرحميده اکبري د محمداکبر لور ، چې په  ١٣٥٤ لمريز کال کې د ميدان وردګو ولايت په بهسودو ولسوالۍ کې زېږېدلې ده. خپلې ثانوي زده کړې يې  په ١٣۶۸ لمريز کال کې د کابل په رابعه بلخي لېسه کې بشپړې کړې دي. هغه ، د کابل پوهنتون له انجنيري پوهنځي څخه په ١٣٨٧کال کې فارغه شوې ده.نوموړې د کابل ښار د چهار قلعه وزير اباد  په ښوونځي کې د ښوونکې په توګه دنده تر سره کړې او بيا يې دملګرو ملتونو د ګډوالو په دفتر کې د انجنيرې په توګه دنده ترسره کړې او وروسته يې بيا په ميدان وردګو  ولايت  کې په يوې نادولتې موسيسه کې د ماسټر ترينرې په حيث دنده پرمخ بيولې ده. مورنۍ ژبه يې دري ده ،په پښتو او انګليسي ژبو هم خبرې کوي.
د اړيکې شمېره  :٠٧٩٩٨٨٩٦٦٨
 
 
 ۲۳۵- حاجي عبدالمجيد وردګ
د خلکو استازى ، رايې: ۵۴۷۰
 
حاجي عبدالمجيد د عبدالطيف زوى ، چې په ١٣٣٢ لمريز کال کې د ميدان وردګو ولايت په جغتو ولسوالۍ کې د ظريف خېلو په کلي کې زېږېدلى دی. خپلې لومړنۍ زده کړې يې د ميدان وردګو ولايت د ګوربت په ښوونځي کې سر ته رسولي  او  ثانوي زده کړې يې د کابل په انقلاب ښوونځي کې بشپړې کړې دي. د پوليسو په اکاډمي کې له زده کړو وروسته  د ليسانس تر کچې  يې خپلې  لوړې زده کړې د کابل  پوهنتون کې ترسره کړې دي. نوموړي ۳۳کاله په جنايي برخه کې د کورنيو چارو په وزارت کې د افسر په توګه دنده تر سره کړې ده . په پښتو او دري خبرې کوي.
د اړيکې شمېره : ٠٧٠٠٢٤٦٤٠٧
 
۲۳۶-  صديقه مبارز
د خلکو استازې ، رايې:۳۱۷۶
 
صديقه مبارز د حسين بخش لور ، چې په ١٣٤٠ لمريز کال کې په کابل کې پيدا شوې ، د ميدان وردګو ولايت د بهسودو ولسوالۍ اصلي اوسېدونکې ده . خپلې لومړنۍ او ثانوي زده کړې يې  د ايران د حضرت خديجه او نرګيسيه ښوونځيو کې سرته رسولې دي. په اداره او مديريت څانګه کې  د ايران د پيام نور له پوهنتون څخه ليسانس لري  او اوس د کاتب په پوهنتون کې په نړيوالو اړيکو کې زده کړې کوي. نوموړې د اساسي قانون د تصويب په لويه جرګه کې د خلکو منتخبه وکيله وه او دغه راز يې د کډوالو لپاره د ښوونځيو په برخه کې کار کړى ، همدارنګه د خلکو د حوزې په نامه د يوه بنسټ او د رسول اکرام  ص د ښوونيز بنسټ موسسه هم وه او د ولسي جرګې په تېره دوره کې هم ددغه ولايت د خلکو استازې پاتې شوې ده . په دري او پښتو خبرې کوي.
 د اړيکې شمېره :٠٧٠٠٠٣٠٢٥٨