۱- ميدان ښار:
د ميدان وردګ ولايت مرکز ميدان ښار د کابل لوېديځ ته په ٣٥ کيلومترۍ کې موقعيت لري. ميدانښار چې (٣٤٥) کيلومتره پراخوالي لري دبحر له سطحې څخه (٢٢٢٥) متره لوړ د (٣٤٢٧٠٠)عرض البلد او (٦٨٤٨٠٠) طول البلد درجو ترمنځ  موقعيت لري، چې د (٥٩) اصلي کليو او يوه فرعي کلي لرونکى دى. د ميدان ښار د تاريخي سيموله ډلې د ګنبدشاه،چې چغتای پورې اړه لري نوم اخيستلای شو.په عمومي توګه دميدانښارخلک په کرنه،مالدارۍ،بڼوالۍ او سوداګرۍ بوخت دي.البته د وګړو اقتصادي وضعيت يې ډېر ښه نه دی.
 ۲- سيداباد ولسوالي:
 سيداباد ولسوالی د ميدان وردګ ولايت له لومړۍ درجه ولسواليو څخه  شمېرل کېږي،چې دميدان ښار څخه (٣٥) کيلومتره واټن لري. نوموړۍ ولسوالي (١٠٢٩) کيلومتره مربع پراخوالی، د بحر له سطحى څخه (٢٤٠٠) متره لوړوالى او د (٣٤٥٩٥٠) عرض البلد او د (٦٨٤٣٠٠) طول البلد درجو ترمنځ ،د(١١٧) اصلي او (٧٣) فرعي کليو لرونکې ده. ددغې ولسوالۍ شمال ته چک ولسوالي، سوېل ته د لوګر دخروار ولسوالي او دغزني ولايت زنه خان، ختيځ ته د لوګر ولايت  د بره کي برک ولسوالي، لوېديځ ته دچک او جغتو ولسوالۍ، شمال ختيځ ته نرخ ولسوالي، سوېل ختيځ ته دعزني ولايت د خواجه عمري ولسوالۍ پرتې دي. د سيداباد استوګن په کرنه، بڼوالۍ او مالدارۍ بوخت دي او له پوهنې سره   زياته مينه لري. دغه ولسوالي ډېر حياتي موقعيت لري او د کابل -کندهار پر لويه اکمالاتي لاره پرته ده.
 ۳- جغتو ولسوالي:
جغتو ولسوالۍ د ميدان وردګ ولايت د دويمې درجې ولسواليو له ډلې شمېرل کېږي،چې له ميدان ښار څخه (١٢٤) کيلومتره واټن لري. ددغې ولسوالۍ شمال ته چک ولسوالي،سوېل ته يې د غزني خواجه عمري، خوګياڼي او رشيدان ولسوالۍ، ختيځ ته يې سيداباد ولسوالي، لوېديځ ته يې د غزني ناور او رشيدانو  ولسوالۍ پرتې دي.د جغتو ولسوالي پراخه نيمه دښتې لري او ٢.٥ برخه ځمکه يې کرل کېږي. د دغې ولسوالۍ زياتره خلک په کرنه،مالدارۍ او بڼوالۍ بوخت دي او د خلکو اقتصادي حالت يې کمزوری دى.
  ۴- چک ولسوالي:
چک ولسوالي د ميدان وردګو ولايت د دويمه درجه ولسواليو له ډلې شمېرل کېږي،چې د ميدانښار شمال ته په (٤٠) کيلومترۍ کې موقعيت لري. د چک ولسوالي  (١٩٣) اصلي کلي لري. د بحر له سطحې(٢٢٠٠) متره لوړه او (١١٧٧) کيلومتره مربع د (٣٤٠٦٠٠) عرض البلد او (٦٨٣٥٠٠) طول البلد درجو په حدودو کې واقع ده. ددغې ولسوالۍ شمال ته نرخ او دايميرداد ولسوالۍ، سوېل ته يې جغتو او سيداباد ولسوالۍ، ختيځ ته نرخ او سيداباد ولسوالۍ، لوېديځ ته يې مرکزي بهسود او دايميرداد ولسوالۍ پرتې دي.سياب،انګورباغ او د ترممدغرونه د جغتو دګرځندوی سيمې دي،او لوګرسيند ددغې ولسوالۍ له غرونو څخه سرچينه اخلي. د چک د اوبو دبريښنا فابريکه ددې ولايت دمهمو صنعتي ودانيو په لړ کې راځي،چې بيارغونه يې ددې ولسوالۍ په ارزښت کې د پام وړ بدلونونه راوستلای شي.  ددې ولسوالۍ زياتره خلک په کرنه،بڼوالۍ او مالدارۍ بوخت دي او اقتصادي حالت يې د ميدان وردګ ولايت له نورو سيمو سره ورته دی.
۵- نرخ ولسوالۍ:
نرخ ولسوالي ، چې د ميدان وردګو د درېيم  درجه ولسواليو په لړ کې راځي،چې دميدان ښار سوېل او سوېل لوېديځ ته په (٨) کيلومترۍ کې موقيعت لري. نوموړې ولسوالۍ  (١٢٩) اصلي او (٤٣) فرعي کلي لري. نرخ ولسوالۍ د بحر له سطحې  (٢٢٠٠) متره لوړوالی،(٤٨٠) کيلومتره مربع  پراخوالی او د (٣٤٢٢٠٠) عرض البلد او (٦٨٤٨٠٠)  طول البلددرجو ترمنځ موقيعت لري. ددغې ولسوالۍ شمال ته جلريزولسوالي،ميدان ښار او کابل ولايت، سوېل ته لوګر ولايت، ختيځ ته دولايت مرکز(ميدان ښار) او کابل ولايت، لوېديځ ته د سيداباد،چک او دايميرداد ولسوالۍ پرتې دي. د نرخ ولسوالۍ خلک په عمومي توګه په کرنه او مالدارۍ بوخت دي،چې اقتصادي حالت يې تر نورو سيمو زيات کمزوری دی. په نرخ ولسوالۍ کې د ګروميټ  لوى کان موجود دى او ددغې ولسوالۍ مڼې ډيرې مشهورې دي.
۶- جلرېز ولسوالي:
 جلريز ولسوالي د ميدان وردګو ولايت د دويم  درجه ولسواليوپه ډله کې راځي،چې دميدان ښار په (٣٠) کيلو مترۍ کې موقعيت لري. دغه ولسوالي  (١٢٤) اصلي کلي لري. دغه ولسوالي د بحرله سطحې (٢٣٧٥) متره لوړه پرته ده ،چې مساحت يې(١١٣٩) متره مربع  او  په(٦٨٣٠٠٠) طول البلد درجو کې موقعيت لري. ددغې ولسوالۍ شمال ته د پروان ولايت سرخ پارسا ولسوالي او دکابل پغمان ولسوالي، سوېل ته ميدان ښار او نرخ ولسوالي،ختيځ ته ميدان ښار، لوېديځ ته د دايميرداد او د بهسودو لومړۍ برخه ولسوالۍ پرتې دي. د جلريز ولسوالۍ د لرغونو سيمو په ډله کې کشک تپه او مزار پوشته يادولاى شو.  ددغې ولسوالۍ خلک په عمومي ډول په کرنه او مالدارۍ بوخت دي.
۷- د بهسودو لومړۍ برخه:
د بهسودو لومړۍ برخې ولسوالي د ميدان وردګو ولايت د دويمې درجې ولسواليو له جملې څخه شمېرل کېږي،چې دميدان ښار لوېديځ لور ته په ٥٥ کيلومترۍکې پرته ده. نوموړې  ولسوالۍ  (٢٣٢) اصلي  او (١٥١) فرعي کلي لري. دا ولسوالي د عرض البلد په (٣٤٢١٠٠) او دطول البلد په (٦٧٥٤٠٠) درجو کې پرته ده، دبحر له سطحې څخه (٢٩٩٥) متره لوړه ده او (١٣٢٥) کيلومتره مربع پراخوالی لري. ددغې ولسوالۍ شمال ته  شيبرباميان، سوېل ته  دايميرداد او د غزني د ناور ولسوالۍ ، ختيځ ته دايميرداد،جلريز او د پروان ولايت سرخ پارسا ولسوالۍ پرتې دي، لوېديځ ته د بهسودو مرکزي ولسوالۍ سيمې پرتې دي. دبهسودو په تاريخي سيمو کې  شينيه د يادولو وړ ده.دهلمندسيند چې له نوموړې ولسوالۍ څخه تېريږي  دې ولسوالۍ ته زياته ښکلاء ورکوي.خلک يې په کرنه کې له دې اوبو څخه استفاده کوي. ددې ولسوالۍ خلک په کرنه او مالدارۍ بوخت دي،چې پخوايې مالدارۍ زياته وده کړې وه.د ټغراوبدل، ليمڅي، د پشمي جاکټونو او شالونوجوړول يې دلاسي صنايعو مهمې بېلګې دي.خود جګړو او پرله پسې وچکاليو له امله د کرنې او مالدارۍ په برخه کې زيات زيانونه ور اوښتي دي.
۸-  مرکزي بهسود:
د بهسودو مرکز ولسوالۍ دميدان وردکو ولايت له لومړۍ درجه  ولسواليوڅخه شمېرل کيږي چې (٦٧٩) اصلي کلي او (١٩٢) فرعي کلي لري. نوموړې ولسوالۍ د عرض البلد په (٣٤٣٠٣٠) درجو او د طول البلدپه (٦٨١٥٠٠)  درجوترمنځ پرته ده ، دبحر له سطحې څخه (٢٩٥٠) متره لوړه او (٢١٨٦) کيلومتره مربع  پراخوالى لري. دا ولسوالي له ميدان ښار څخه (١١٣) کيلومتره فاصله لري. ددغې ولسوالۍ شمال ته د باميانو يکاولنګ ولسوالي، سوېل ته د غزني ولايت ناور ولسوالي او د دايکنډي شهرستان ولسوالي، ختيځ ته د بهسودو لومړۍ برخه ولسوالي، لوېديځ ته د باميانو،پنجاب او ورث ولسوالۍ پرتې دي.ددغې ولسوالۍ خلک په کرنه او مالدارۍ بوخت دي ، ټغراوبدل،ليمڅي اوبدل،جاکټ جوړول او داسې نور يې لاسي صنايع دي. د لرغونو سېمو څخه يې د قوقرون سېمه يادولاى شو او د اوسپنې مشهورکان حاجي ګک په دغه ولسوالۍ کې پروت دى. .
 
۹-  دايميرداد (جلګۍ) ولسوالي:
د دايميرداد(جلګې)ولسوالي د ميدان وردګو ولايت له درېيمه درجه ولسواليو څخه شمېرل کيږي،چې د ميدان ښار په (٩٠) کيلومترۍ کې موقعيت لري .(٧٢) کيلو متره سړک يې خام او پاتې (١٢) کيلومتره سړک يې قيرشوى دى.نوموړې ولسوالي  (١١٢) اصلي كلي لري، دبحر له سطحې څخه (٢٤٥٠) متره لوړوالی، (١٣٤٢) کيلومتره مربع  پراخوالی لري ، د عرض البلد د (٣٤١٣٢٠)  او طول البلد د (٦٨١٨٣٠) درجو ترمنځ پرته ده .ددغې ولسوالۍ شمال ته د بهسودو مرکز، سوېل ته د دايميرداد او نرخ ولسوالۍ، ختيځ ته د بهسودو لومړۍ برخه، لوېديځ ته د غزني ناور ولسوالۍ موقعيت لري.   ارګ کلا، کافر کلا ، کتب تپه ، بودک کلا،  چتو تپه او لوى بودک د يادې ولسوالۍ  مشهورې تاريخي سمې دي.ددغې ولسوالۍ خلک په کرنه او مالدارۍ بوخت دي او اقتصادي وضعيت يې ښه نه دى . په دايميرداد  کې د ګچو کان شتون لري ، چې  د خلکو په اقتصادي وده کې د پام وړ رول لوبوي.