کابل (پژواک ١۵سلواغه ٩٢ ) : له ميدان وردګو ولايت څخه د ترلاسه شويو معلوماتو په اساس ، تراوسه پورې په دغه ولايت کې٥٣کاني او ظواهري نقطې تثبيت شوي ، چې له دې ډلې يې ٢٤کانونه او پاتې نورې ظواهري نقطې دي .
د معلوماتو په اساس ، چې دغه کانونه او ظواهري نقطې د جيولوجي عمومي رياست د مخکنيو کړنو، د کانونو رياست او ځينې نور يې د سيمه ييزو خلکو په مرسته کشف شوي دي.
ميدان وردګ ولايت ، چې د کابل په ګاونډ کې سوېل لوېديځ لورته په شاوخوا ٣٠کيلومترۍ کې پروت غرنى ولايت دى ، چې په زياترو برخو کې يې پراخه کاني زېرمې شتون لري .