کابل ( پژواک ٢٨ غبرګولى ٩٢ : که څه هم چې په تېرو لسو کلونو کې په ميدان وردګو ولايت کې په سلګونه د بيارغونې  لويې او وړې پروژې پلې شوي، خو ددغه ولايت اوسېدونکي شوي کارونه لږ او د قناعت وړ نه بولي .
د ميدان وردګو ولايت د کليو د پراختيا رياست د معلوماتو په اساس، له تېرو شاوخوا لسو کلونو راهيسې ١٧٦٧بېلابېلې پروژې ددغه ولايت په ټولو اداري واحدونو کې د خلکو په خوښه او غوښتنه پلې شوې دي.
دغه رياست زياتوي، چې ٢٧١پروژې تر کار لاندې دي او ٤٦٣ نورې پروژې به په نږدې راتلونکي کې په ټولو ولسواليو کې پيل شي .
د سرچينې په خبره ، چې ددغه ولايت په کچه په چک او دايميردادو ولسواليو کې د ناامنيو له امله لږ کار شوى او په جغتو ولسوالۍ کې د سم نظارت نه شتون له امله د کار کيفيت يوڅه ټيټ دى .
ددغه ولايت د فوايد عامې د رياست د معلوماتو په اساس، چې په ميدان وردګو ولايت کې ٤٢سلنه بېلابېل سړکونه پاخه شوي او يوه اندازه تر کار لاندې دي .
د سرچينې په وينا،له مرکز ميدان ښار څخه تر سيداباد ، له مرکز څخه د نرخ تر کريمدادو ، له مرکزه تر جلرېز ولسوالۍ پورې او يوڅه نور سړکونه پاخه شوي.
د رياست د معلوماتو له مخې، له ١٣٨٨څخه تر ١٣٩٠ کال پورې ١٣٠کيلومتره سړکونه پاخه شوي او له اوني کوتل څخه تر باميانو پورې د ٨٢کيلومتره  سړک د قيرکولو کار روان  دى.
دغه راز د چک سړک کار چې مخکې پيل شوى و ،اوس يې کار دناامنيو له امله په ټپه ولاړ دى.
بلخوا د ميدان وردګو والي عبدالمجيد خوګياڼى وايي ، چې تر اوسه لاهم ددغه ولايت نيمايي سړکونه نه دي پاخه شوي او خلک هر ورځ ترې د سړکونو د جوړېدو غوښتنه کوي.
هغه زياته کړه، چې اوس ٢٠٢کيلومتره سړکونه ډير اړين دي ، چې بايد ژر جوړ شي ، ځکه خلک له ستونزو سره لاس او ګريوان دي.
دده د معلوماتو په اساس ، چې په دې سړکونو کې د نرخ –دايميردادو ، توپ دښته –چک ، سيداباد- بهسود او جغتو ولسواليو سړکونه دي ، چې ژر جوړونې او قير ته اړتيا لري .
ده له فوايدعامې وزارت او مرستندويه ټولنو وغوښتل ، چې د يادو سړکونو جوړېدو ته جدي پاملرنه وکړي .
د ميدان وردګو ولايت د کرنې رياست د معلوماتو په اساس، چې ددغه رياست په هڅو په بېلابېلو ولسواليو کې  ٢٢٤شنې خونې ، د ٥٠٠تنه په ظرفيت دوه سړې خونې په ميدان ښار او د ١٠٠٠ټنه په ظرفيت په لرلو يوه سړه خونه په سيداباد ولسوالۍ کې جوړې شوې دي.
د سرچنې په خبره ، چې ١١ سړې خونې تر ځمکې لاندې د ګټې اخيستنې وړ ګرځېدلي ، ٢٦حيواني کلينيکونه او ١٠ د حيواني درملو درملتونونه جوړ شوي او دغه راز ٥٤کوپراتيفونه رامنځته شوي ، چې ١٤٠٠غړي لري .
د کرنې رياست په وينا ، چې ١٠٢٤٦هکتاره ځمکه په دغه ولايت کې باغونو نيولې ، چې زياتره يې د مڼو باغونه دي  او همدارنګه يوه د ترويج مرکز ١٨اتاقه ودانۍ په بهسودو او يو د ترويج مرکز په ميدان ښار کې جوړ شوي ، دغه راز د شيدو راټولو مرکزونه ، د سرسبزۍ پروژې او د چنارو ايښود پروژه او د زعفرانو د کښت پروژوه هم پيل شوې او ترڅنګ يې د مضره نباتي افاتو پر ضد د مبارزې پروژه هم فعاليت لري .
د سرچينې په وينا ، وخت په وخت له بزګرانو سره د اصلاح شويو تخمونو ، کيمياوي سرې ، نباتي درملو و ماشينونو او نورو اړوندو وسايلو مرستې شوي او يو شمېر بزګران په ترکيه روزل شوي او تجربې يې دلته بيا له نورو کروندګرو سره شريکې کړې دي.
د ميدان وردګو د والي د وياند عطالله خوګياڼي په وينا ، ددغه ولايت د جلريز ، سيداباد، چک ، جغتو ، دايميرداد، نرخ ، د بهسودو لومړۍ حصې او مرکز بهسود ، د ولسواليو او امينه قوماندانيو لپاره ودانۍ او دغه راز د جلريز ولسوالۍ د محکمې له ودانۍ پرته په نورو ټولو ولسواليو کې محکمو ته ودانۍ جوړې شوې دي.
دده په خبر ، چې د ميدان وردګو د امنيه قوماندانۍ ، د پوليسو د اکمالاتو بس ، د پوليسو تعليمي مرکز ،د محبس ودانۍ او په توپ دښته کې دهېواد په کچه د پوليسو اکاډمي له ټولو اړوندو محلقاتو سره جوړ او دغه راز په دا ټولو امنيتي مرکزونو کې پاخه او اساسي  مسجدونه جوړ شوي دي .
د والي وياند وايي چې په ميدان وردګو کې ٤٥٠ښوونځي او تعليمي مرکزون شتون لري ، ٢٣١يې ودانې نلري او نورو ټولو ته ودانۍ جوړې شوي او ځينې يې تر کار لاندې دي.
 د ميدان وردګو د عامې ورغتيا د رييس مخلص وردګ په خبره ، چې مخکې په دغه ولايت کې شاوخوا ٣٦ روغتيايي مرکزونه موجود وو، چې لازمې اسانتياوې يې نه درلودې ، خو اوس دغه کچه ٦٢روغتيايي مرکزونو ته لوړه شوې او ټولې لازمې اسانتياوې لري  او د لا ښه سمبالولو په چارو يې بوخت دي .
ده وويل ، چې يادو ٦٢روغيتايي مرکزونو ته ودانۍ جوړې شوي او ځينو يې له لومړني حالت څخه ارتقا هم کړې ده .
هغه زياته کړه ، چې په دغو مرکزونو کې د ولايت په کچه يو روغتون ، د ولسوالۍ په کچه درې رغتونونه ،يو لوى روغتون ، دوه جامع روغتيايي مرکزونه ، شپږ اساسي روغتيايي مرکزونه ، ٢٨فرعي روغتيايي مرکزونه ،١٩ګرځنده روغتيايي مرکزونه او نور شامل دي .
د ميدان وردګو عبدالمجيد والي خوګياڼى وايي ، چې دغه ولايت ته د بېلابېلو وزاتونو او ادارو له خوا منظور شوې ٩٠پروژې په ټپه ولاړې دي.
نوموړي په کابل کې د واليانو په جوړه شوې غونډه کې د وينا پرمهال وويل ، چې دغه پروژې ، د يادو وزارتونو له خوا د ډيزاين ، قراردادونو او سروې د ستونزو له امله ځنډول شوې دي، چې يواځې د يو څو يې کار پيل شوى دى.
ده وېره څرګنده کړه ، چې که دغه پروژې ژر پيل نشي ، نو د ساړه موسم د راسيدو له امله به دغه پروژې له پلي کېدو پاتې شي.
 دغه راز د ميدان وردګو چارواکي د چک د بند، د ګوربت بند ، د جلريز د سنګلاخ د بند ، د بهسودو د بند او د نرخ د اقچي د بند دسروې او جوړېدو غوښتنه کوي، چې ددغو بندونو د جوړېدو ترڅنګ به د يادو سيمو اوسېدونکو ته له برېښنا سربېره ددوى ډيرې کرنيزې ځمکې هم خړوب کړي .
د ميدان وردګو ولايت اوسېدونکي که څه هم په شويو کارونو سترګې نه پتوي ، خو نيوکه کوي ، چې دولت ندى توانېدلى ، چې ددغه ولايت سترې بنيادي پروژې پلې کړي .
د چک ولسوالۍ د شاه قلند اوسېدونکى وکيل وايي ، دا پنځه کاله کيږي ، چې ددغې ولسوالۍ د سړک د پخېدو کار پيل شوى ، خو تراوسه پورې نيم هم نه دى جوړ او اوس يې کار په ټپه ولاړ دى .
ده وويل ، دا ډيره د شرم خبره ده ، چې له تاجکستان څخه د وردګو مرکز ميدان ښار ته برېښنا راوغځول شوه ، خپله د چک برېښنا ، چې په څوکيلومترۍ يې واقع ده ، په تېرو لسوکلونو کې جوړه نه شوه .
د سيداباد ولسوالۍ اوسېدونکى محمد خليل مني ، چې په دغه ولسوالۍ کې ځينې کارونه شوي ، خو وايي ، چې روانو جګړو ددغې ولسوالۍ پوخ سړک او لوى او واړه پولونه کنډا وکپر کړي ، خو د بېرته رغولو يې هيڅ اساسي پروګرام نشته .
د جغتو اوسېدونکى حبيب الله وايي ، چې دغه ولسوالۍ په بشپړه توګه ددولت له پامه غورځېدلې ده .
هغه زياتوي چې د ولسوالۍ سړک خام او خرابه ، زياتره  ښوونځي يې ودانۍ نلري ، د ګوربت بند په اړه يوګام هم ندى اخيستل شوى ، فقط يواځې د انکشاف دهات څو وړې پروژې عملي شوي او بس .
ده وويل ، چې ناامني د پروژو د پلي کېدو لپاره پلمه نشي کېداى ، دا دحکومت دنده ، چې بايد د ناامينو مخه ونيسي او په ناامنو ساحو کې ډير کار وکړي .
دغه راز د مرکز ميدان ښار ، نرخ ، جلريز و دايميردادو، او بهسودو ولسواليو اوسېدونکي هم د بيارغونې د زياتو پروژو د پلي کولو غوښتنه کوي او په دا ډول پروژو کې متوازن فعاليت مهم بولي .