کابل (پژواک د چنګاښ لومړۍ نېټه ٩٢) : د ميدان وردګو چارواکي وايي ، چې په دغه ولايت کې يې د خلکو د اقتصادي پياوړتيا په موخه اساسي پروګرامونه پيل کړي ، خو اوسېدونکي يې  له بې روزګارۍ ، د فابريکو او نورو توليدي مرکزونو له نه شتون څخه سر ټکوي .
د ميدان وردګو د والي وياند عطاالله خوږياڼى وايي ، چې په دغه ولايت کې يې د خلکو د اقتصادي پياوړتيا په موخه د ادارو او سوداګرو په هڅونه داسې اساسي کارونه پيل کړي ، چې له امله به يې په دغه ولايت کې  د خلکو اقتصاد ښکاره او د پام وړ وده وکړي.
ده وويل ، چې  په ميدان وردګو کې د صنعتي ښارګوټو د ايجادولو کار ٩٥سلنه مخ ته تللى او ددغه ولايت په مرکز کې به داسې صنعتي ښارګوټى رامنځته، چې له امله به يې ددغه ولايت زرګونه بې روزګاره وګړي په کار شي .
د نوموړي په خبره ، په لومړي ځل په ميدان ښار کې د مېوې يو لوى مارکيټ جوړيږي او د اداري پروسيجر چارې يې ٥٠ سلنه مخ ته تللې دي.
هغه وايي، چې ددې مارکېټ له بشپړېدو سره به د دغه ولايت ټولې مېوې به دغه مارکيټ ته راځي او بيا به يې سوداګر له دغه مارکيټ څخه د هېواد نورو ولايتونو ته ليږدوي .
ده وويل ، ميدان وردګ چې د ميوو له پلوه په ځانګړې توګه د مڼو او زردالو له پلوه د هېواد په کچه غني ولايت دى ، نو اړتيا ده چې ميوه يې په نړيوال استندرد پروسس او بيا له هېواده بهر هېوادونو ته د پلور په موخه وليږدل شي ، چې له دې کار سره به نه يواځې دا چې ددغه ولايت ميوه په ښه بيه وپلورل شي ، بلکې ډيرى وګړي به يې په دغو چارو کې په کار بوخت شي .
همدارنګه نوموړي زياته کړه ، چې په دغه ولايت کې د ميوو د سړو خونو او د مالونو د نخاس د رامنځته کېدو د اداري پرسيجر چارې هم ٥٠ سلنه مخته تللې دي او ددغې چارې په پلي کېدو سره به ډيرو وګړو ته د ورځني کار زمينه مساعده شي .
د دغه ولايت د چارواکو د معلوماتو په اساس ، چې ددغه ولايت په بهسودو ، سيداباد، دايميرداد او په مرکز کې يو شمېر کانونه ځينو شرکتونو ته په قرارداد ورکړل شوي ، چې په دې کې ډيرى د ساختماني  کارونو د تيږو او دغه راز د مرمرو ډبرو او  ګچ کانونه دي .
دوى وايي ، چې په ميدان وردګو کې شاوخوا ٣٠سترکانونه شتون لري ، چې د حاجيګګ د اوسپنې ، د دايميردادو د ګچو ، د تنګي او مرکز د ميدان ښار د مرمرو کانونه يې د يادولو دي ، چې له شاوخوا ٣٠ بېلابېلو کانونو څخه اوس يواځې له پنځو کانونو يو څه استفاده کيږي .
هغوى په دغه ولايت کې د بس ستيشن جوړېدل ، د چک د برېښنا بند جوړېدل ،  ميدان ښار ته د تاجکستان د غځېدلې برېښنا ظرفيت زياتول ، د لاسي صنايعو د ګالرۍ رامنځته کول ،د تجارت د خونې ، د صنعتکارانو د خونې  او د ايسا ادارې د نماينده ګيو  را منځته کول يې ددغه ولايت د اقتصاد په غښتلتيا کې مهم ګامونه وبلل ، چې ډير ژر به دغه ياد کارونه په دغه ولايت کې په عملي بڼه پلي شي .
نوموړي زياته کړه ، چې همدا اوس په دغه ولايت کې د جوسو د فابريکې لپاره ځمکه د سوداګرو په واک ورکړل شوې ، د اصلاح شويو تخمونو مرکز رامنځته شوى ، د شيدو د راټولو او د لبنايتو د پروسس مرکز ايجاد او په فعاليت يې پيل کړى ، په جلريز او بهسودو ولسواليو کې د قوريه جاتو لپاره ځمکه بېله او په فعاليت يې پيل کړى ، په سيداباد کې د ميوو لپاره د معياري کارتن د جوړولو د فابريکې لپاره ځمکه د سوداګرو په واک ورکړل شوې ده ، دغه راز د ٢٠٠٠ټنه د ظرفيت په کچه د ميوو لپاره په دغه ولايت کې سړې خونې جوړې شوي او باغ لرونکي عملا ترې ګټه پورته کوي .
کرنه :
 د ميدان وردګو ولايت د کرنې رياست د معلوماتو له مخې، چې ددغه رياست په هڅو په بېلابېلو ولسواليو کې  ٢٢٤شنې خونې ، د ٥٠٠ تنه په ظرفيت دوه سړې خونې په ميدان ښار او د ١٠٠٠ټنه په ظرفيت په لرلو يوه سړه خونه په سيداباد ولسوالۍ کې جوړې شوې دي.
د سرچنې په خبره ، چې ١١ سړې خونې تر ځمکې لاندې د ګټې اخيستنې وړ ګرځېدلي ، ٢٦حيواني کلينيکونه او ١٠ د حيواني درملو درملتونونه جوړ شوي او دغه راز ٥٤کوپراتيفونه رامنځته شوي ، چې ١٤٠٠غړي لري .
د کرنې رياست په وينا ، چې ١٠٢٤٦هکتاره ځمکه په دغه ولايت کې باغونو نيولې ، چې زياتره يې د مڼو باغونه دي  او همدارنګه يوه د ترويج مرکز ١٨اتاقه ودانۍ په بهسودو او يو د ترويج مرکز په ميدان ښار کې جوړ شوي ، دغه راز د شيدو راټولو مرکزونه ، د سرسبزۍ پروژې او د چنارو ايښود پروژه او د زعفرانو د کښت پروژوه هم پيل شوې او ترڅنګ يې د مضره نباتي افاتو پر ضد د مبارزې پروژه هم فعاليت لري .
د سرچينې په وينا ، چې وخت په وخت له بزګرانو سره د اصلاح شويو تخمونو ، کيمياوي سرې ، نباتي درملو ، ماشينونو او نورو اړوندو وسايلو مرستې شوي او يو شمېر بزګران په ترکيه روزل شوي او تجربې يې دلته بيا له نورو کروندګرو سره شريکې کړې دي.
ددغه رياست د معلوماتو په اساس ، چې  ددغه ولايت د کرنې د ښه والي په موخه د ولايت د مرکز په ګډون د ټولو ولسواليو  زيات شمېر بزګرانو ته  ورکشاپونه جوړ شوي او پر هغوى اړوند کرنيز وسايل وېشل شوي او هغوى د کرنيزو حاصلاتو د ښه والي په موخه پوهاوى شوى دى.
سوداګري او پانګونه:
د ميدان وردګو د ولايتي شورا مرستيال حضرت محمدجانان  وايي، چې په دغه ولايت کې په تېرو لسو کلونو کې تر يوه حده کار په اقصادي برخه کې کې کار شوى دى او له امله يې يو شمېر وګړي په کار بوخت شوي دي .
ده زياته کړه ، چې اوس په دغه ولايت کې ٢٠٠جريبه ځمکه د صنعتي ښارګوټي د جوړېدو او  سوداګرو ته د وېش په موخه بېله شوې ، چې ددغه پلان په پلي کېدو سره به په دغه ولايت کې سوداګرو ته د پانګې اچونې او خلکو ته يې د کار کولو د پام وړ چانس برابر شي .
خو نوموړى ناامني د هر ډول پرمختګ پروړاندې خنډ بولي او وايي ، چې که امنيت د ډاډ وړ شي ، نو ددغه ولايت موقعيت د پانګې اچونې لپاره ډير مساعد دى،  يو خو دا چې د کابل –هرات او کابل-باميان لويې لارې له دغه ولايت څخه تېريږي او بله دا چې دغه ښار د کابل په خولې کې پروت دى او په لنډ وخت کې هر ډول توليدات کابل ته رسېدلى شي .
د ميدان وردګو  ولايت يو شمېر اوسېدونکى وايي ، چې که څه هم په اقتصادي برخه کې څه ناڅه کار شوى ، خو د پام وړ کار نه دى شوى ، چې په دغه ولايت د خلکو د بې روزګارۍ ستونزه له منځه يوسي .
ددغه ولايت د چک ، سيداباد، دايميرداد، نرخ او جلريز، او جغتو ولسواليو اوسېدونکي وايي ، چې که د دوى مڼو  ته بازار موندنه وشي او په اصولي بڼه د هېواد ولايتونو او له هېواد بهر صادرې شي ، نو د دغه ولايت د خلکو په اقتصاد کې به ښکاره بدلون وليدل شي .
د عزيز الله په نامه ددغه ولايت د مڼو يو سوداګر وايي ، چې دى هر کال په دغه ولايت کې په لسګونو ټنه مڼې اخلي او بيا يې د هېواد نورو ولايتونو ته ليږدوي .
هغه وايي ، چې کله ددغه ولايت د ميوو وخت راشي ، نو ډير افسوس کوي ، چې ددغه ولايت باکيفيته او ښکلې مڼې په کابل او نورو ښارونو کې په پلاستيکي خلتو کې په نيمه بيه او ان په تاوان پلورل کيږي .
ده وويل ، چې په دا لسو کلونو کې هيڅ داسې زړه سواندى چارواکى پيدا نشو ، چې دغو مڼو ته د پلور مناسب بازار او يا يې د راټولو لپاره استنډرډه طريقه پيدا کړي او دا مڼې او نورې مېوې په اصولي شکل نورو ځايونو ته وليږدوي .
ده وويل چې ددغه ولايت مڼې او زردالو به پاکستان ، هند، دوبۍ ، سعودي او نورو هېوادونو ته ليږدول کېدل ، اوس دغه ليږد کم شوى دى.
د نرخ ولسوالۍ يو باغ لرونکى شبير وايي ، چې که يواځې ددغه ولايت باغ لرونکو ته د ميو لپاره يې په ځانګړې توګه مڼو او زردالو ته بازار پيدا شي او په سمه توګه بسته بندي ،د هېواد له نورو سيمو سربېره بهر ته هم وليږدول شي او د ساتنې په موخه يې په هره ولسوالۍ کې په کافي اندازه سړې خونې جوړې شي ، نو  په دغه ولايت کې به له يوې خوا د بې کارۍ کچه کمه شي او له بل پلو به د خلکو دغه حاصلات په بيه وپلورل شي .
ده وويل ، چې له دا لسو کلونو راهيسې دوى مڼې په پلاستيکي خلتو کې په ښارونو کې د سړکونو پرغاړه په بې قدره توګه په نيمه بيه پلوري .
ده زياته  کړه،  چې د مڼو او زردالو په فصل کې  د نورو سيمو تجاران زړه نه ښه کوي ، چې دغه ولايت ته د مڼو د اخيستو په موخه راشي ، خو مخکې کلونو کې به له کابل ، شمال ، ختيځ او سوېلي ولايتونو څخه ډير زيات تجاران راتلل، مڼې او زردالو به يې دلته په باغونو کې په لوړ قيمت اخيستل او د سيمې يو زيات شمېر خلکو ته به کار وبار پيدا کېده ، خو اوس د ناامنۍ له امله څوک دې خوا ته راګوري هم نه .
د حسين علي په نامه ددغه ولايت يو بل اوسېدونکى وايي ، چې په ميدان وردګو کې د مرمرو ، اوسپنې ، کروميټ قيمتي ډبرو ، ګچو ، زمردو ، او نورو قيمتي دانو کانونه شتون لري ، خو تراوسه يې يوه هم په سمه توګه نه دى استخراج شوى ، چې خلکو ته کار پيدا شي .
د هغه په وينا، په دې  وروستيو کلونو کې په مرکز ميدان ښار کې يوڅه ناڅه په اقتصادي برخو کې کار شوى او يو شمېر خلک په کار بوخت شوي ، خو د ولايت په نورو ډيرو ولسواليو کې ځوانان د بې کارۍ له امله له وسله والو سره يوځاى شوي او د خپلو خلکو په ځورولو يې لاس پورې کړى دى.
لاسي صنايع :
ددغه ولايت يو شمېر ښځې او نجونې لمڅي ، شالونه ،  جاكټونه او دستکش اوبي او ځينې يې خامک يخنونه او له مريو نور توکي جوړوي او بيا يې په خپلو سيمو او يا نورو ښارونو کې پلوري .
د لاسي صنايعو په برخه کې د دې ولايت ځينې نارينه اوسېدونکي د ټغرو په اوبدلو بوخت دي او له دې لارې د ژوند اړتياوې پوره کوي.
دغه راز ددغه ولايت يو شمېر ښځې د مېرمنو د قيمتي جامو په ګنډلو کې هم ښه مهارت لري او په خورا ښکلې بڼه يې جوړوي ، خو دوى هم خپلو لاسي صنايعو ته د بازار له نشتوالي سر ټکوي او وايي، چې نظر خوارۍ ته ګټه يې کمه ده .
 خو د ميدان وردګو د والي وياندخوږياڼى وايي ، چې په دغه ولايت کې د ښځو لپاره  يو پراخ پارک چې د جوړېدو چارې يې روانې دي ، چې په بشپړېدو سره به يې نه يواځې ښځو ته په کې د لاسي صنايعو د پلور بازار رامنځته شي ، بلکې د ودې په موخه به يې ورته لازمې اسانتياوې په واک کې ورکړل شي .